کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ سلیمان د ډېرو ښځو سره چې د نورو قومونو څخه وې، مینه لرله. د فرعون د لور څخه پرته هغه د حیتي، موآب، عمون، ادوم او صیدون د ښځو سره هم ودونه وکړل. ۲ څښتن حکم کړی ؤ چې اسراییلیان دې د دې قومونو سره ودونه نه کوي، ځکه چې هغوی به د اسراییلیانو زړونه د خپلو خدایانو په لور راواړوي. خو بیاهم سلیمان د هغوی په مینه کې ډوب شو او د هغوی سره یې ودونه وکړل. ۳ سلیمان د اووه سوه شاهزادګیو سره ودونه وکړل او همدارنګه هغه درې سوه وینځې لرلې. هغه خپلو ښځو بې لارې کړ. ۴ کله چې سلیمان زوړ شو، د هغه ښځو هغه د پردیو خدایانو عبادت ته واړاوه. هغه خپل څښتن خدای ته وفادار نه ؤ لکه څنګه چې د هغه پلار داود وفادار ؤ. ۵ هغه د صیدون د بت عشتاروت او د عمون د کرکې وړ بت مولک عبادت وکړ. ۶ نو سلیمان د څښتن په وړاندې ګناه وکړه. هغه د څښتن څخه په پوره توګه پیروي ونه کړه لکه څنګه چې د هغه پلار داود کړې وه. ۷ سلیمان په هغه غره باندې چې د اورشلیم په ختیځ کې ؤ، د موآب د کرکې وړ بت کموش او د عمونیانو د کرکې وړ بت مولک دپاره د عبادت ځای جوړ کړ. ۸ همدارنګه سلیمان هغه عبادت ځایونه هم جوړ کړل چې هلته به د هغه ټولو پردیو ښځو خوشبویي سوځولې او خپلو خدایانو ته به یې قربانۍ وړاندې کولې.
۹-۱۰ که څه هم څښتن د اسراییلو خدای دوه ځلې سلیمان ته ورښکاره شوی ؤ او هغه ته یې حکم کړی ؤ چې د پردیو خدایانو عبادت دې نه کوي، خو بیاهم سلیمان د څښتن اطاعت ونه کړ او د هغه څخه یې پیروي ونه کړه. نو څښتن سلیمان ته په قهر شو ۱۱ او ورته یې وویل: «څرنګه چې تا قصداً هغه لوظ چې زما سره دې کړی ؤ مات کړ او زما قوانین او حکمونه دې عملي نه کړل، په دې خاطر زه به په رښتیا سره ستا څخه پاچاهي واخلم او ستا یو نوکر ته به یې ورکړم. ۱۲ خو بیا به هم زه دا کار ستا د پلار داود په خاطر ستا په ژوندانه کې ونه کړم، بلکې ستا د زوی د پاچاهۍ په وخت کې به یې وکړم. ۱۳ خو زه به ټوله پاچاهي د هغه څخه وانخلم، بلکې هغه ته به یوه قبیله زما د خدمتګار داود په خاطر او د اورشلیم په خاطر چې هغه مې غوره کړی دی ورکړم.»
۱۴ نو څښتن د سلیمان په ضد یو دښمن راپورته کړ، یعنې ادومي حداد چې د ادوم د شاهي کورنۍ څخه ؤ. ۱۵-۱۶ ډېر پخوا، کله چې داود د ادوم سره جګړه کوله، د هغه د لښکرو قوماندان یوآب د مړو د ښخولو دپاره هغه ځای ته لاړ. هغه د خپلو کسانو سره شپږ میاشتې په ادوم کې پاتې شو او په هغه وخت کې هغوی د ادوم ټول نارینه ووژل، ۱۷ پرته له حداد او د هغه د پلار د ځینو ادومي خدمتګارانو څخه چې مصر ته وتښتېدل. (په هغه وخت کې حداد هلک ؤ.) ۱۸ هغوی د مدیان څخه روان شول او فاران ته لاړل. د فاران څخه یې د ځان سره کسان واخیستل او په مصر کې فرعون پاچا ته ورغلل. هغه حداد ته کور او ځمکه ورکړه او خواړه یې ورته تیارول. ۱۹ فرعون د حداد څخه دومره خوشحاله ؤ چې هغه ورته د خپلې ښځې خور یعنې د ملکې تحفنیس خور ورکړه. ۲۰ هغې حداد ته زوی وزېږاوه چې ګنوبت نومېده او تحفنیس په شاهي ماڼۍ کې د هغه روزنه کوله. ګنوبت هلته د فرعون د زامنو سره اوسېده. ۲۱ کله چې په مصر کې حداد ته خبر ورسېده چې داود او د هغه د لښکرو قوماندان یوآب مړه شوي دي، نو حداد فرعون ته وویل: «اجازه راکړئ چې بېرته خپل وطن ته لاړ شم.» ۲۲ فرعون پوښتنه وکړه: «څه شی دې کم دي چې ته غواړې بېرته خپل وطن ته لاړ شې؟» حداد ځواب ورکړ: «هېڅ. خو ماته اجازه راکړئ چې لاړ شم!»
۲۳ خدای د سلیمان په وړاندې یو بل دښمن، یعنې رزون د الیاداع زوی هم راپورته کړ چې هغه د خپل بادار، هدد عزر څخه چې د صوبې پاچا ؤ، تښتېدلی ؤ. ۲۴ هغه خپل شاوخوا ته یو څو کسان راټول کړل او د یاغیانو د ډلې مشر شو. دا په هغه وخت کې وشو چې داود د صوبې ځواکونه له منځه یووړل. یاغیان دمشق ته لاړل، هلته هغوی ځای په ځای شول او د هغه ځای پاچا یې وټاکه. ۲۵ برسېره پر هغې ناارامۍ چې د حداد له خوا راپیدا کېدله، رزون هم د سلیمان د ژوند تر پایه د اسراییلو دښمن ؤ. رزون په سوریې باندې پاچاهي کوله او د اسراییلو څخه یې کرکه کوله.
۲۶ همدارنګه د نباط زوی یروبعام هم د پاچا په وړاندې یاغي شو. هغه د افرایم د صریده او د سلیمان د مامورینو څخه ؤ. د هغه مور صروعه نومېدله او کونډه وه. ۲۷ دا هغه کیسه ده چې څنګه هغه د پاچا په وړاندې یاغي شو. سلیمان د خپل پلار داود د ښار د دېوال سوری جوړاوه او د ختیځې خوا ځمکه یې ډکوله. ۲۸ یروبعام یو تکړه ځوان ؤ او کله چې سلیمان ولیدل چې هغه څومره سخت کار کوي، نو هغه یې د منسي او افرایم د قبیلو د ټولو مزدورانو مسوول وټاکه. ۲۹ یوه ورځ چې یروبعام د اورشلیم څخه دباندې روان ؤ، اخیا نبي چې د شیلوه څخه ؤ او نوې چپنه یې اغوستې وه، په لاره کې د هغه سره مخامخ شو. هغوی دواړه په صحرا کې یوازې وو. ۳۰ اخیا خپله نوې چپنه وویستله، هغه یې وشکوله او دولس ټوټې یې کړه. ۳۱ بیا یې یروبعام ته وویل: «لس ټوټې خپل ځان ته واخله، ځکه چې د اسراییلو څښتن خدای درته وایي: ‹ګوره، په دې نژدې وخت کې به زه د سلیمان څخه پاچاهي واخلم او لس قبیلې به تاته درکړم. ۳۲ خو د خپل خدمتګار داود او د اورشلیم په خاطر چې هغه مې د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه غوره کړی دی، سلیمان ته به یوه قبیله پرېږدم. ۳۳ زه ځکه دا کار کوم چې سلیمان او د اسراییلو خلکو زه پرېښودم او د پردیو خدایانو، یعنې د صیدونیانو د بت عشتاروت، د موآبیانو د بت کموش او د عمونیانو د بت مولک عبادت کوي. هغوی زما د امر څخه سرغړونه کړې ده، هغوی ګناه کړې ده او زما د قوانینو او حکمونو څخه یې پیروي نه ده کړې لکه څنګه چې د سلیمان پلار داود کوله. ۳۴ خو زه به د سلیمان څخه ټوله پاچاهي وانخلم. د خپل خدمتګار داود په خاطر چې ما غوره کړی ؤ او زما حکمونه او قوانین یې عملي کړي وو، هغه به پرېږدم چې د خپل مرګ تر وخته پورې پاچا وي. ۳۵ د سلیمان د زوی څخه به پاچاهي واخلم او تاته به لس قبیلې درکړم. ۳۶ خو زه به یوه قبیله د هغه زوی ته پرېږدم، ترڅو زما د خدمتګار داود څراغ په اورشلیم کې، په هغه ښار کې چې ما د خپل عبادت دپاره غوره کړی دی تل روښانه پاتې شي. ۳۷ ای یروبعامه! زه به تا د اسراییلو پاچا کړم او په هغې ټولې سیمې باندې به پاچاهي وکړې چې ته یې غواړې. ۳۸ که چېرې په کامل ډول زما اطاعت وکړې، زما د قوانینو له مخې ژوند وکړې، زما حکم سرته ورسوې او هغه کار وکړې چې زما په نظر ښه دی لکه څنګه چې زما خدمتګار داود کول، نو زه به تل ستا سره یم. زه به تا د اسراییلو پاچا کړم او په یقین سره به داسې وکړم لکه څنګه چې ما د داود دپاره وکړل، چې ستا اولاده به ستا څخه وروسته پاچاهي کوي. ۳۹ زه به د سلیمان د ګناه له امله د داود اولادې ته سزا ورکړم، خو تر ابده پورې نه.›»
۴۰ په دې خاطر سلیمان هڅه وکړه چې یروبعام ووژني، خو یروبعام د مصر پاچا شیشق ته وتښتېد او د سلیمان تر مړینې پورې هلته پاتې شو.
۴۱ د سلیمان د پاچاهۍ نورې ټولې پېښې، دا چې هغه څه کړي دي او هغه حکمت چې هغه ښودلی ؤ، د سلیمان د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۴۲ سلیمان څلوېښت کاله په اورشلیم کې په ټولو اسراییلو باندې پاچاهي وکړه. ۴۳ نو وروسته هغه مړ شو او د خپل پلار داود په ښار کې ښخ شو. د سلیمان په ځای د هغه زوی رحبعام پاچا شو.