د یوحنا رسول لومړی لیک

درېم فصل

۱ګورئ، پلار مونږ ته څومره ډېره مینه راکړې ده. د هغه مینه دومره زیاته ده چې مونږ د خدای د اولادونو په نوم یادېږو او په حقیقت کې مونږ همداسې یو. دا چې نړۍ مونږ نه پېژني علت یې دا دی چې هغه یې نه دی پېژندلی. ۲ګرانو دوستانو، اوس مونږ د خدای اولادونه یو، او دا چې څنګه واوسو، تر‌اوسه معلومه نه ده. خو په دې پوهېږو چې کله مسیح راښکاره شي نو مونږ به د هغه په شان شو، ځکه چې هغه به هماغه شان ووینو لکه څنګه چې دی. ۳هرڅوک چې د مسیح نه دا هیله لري، نو هغه خپل ځان داسې پاک ساتي لکه څنګه چې مسیح پاک دی.

۴هرڅوک چې ګناه کوي هغه شریعت ماتوي، ځکه چې ګناه په خپله د شریعت ماتول دي. ۵تاسو پوهېږئ چې مسیح د دې دپاره راغی چې ګناهونه لېرې کړي او په هغه کې هېڅ ګناه نشته. ۶نو هرڅوک چې د مسیح سره په شراکت کې اوسیږي هغه نوره ګناه نه کوي او هرڅوک چې د ګناه کولو عادت لري، هغه یې هېڅکله نه لیدلی او نه یې پېژندلی دی.

۷ای ګرانو بچیانو! مه پرېږدئ چې څوک تاسو بې‌لارې کړي. هرڅوک چې نېک کارونه کوي هغه نېک دی، لکه څنګه چې مسیح نېک دی. ۸هرڅوک چې د ګناه کولو عادت لري هغه د شیطان اولاد دی، ځکه چې شیطان د ازله ګناه کوله، خو د خدای زوی د همدې دپاره راغی چې د شیطان کارونه برباد کړي.

۹هرڅوک چې د خدای اولاد وي هغه د ګناه کولو عادت نه لري، ځکه چې په هغه کې د خدای ذات دی. هغه د خدای اولاد دی، نو ځکه ګناه نه شي کولای. ۱۰د خدای د اولاد او د شیطان د اولاد ترمنځ فرق ښکاره دی. څوک چې نېکي نه کوي او یا د ورونو سره مینه نه کوي هغه د خدای اولاد نه دی.

د یو بل سره مینه کوئ

۱۱کوم پیغام چې تاسو له پیل نه اورېدلی دی هغه دا دی: د یو بل سره باید مینه وکړو. ۱۲مونږ باید د قاین په شان ونه اوسو. هغه د شیطان اولاد ؤ او خپل ورور یې مړ کړ. هغه یې ولې مړ کړ؟ ځکه چې د هغه خپل عملونه بد وو او د ورور کارونه یې نېک وو.

۱۳نو زما ورونو! که چېرې د نړۍ خلک ستاسو نه کرکه کوي، نو په دې مه حیرانېږئ. ۱۴مونږ پوهېږو چې د مرګ نه تېر شوي یو او ژوندون ته راغلي یو، ځکه چې د خپلو ایماندارانو خویندو او ورونو سره مینه کوو. او په چا کې چې مینه نشته هغه لا تر‌اوسه د مرګ په حال کې دی. ۱۵هرڅوک چې د خپل ورور نه کرکه کوي، هغه قاتل دی او تاسو پوهېږئ چې هېڅ قاتل تلپاتې ژوندون نه لري. ۱۶نو له همدې امله مونږ پوهېږو چې مینه څه شی دی، ځکه چې مسیح زمونږ په خاطر خپل ځان قربان کړ، نو مونږ هم باید خپل ځانونه د ورونو په خاطر قربان کړو. ۱۷که چېرې کوم څوک دنیاوي شتمني ولري او ګوري چې ورور یې محتاج دی او زړه ورباندې نه سوځوي، نو هغه څنګه دعوه کولای شي چې په زړه کې یې د خدای مینه شته؟ ۱۸ګرانو بچیانو! زمونږ مینه دې یوازې په خبرو یا په ژبه نه بلکې عملي او رښتینې وي.

په پوره ډاډګېرنه خدای ته ورتګ

۱۹نو په دې به مونږ پوه شو چې مونږ د حقیقت پیروان یو او له دې امله به زمونږ زړونه د خدای په حضور کې ډاډه وي. ۲۰که چېرې زمونږ وجدان مونږ ملامتوي، نو مونږ ډاډه یو چې خدای زمونږ د وجدان نه ډېر لوی دی او د هرڅه نه خبر دی. ۲۱ګرانو دوستانو! که چېرې زمونږ وجدان مونږ نه ملامتوي، نو کولای شو چې په ډاډه زړه د خدای حضور ته راشو ۲۲او هرڅه چې ورڅخه وغواړو هغه یې راکوي، ځکه چې مونږ د هغه په حکمونو باندې عمل کوو او هرڅه چې هغه خوښوي هماغه کار کوو. ۲۳د هغه حکم دا دی چې مونږ باید د هغه د زوی عیسی مسیح په نوم ایمان راوړو او د یو بل سره مینه وکړو لکه څنګه چې مسیح مونږ ته حکم کړی دی. ۲۴هرڅوک چې د خدای په حکمونو باندې عمل کوي، نو هغه په خدای کې اوسیږي او خدای په هغه کې. په دې ډول مونږ پوهېږو چې هغه د روح القدس په وسیله چې مونږ ته یې راکړی دی، په مونږ کې اوسیږي.