د پاچاهانو لومړی کتاب

شپاړسم فصل

۱ څښتن د حناني د زوی ییهو نبي سره خبرې وکړې او هغه ته یې د بعشا دپاره دا پیغام ورکړ: ۲ «ته هېڅ شی نه وې، خو ما د خاورو څخه راپورته کړې او د خپل قوم اسراییلو مشر مې کړې. اوس دې د یروبعام په شان ګناه وکړه او زما د قوم اسراییلو د ګناهکار کېدلو سبب وګرځېدلې. د اسراییلیانو ګناهونو زما قهر راپارولی دی. ۳ نو زه به تا او ستا کورنۍ د یروبعام د کورنۍ په شان له منځه یوسم. ۴ ستا د کورنۍ هر غړی چې په ښار کې مړ شي هغه به سپي وخوري او هغه چې په صحرا کې مړ شي مرغان به یې وخوري.»

۵ د بعشا د پاچاهۍ نورې ټولې پېښې او د هغه د زړورتوب کارونه د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۶ بعشا مړ شو او په ترزې کې ښخ شو. د هغه زوی ایله د هغه په ځای پاچا شو.

۷ دا پیغام د څښتن له خوا د ییهو نبي په وسیله د بعشا او د هغه د کورنۍ په ضد د بعشا د هغې ګناه له امله ورکړل شو چې د څښتن په وړاندې یې کړې وه. هغه د څښتن قهر نه یوازې په دې راوپاراوه چې هغه داسې بد کارونه وکړل، لکه څنګه چې د هغه څخه مخکې یروبعام پاچا کړي وو، بلکې په دې هم چې هغه د یروبعام ټوله کورنۍ ووژله.

د اسراییلو پاچا ایله

۸ د یهودا د پاچا آسا د پاچاهۍ په شپږویشتم کال، ایله د بعشا زوی د اسراییلو پاچا شو او هغه دوه کاله په ترزه کې پاچاهي وکړه. ۹ زیمري چې د هغه د عسکري منصبدارانو د ډلې څخه ؤ او د نیمو شاهي جنګي ګاډیو مشري یې په غاړه وه د هغه په ضد یې یوه دسیسه جوړه کړه. یوه ورځ ایله په ترزې کې د ارصا په کور کې چې د ماڼۍ مسوول ؤ، نشه کوله. ۱۰ زیمري کور ته ورننوت، ایله یې وواژه او د هغه په ځای پاچا شو. دا پېښه د یهودا د پاچا آسا د پاچاهۍ په اووه ویشتم کال وشوه.

۱۱ څنګه چې زیمري پاچاهي پیل کړه او په تخت کښېناست، هغه د بعشا د کورنۍ ټول غړي ووژل. د هغه هېڅ یو نارینه خپلوان یا دوست یې ژوندی پرېنښود. ۱۲ نو د هغه څه له مخې چې څښتن د ییهو نبي په وسیله د بعشا په ضد ویلي وو، زیمري د بعشا ټوله کورنۍ ووژله. ۱۳ د هغوی د بت پرستۍ او ګناهونو له امله او په دې خاطر چې هغوی د اسراییلو د ګناهکار کېدلو سبب ګرځېدلي وو، بعشا او د هغه زوی ایله د اسراییلو د څښتن خدای قهر راوپاراوه. ۱۴ د ایله د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.

د اسراییلو پاچا زیمري

۱۵ د یهودا د پاچا آسا د پاچاهۍ په اووه ویشتم کال، زیمري اووه ورځې په ترزې کې په اسراییلو باندې پاچاهي وکړه. په دې وخت کې اسراییلي لښکرو د فلسطین د جبتون ښار کلابند کاوه. ۱۶ کله چې هغوی واورېدل چې زیمري د پاچا په ضد دسیسه جوړه کړې ده او هغه یې وژلی دی، په هماغه ورځ هغوی ټولو په کمپ کې خپل قوماندان عمري د اسراییلو د پاچا په توګه وټاکه. ۱۷ عمري د خپلو لښکرو سره د جبتون څخه لاړ او ترزه یې کلابند کړ. ۱۸ کله چې زیمري ولیدل چې ښار ونیول شو، هغه د ماڼۍ دنننۍ کلا ته ورننوت، کلا ته یې اور واچاوه او د اور په لمبو کې مړ شو. ۱۹ دا پېښه د څښتن په وړاندې د هغه د ګناهونو له امله وشوه. د یروبعام په شان هغه د خپلې ګناه په وسیله او دا چې د اسراییلو د قوم د ګناهکار کېدلو سبب ګرځېدلی ؤ، څښتن خفه کړ. ۲۰ نور ټول هغه کارونه چې زیمري کړي دي چې په هغو کې د هغه د دسیسې جوړولو کیسه هم شامله ده، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.

د اسراییلو پاچا عمري

۲۱ په هغه وخت کې د اسراییلو قوم په دوه ډلو باندې ووېشل شو. نیم قوم د جینت د زوی تبني څخه ملاتړ کاوه چې هغه پاچا شي او نیم د عمري څخه ملاتړ کاوه. ۲۲ خو په پای کې د عمري پلویان برلاسي شول. نو تبني مړ شو او عمري پاچا شو.

۲۳ د یهودا د پاچا آسا د پاچاهۍ په یو دېرشم کال، عمري د اسراییلو پاچا شو او دولس کاله یې پاچاهي وکړه. لومړني شپږ کاله یې په ترزه کې پاچاهي وکړه. ۲۴ وروسته یې د سامرې غونډۍ په اویا کیلو ګرامو سپینو زرو د سامر په نوم د یو سړي څخه واخیستله. عمري د هغه غونډۍ څخه پاخه دېوالونه تاو کړل، هلته یې یو ښار جوړ کړ او په هغه یې سامره نوم کېښود، یعنې هغه یې د غونډۍ د پخواني خاوند سامر په نوم یاد کړ.

۲۵ عمري د هغو ټولو پاچاهانو نه چې د ده څخه مخکې تېر شوي وو، د څښتن په وړاندې زیاته ګناه وکړه. ۲۶ عمري د یروبعام په شان هم ګناه وکړه او د اسراییلو د قوم د ګناهکار کېدلو سبب وګرځېد. هغوی په خپلې بت پرستۍ سره د اسراییلو د څښتن خدای قهر راوپاراوه. ۲۷ د عمري د پاچاهۍ نورې پېښې او د هغه د زړورتوب کارونه د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۲۸ عمري مړ شو او په سامره کې ښخ شو. د هغه زوی اخاب د هغه په ځای پاچا شو.

اخاب د اسراییلو پاچا کیږي

۲۹ د یهودا د پاچا آسا د پاچاهۍ په اته دېرشم کال، اخاب د عمري زوی د اسراییلو پاچا شو او دوه ویشت کاله یې په سامره کې پاچاهي وکړه. ۳۰ اخاب د هغو ټولو پاچاهانو په پرتله چې د هغه څخه مخکې تېر شوي وو د څښتن په وړاندې زیاته ګناه وکړه. ۳۱ د هغه دپاره دا بس نه وه چې د یروبعام پاچا په شان ګناه وکړي. هغه نور هم مخکې لاړ او د صیدون د پاچا اتبعل د لور ایزابل سره یې واده وکړ، هم یې د بعل خدمت او هم یې هغه ته سجده وکړه. ۳۲ هغه په سامره کې د بعل دپاره یو عبادتځای او د قربانۍ ځای هم جوړ کړ او هغه یې په عبادتځای کې ځای په ځای کړ. ۳۳ همدارنګه اخاب د اشیره بت هم جوړ کړ او هغه د اسراییلو د مخکینیو پاچاهانو په پرتله ډېر داسې کارونه وکړل چې د اسراییلو د څښتن خدای قهر یې راوپاراوه.

۳۴ د اخاب د پاچاهۍ په دوران کې د حي ییل په نوم یو کس چې د بیت ییل څخه ؤ، د اریحا ښار یې یوځل بیا ودان کړ. لکه څنګه چې څښتن د نون د زوی یوشع په وسیله پېشګویي کړې وه، کله چې حي ییل د اریحا بنیاد کېښود، خپل مشر زوی ابیرام یې له لاسه ورکړ او چې کله یې د هغې دروازې جوړې کړې، نو خپل کشر زوی سجوب یې له لاسه ورکړ.