د لومړي تواریخ کتاب

نهم فصل

د بابل د اسارت څخه راستانه شوي خلک

۱ د ټولو اسراییلیانو نسب نامې د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې ثبت شوې وې. د یهودا خلک د څښتن سره د بې وفایۍ له امله د اسیرانو په توګه بابل ته بوتلل شول. ۲ هغه خلک چې اول راستانه شول او په خپلو ښارګوټو کې یې خپل جایدادونه بېرته لاسته راوړل، کاهنان، لاویان، د خدای د کور خدمتګاران او نور اسراییلیان وو. ۳ د یهودا، بنیامین، افرایم او منسي د قبیلو ځینې خلک په اورشلیم کې مېشت شول.

۴‏-۶ د یهودا له قبیلې څخه شپږ سوه او نوي تنه په اورشلیم کې مېشت شول. هغوی ټول د یهودا د درېو زامنو یعنې د فارص، شیله او زارح اولاده وه. د هغوی مشران عوتای، عسایا او یوییل وو. عوتای د عمیهود زوی ؤ او شجره یې نیکونو ته په لاندې ډول رسېدله: عمري، امري، باني او فارص. عسایا د یهودا د زوی شیله د اولادې مشر ؤ، یوییل د یهودا د زوی زارح د اولادې مشر ؤ.

۷‏-۹ د بنیامین له قبیلې څخه نهه سوه شپږ پنځوس د کورنیو مشران هم په اورشلیم کې مېشت شول. د هغوی نومونه په خپلو نسب نامو کې لیکل شوي وو او دا خلک په کې ثبت شوي وو: سلو د مشلام زوی د هودویا لمسی او د هسنواه کړوسی، یبنیا د یروحام زوی، ایله د عزي زوی او د مکري لمسی، مشلام د شفطیا زوی، د رعوییل لمسی او د یبنیا کړوسی.

په اورشلیم کې مېشت شوي کاهنان

۱۰‏-۱۲ دا د هغو کاهنانو د نومونو لست دی چې په اورشلیم کې مېشت شول: یدعیا، یهویاریب، یاکین او عزریا چې د خدای د کور مشر ؤ. د عزریا شجره د پلار نه په لاندې ډول پیل شوه: حلقیا، مشلام، صادوق، مرایوت او اخیطوب د یروحام زوی عدایا چې شجره یې په لاندې ډول وه: یروحام، فشحور او ملکیا، د عدییل زوی معسای چې شجره یې په لاندې ډول وه: عدییل، یحزیره، مشلام، مشلیمیت او یمیر.

۱۳ ټول ۱۷۶۰ تنه کاهنان وو، هغوی ټول په خپلو طایفو کې د کورنیو مشران هم وو او د خدای په کور کې یې د کار کولو مهارت درلود.

په اورشلیم کې مېشت شوي لاویان

۱۴‏-۱۶ دا د هغو لاویانو د نومونو لست دی چې په اورشلیم کې مېشت شول: د مراري له طایفې څخه شمعیه چې شجره یې د پلار نه په لاندې ډول پیل شوه: حشوب، عزریقام او حشبیا؛ بقبقر، حارش او جلال، د میکا زوی متنیا، چې د هغه شجره د پلار نه په لاندې ډول پیل شوه: میکا، زکري او اساف، د شمعیه زوی عوبدیا چې شجره یې د پلار نه په لاندې ډول پیل شوه: شمعیه، جلال او یدوتون، او د آسا زوی او د القانه لمسی برکیا، چې د نطوفې ښارګوټي ته نژدې په کلیو کې اوسېدلی ؤ.

په اورشلیم کې د خدای د کور د ساتونکو مېشت کېدل

۱۷ شلوم، عقوب، طلمون، اخیمان او د هغوی خپلوان د خدای د کور ساتونکي وو. شلوم د هغوی مشر ؤ ۱۸ او هغوی ډېره موده پخوا د خدای د کور ختیځې خواته د پاچا په دروازه کې ساتونکي وو. مخکې له دې به هغوی د لاویانو د خېمو ساتنه کوله.

۱۹ شلوم د قوري زوی، د ابیاساف لمسی او د قورح کړوسی ؤ. د خپلو نیکونو په شان، چې په سپېڅلې خېمې کې یې خدمت کاوه، هغه هم د قورح په طایفه کې د خپلو خپلوانو سره د خدای د کور په دروازه کې ساتونکی ؤ. ۲۰ په پخوانیو وختونو کې د العازار زوی فینحاس د ساتونکو مسوول ؤ او څښتن د هغه سره مل ؤ.

۲۱ د مشلمیا زوی زکریا هم د سپېڅلې خېمې د دروازې په خوله کې ساتونکی ؤ. ۲۲ ټول دوه سوه دولس د دروازو ساتونکي وو، د هغوی ټولو نومونه په خپلو کلیو کې د کورنیو په نسب نامو کې ثبت شوي وو. داود پاچا او سموییل پیغمبر د هغوی نیکونه ځکه غوره کړي وو چې هغوی اعتباري خلک وو.

۲۳ په دې توګه هغوی او د هغوی اولادې د خدای د کور یعنې د سپېڅلې خېمې د دروازو ساتنه کوله. ۲۴ د خدای د کور د څلورو واړو خواوو دپاره ساتونکي ټاکل شوي وو. ۲۵ د هغوی خپلوان به په خپل وار سره د خپلو کلیو څخه د یوې هفتې دپاره راتلل او له هغوی سره به یې د ساتونکو دنده تر سره کوله. ۲۶ هغوی څلور مشران درلودل چې ټول لاویان وو او هغوی د نورو ساتونکو څارنه کوله. هغوی د خدای په کور کې د کوټو او د خزانو د ساتلو مسوولیت په غاړه درلود. ۲۷ هغوی به په شپه کې د خدای د کور په شاوخوا کې اوسېدل چې ساتنه یې وکړي او دا مسوولیت یې درلود چې هر سهار یې دروازې خلاصې کړي.

د نورو لاویانو دندې

۲۸ ځینو لاویانو د هغو سامانونو مسوولیت په غاړه درلود چې د خدای په کور کې یې د عبادت په وخت کې ورڅخه کار اخیست. هغوی به هر شی د کارولو څخه مخکې او وروسته شمېرل. ۲۹ نورو لاویانو ته د خدای د کور د سامان او د هغه د سپېڅلو لوښو، د ډېرو ښو اوړو، شرابو، د زیتونو د تېلو، د خوشبویۍ او د مسالو د ساتلو دنده ور په غاړه وه. ۳۰ خو د مسالو د ګډولو مسوولیت د کاهنانو په غاړه ؤ.

۳۱ د شلوم مشر زوی متتیا د قورح د لاویانو د طایفې یو غړی ؤ. هغه د هغې ډوډۍ د پخولو مسوولیت په غاړه درلود چې د نذرانو دپاره یې ورڅخه کار اخیست. ۳۲ د قهاتیانو د طایفې ځینو غړو دا دنده درلودله چې د هر سبت په ورځ سپېڅلې ډوډۍ پخه کړي.

۳۳ د لاویانو د کورنیو هغه مشران چې ساز غږوونکي وو، د خدای د کور په کوټو کې اوسېدل. هغوی نور مسوولیتونه نه درلودل، ځکه چې شپه او ورځ یې خپله دنده تر سره کوله.

۳۴ دا پورته ذکر شوي کسان د لاویانو په قبیله کې د کورنیو مشران وو او په هماغه ډول یې نومونه د خپلو کورنیو په نسب نامو کې ثبت شوي وو. هغوی په اورشلیم کې اوسېدل.

د شاوول پاچا نیکونه او اولاده

(لومړی تواریخ ۸‏: ۲۹ ‏- ۳۸)

۳۵ یعییل د جبعون د ښار بنیاد کېښود او هلته مېشت شو. د هغه ښځه معکه نومېدله. ۳۶ د هغه مشر زوی عبدون نومېده او د هغه نور زامن هم وو چې په لاندې ډول سره زېږېدلي وو: صور، قیس، بعل، نیر، ناداب، ۳۷ جدور، اخیو، زکریا ۳۸ او مقلوت چې د شمعه پلار ؤ. هغوی هم د خپلو خپلوانو سره نژدې په اورشلیم کې اوسېدل.

۳۹ نیر د قیس پلار او د شاوول پاچا نیکه ؤ. شاوول څلور زامن درلودل: یوناتان، ملکیشوع، ابیناداب او اشبعل. ۴۰ یوناتان د مریب بعل پلار او د میکا نیکه ؤ. ۴۱ میکا څلور زامن درلودل: فیتون، ملک، تحریع او آحاز. ۴۲ آحاز د یعره پلار او د علمت، عزموت او د زیمري نیکه ؤ. زیمري د موزا پلار ۴۳ د بنعا نیکه او د رفایا غور نیکه ؤ. نوره اولاده یې دا وه: العاسه او آصیل.

۴۴ آصیل شپږ زامن درلودل: عزریقام، بوکرو، اسماعیل، شعریا، عوبدیا او حانان.