۰:۰۰ / ۰:۰۰

د یوحنا رسول لومړی لیک

څلورم فصل

د خدای د روح او د شیطان د روح پېژندل

۱ګرانو دوستانو، په هر روح باندې باور مه کوئ، بلکې هغه وازمایئ ترڅو ووینئ چې ایا هغه روح د خدای له خوا دی یا نه. ځکه چې په نړۍ کې ډېر جعلي پیغمبران راپیدا شوي دي. ۲په دې ډول د خدای روح پېژندل کیږي: که چېرې څوک په دې اقرار وکړي چې عیسی مسیح د انسان په جسم کې راغلی دی، نو هغه د خدای له خوا دی. ۳خو هر روح چې په دې اقرار نه کوي چې عیسی د خدای له خوا دی، نو دا د مسیح د دښمن روح دی چې د هغه په هکله مو اورېدلي دي چې نړۍ ته به راځي او هغه همدا‌اوس په دې نړۍ کې موجود دی.

۴خو ای ګرانو بچیانو! تاسو د خدای یئ او تاسو په جعلي پیغمبرانو باندې بری موندلی دی، ځکه هغه روح چې په تاسو کې دی هغه د هغه چا نه ډېر قوي دی کوم چې د دې نړۍ دی. ۵هغوی د دې نړۍ دي او نړۍ د هغوی خبرې اوري، ځکه چې هغوی د دنیاوي شیانو په هکله خبرې کوي. ۶خو مونږ د خدای یو او هرڅوک چې خدای پېژني هغه زمونږ خبرو ته غوږ نیسي. څوک چې د خدای سره اړیکه نه لري، هغه زمونږ خبرو ته غوږ نه نیسي. په دې ډول مونږ رښتینی روح او دروغجن روح پېژنو.

خدای مینه ده

۷ګرانو دوستانو، راځئ چې د یو بل سره مینه وکړو، ځکه چې مینه د خدای له خوا ده. هرڅوک چې مینه کوي هغه د خدای اولاد دی او خدای پېژني. ۸خو څوک چې مینه نه کوي هغه خدای نه پېژني، ځکه چې خدای مینه ده. ۹د خدای مینه مونږ ته په دې ډول ښکاره شوه چې خپل یوازېنی زوی یې نړۍ ته راولېږه، ترڅو د هغه په وسیله مونږ تلپاتې ژوندون ولرو. ۱۰مینه همدا ده: دا نه ده چې مونږ د خدای سره وکړه، بلکې په دې کې ده چې خدای زمونږ سره وکړه او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره یې خپل زوی راولېږه ترڅو زمونږ ګناهونه وبخښل شي. ۱۱ګرانو دوستانو! څرنګه چې خدای زمونږ سره داسې مینه وکړه، نو مونږ هم باید یو د بل سره مینه وکړو. ۱۲هېچا هم هېڅکله خدای نه دی لیدلی، خو که چېرې مونږ یو د بل سره مینه ولرو، نو خدای په مونږ کې اوسیږي او د هغه مینه به په مونږ کې کامله شي.

۱۳خدای مونږ ته روح القدس راکړی دی، نو ځکه مونږ پوهېږو چې مونږ په هغه کې اوسېږو او هغه په مونږ کې اوسیږي. ۱۴مونږ په خپلو سترګو لیدلي او شاهدي ورکوو چې پلار خدای خپل زوی راولېږه ترڅو د نړۍ خلاصوونکی اوسي. ۱۵که څوک اقرار کوي چې عیسی د خدای زوی دی، نو خدای به په هغه کې اوسیږي او هغه په خدای کې. ۱۶مونږ پوه یو او باور لرو چې خدای زمونږ سره مینه لري. خدای مینه ده او هرڅوک چې په مینه کې خپل ژوند تېروي، نو هغه په خدای کې اوسیږي او خدای په هغه کې اوسیږي. ۱۷په دې وسیله د خدای مینه په مونږ کې کامله شوې ده چې د قضاوت په ورځ ډاډه اوسو، ځکه چې په دې نړۍ کې زمونږ ژوند د عیسی د ژوند په شان دی. ۱۸په مینه کې وېره نشته، کامله مینه وېره لېرې کوي. څوک چې وېریږي، نو هغه وېره د سزا په خاطر ده او په هغه کې مینه کامله شوې نه ده.

۱۹مونږ په دې خاطر د یو بل سره مینه کوو ځکه چې لومړی خدای زمونږ سره مینه وکړه. ۲۰که چېرې څوک ووایي چې زه د خدای سره مینه لرم، خو د خپل ورور نه کرکه کوي، نو هغه دروغجن دی. که چېرې هغه خپل ورور سره چې لیدلی یې دی مینه نه کوي، نو دا نه شي کېدلی چې د خدای سره چې نه یې دی لیدلی مینه وکړي. ۲۱مسیح چې کوم حکم مونږ ته راکړی دی، هغه دا دی: هرڅوک چې د خدای سره مینه کوي باید د خپل ورور سره هم مینه وکړي.