۰:۰۰ / ۰:۰۰

د یوحنا رسول لومړی لیک

څلورم فصل

د خدای د روح او د شیطان د روح پېژندل

۱ ګرانو دوستانو، په هر روح باندې باور مه کوئ، بلکې هغه وازمایئ ترڅو ووینئ چې ایا هغه روح د خدای له خوا دی یا نه. ځکه چې په نړۍ کې ډېر جعلي پیغمبران راپیدا شوي دي. ۲ په دې ډول د خدای روح پېژندل کیږي: که چېرې څوک په دې اقرار وکړي چې عیسی مسیح د انسان په جسم کې راغلی دی، نو هغه د خدای له خوا دی. ۳ خو هر روح چې په دې اقرار نه کوي چې عیسی د خدای له خوا دی، نو دا د مسیح د دښمن روح دی چې د هغه په هکله مو اورېدلي دي چې نړۍ ته به راځي او هغه همدا‌اوس په دې نړۍ کې موجود دی.

۴ خو ای ګرانو بچیانو! تاسو د خدای یئ او تاسو په جعلي پیغمبرانو باندې بری موندلی دی، ځکه هغه روح چې په تاسو کې دی هغه د هغه چا نه ډېر قوي دی کوم چې د دې نړۍ دی. ۵ هغوی د دې نړۍ دي او نړۍ د هغوی خبرې اوري، ځکه چې هغوی د دنیاوي شیانو په هکله خبرې کوي. ۶ خو مونږ د خدای یو او هرڅوک چې خدای پېژني هغه زمونږ خبرو ته غوږ نیسي. څوک چې د خدای سره اړیکه نه لري، هغه زمونږ خبرو ته غوږ نه نیسي. په دې ډول مونږ رښتینی روح او دروغجن روح پېژنو.

خدای مینه ده

۷ ګرانو دوستانو، راځئ چې د یو بل سره مینه وکړو، ځکه چې مینه د خدای له خوا ده. هرڅوک چې مینه کوي هغه د خدای اولاد دی او خدای پېژني. ۸ خو څوک چې مینه نه کوي هغه خدای نه پېژني، ځکه چې خدای مینه ده. ۹ د خدای مینه مونږ ته په دې ډول ښکاره شوه چې خپل یوازېنی زوی یې نړۍ ته راولېږه، ترڅو د هغه په وسیله مونږ تلپاتې ژوندون ولرو. ۱۰ مینه همدا ده: دا نه ده چې مونږ د خدای سره وکړه، بلکې په دې کې ده چې خدای زمونږ سره وکړه او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره یې خپل زوی راولېږه ترڅو زمونږ ګناهونه وبخښل شي. ۱۱ ګرانو دوستانو! څرنګه چې خدای زمونږ سره داسې مینه وکړه، نو مونږ هم باید یو د بل سره مینه وکړو. ۱۲ هېچا هم هېڅکله خدای نه دی لیدلی، خو که چېرې مونږ یو د بل سره مینه ولرو، نو خدای په مونږ کې اوسیږي او د هغه مینه به په مونږ کې کامله شي.

۱۳ خدای مونږ ته روح القدس راکړی دی، نو ځکه مونږ پوهېږو چې مونږ په هغه کې اوسېږو او هغه په مونږ کې اوسیږي. ۱۴ مونږ په خپلو سترګو لیدلي او شاهدي ورکوو چې پلار خدای خپل زوی راولېږه ترڅو د نړۍ خلاصوونکی اوسي. ۱۵ که څوک اقرار کوي چې عیسی د خدای زوی دی، نو خدای به په هغه کې اوسیږي او هغه په خدای کې. ۱۶ مونږ پوه یو او باور لرو چې خدای زمونږ سره مینه لري. خدای مینه ده او هرڅوک چې په مینه کې خپل ژوند تېروي، نو هغه په خدای کې اوسیږي او خدای په هغه کې اوسیږي. ۱۷ په دې وسیله د خدای مینه په مونږ کې کامله شوې ده چې د قضاوت په ورځ ډاډه اوسو، ځکه چې په دې نړۍ کې زمونږ ژوند د عیسی د ژوند په شان دی. ۱۸ په مینه کې وېره نشته، کامله مینه وېره لېرې کوي. څوک چې وېریږي، نو هغه وېره د سزا په خاطر ده او په هغه کې مینه کامله شوې نه ده.

۱۹ مونږ په دې خاطر د یو بل سره مینه کوو ځکه چې لومړی خدای زمونږ سره مینه وکړه. ۲۰ که چېرې څوک ووایي چې زه د خدای سره مینه لرم، خو د خپل ورور نه کرکه کوي، نو هغه دروغجن دی. که چېرې هغه خپل ورور سره چې لیدلی یې دی مینه نه کوي، نو دا نه شي کېدلی چې د خدای سره چې نه یې دی لیدلی مینه وکړي. ۲۱ مسیح چې کوم حکم مونږ ته راکړی دی، هغه دا دی: هرڅوک چې د خدای سره مینه کوي باید د خپل ورور سره هم مینه وکړي.