۰:۰۰ / ۰:۰۰

د بادشاهانو اول کِتاب

شلم باب

شام سره جنګ

۱ د شام بادشاه بِن‌حدد خپل ټول فوج راغونډ کړو او دوه دېرشو نورو بادشاهانو يې د خپلو آسونو او جنګى ګاډو سره ملګرتيا کوله، هغه روان شو، سامريه يې محاصره کړه او په دې باندې يې د حملې تيارے وکړو. ۲ هغۀ ښار ته پېغام وړُونکى ولېږل چې د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب ته ووائى، ۳ ”بِن‌حدد بادشاه غواړى چې تۀ هغۀ ته خپل سپين زر او سرۀ زر حواله کړې او خپلې ښې ښځې او بچى هم ورکړې.“ ۴ اخى‌اب ورته ووئيل، ”بِن‌حدد ته ووايئ چې، بادشاه سلامت، زۀ تيار يم، زۀ او زما هر څۀ ستا شول.“ ۵ وروستو پېغام وړُونکى د بِن‌حدد د دې بلې مطالبې سره بيا راغلل، ”ما تا له خبر درلېږلے وو چې تۀ به ما ته خپل سپين زر او سرۀ زر او خپلې ښځې او بچى حواله کوې. ۶ خو اوس به زۀ خپل آفسران درولېږم چې ستا محل او ستا د آفسرانو کورونه ولټوى او چې د هغوئ څۀ هم خوښ شى نو هغه به ترېنه را اوچت کړى. هغوئ به سبا تقريباً دا وخت هلته وى.“ ۷ اخى‌اب بادشاه د مُلک ټول مشران راغوښتل او ورته يې ووئيل، ”تاسو ته پته ده چې دا سړے مونږ تباه کول غواړى. هغۀ ما له يو پېغام راولېږلو چې زما نه يې زما ښځې، بچى، سپين زر او سرۀ زر غوښتل او ما دا خبره ومنله.“ ۸ خو مشرانو او خلقو ورته ووئيل، ”هغه چې څۀ وائى نو هغه کار مۀ کوه.“ ۹ نو اخى‌اب د بِن‌حدد پېغام وړونکو ته ووئيل، ”بادشاه سلامت ته ووايئ چې ما د هغۀ وړومبۍ مطالبه ومنله، خو دا دوېمه نۀ شم منلے.“ نو پېغام وړُونکى بِن‌حدد له د دې جواب سره واپس راغلل. ۱۰ نو د بِن‌حدد نه يې دا پېغام راوړو، ”ما دې خُدايان ووهى او مړ مې دې کړى کۀ د سامريه دومره خاوره هم پاتې شى چې زما فوجيان يې په موټى کښې راواخلى.“ ۱۱ اخى‌اب بادشاه ورته ووئيل، ”بِن‌حدد بادشاه ته ووايئ چې تکړه فوجى د جنګ نه مخکښې نۀ بلکې وروستو لافې وهى.“ ۱۲ بِن‌حدد ته د اخى‌اب جواب په هغه وخت کښې مِلاو شو چې هغۀ او نورو بادشاهانو په خپلو خېمو کښې مے څښل. هغۀ خپلو سړو له حُکم ورکړو چې په ښار باندې د حملې دپاره تيار شئ، نو هغوئ د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل. ۱۳ نو يو پېغمبر اخى‌اب بادشاه له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ فرمائى چې تۀ دا لوئ لښکر وينې؟ هم نن به زۀ تا له په دې باندې فتح درکړم او تا ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“ ۱۴ اخى‌اب ترې نه تپوس وکړو، ”د حملې مشرى به څوک کوى؟“ پېغمبر ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ فرمائى چې د ضِلعو د حکمرانانو د مشرۍ لاندې به ځوانان فوجيان حمله وکړى.“ بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”جنګ به څوک شروع کړى؟“ پېغمبر ورته وفرمائيل، ”تۀ به يې شروع کړې.“ ۱۵ نو بادشاه زلمى فوجيان راوغوښتل چې هغوئ د ضِلعو د حکمرانانو د مشرۍ لاندې وُو، دا ټول دوه سوه او دوه دېرش وُو. بيا هغۀ د اِسرائيل لښکر راوغوښتلو چې ټول اووۀ زره سړى وُو. ۱۶ د اِسرائيل لښکر د غرمې په وخت د جنګ دپاره راووتل، چې په دې وخت کښې بِن‌حدد او د هغۀ دوه دېرش ملګرى په خپلو خېمو کښې نشه وُو. ۱۷ اول زلمى فوجيان وړاندې لاړل. بِن‌حدد چې کوم جاسوسان لېږلى وُو نو هغوئ ورته ووئيل چې، ”څۀ فوجيان د سامريه نه راروان دى.“ ۱۸ هغۀ حُکم وکړو، ”کۀ هغوئ د جنګ يا د صُلحې دپاره راروان وى نو ژوندى يې ونيسئ.“ ۱۹ زلمى فوجيانو د جنګ مشرى کوله، چې د اِسرائيل لښکر ورپسې وو، ۲۰ او هر فوجى يو يو دشمن ووژلو. شاميان وتښتېدل، اِسرائيليان ورپسې وُو، خو بِن‌حدد او د هغۀ ملګرى په آسونو باندې وتښتېدل. ۲۱ اخى‌اب بادشاه راووتلو، په آسونو او جنګى ګاډو باندې يې حمله وکړه او شاميانو له يې يو مضبوط شکست ورکړو. ۲۲ بيا پېغمبر اخى‌اب بادشاه له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”واپس لاړ شه او خپل فوجيان تيار کړه او صحيح منصوبې جوړې کړه، ځکه چې د شام بادشاه به په راتلونکى سپرلى کښې بيا حمله کوى.“

د شاميانو دوېمه حمله

۲۳ د بِن‌حدد آفسرانو هغۀ ته ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو خُدايان د غرونو خُدايان دى، نو ځکه اِسرائيل مونږ له شکست راکړو. خو کۀ مونږ د هغوئ سره په مېدانونو کښې جنګ وکړُو نو مونږ به يقيناً هغوئ له شکست ورکړُو. ۲۴ نو هغه دوه دېرش بادشاهان د مشرۍ نه لرې کړه او د هغوئ په ځائ فوجى مشران مقرر کړه. ۲۵ بيا د هغه لښکر هومره يو بل لوئ لښکر راغونډ کړه کوم چې ستا نه تلى وُو او هم هغه هومره آسونه او جنګى ګاډۍ ورکړه. مونږ به د اِسرائيليانو سره په مېدانونو کښې جنګ وکړُو او دا ځل به هغوئ له شکست ورکړُو.“ بِن‌حدد بادشاه د هغوئ خبره ومنله او هم داسې يې وکړل. ۲۶ په ورپسې سپرلى کښې هغۀ خپل سړى راوغوښتل او د هغوئ سره افيق ښار ته روان شو چې په اِسرائيل حمله وکړى. ۲۷ اِسرائيليان راغونډ کړے شول او د جنګ سامان يې راواخستلو، هغوئ روان شول او شاميانو ته مخامخ يې خېمې ولګولې. اِسرائيليان د شاميانو په مقابله کښې د چېلو د دوو وړو رَمو په شان ښکارېدل خو د شاميانو نه ګېرچاپېره مُلک ډک وو. ۲۸ يو پېغمبر اخى‌اب بادشاه له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى چې شاميان وائى چې زۀ د مېدانونو نۀ، بلکې د غرونو خُدائ يم، نو ځکه به زۀ تاسو د هغوئ په لوئ لښکر باندې بريالى کړم او تاسو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“ ۲۹ اووۀ ورځې شاميان او اِسرائيليان په خپلو خېمو کښې يو بل ته مخامخ ايسار وُو. په اوومه ورځ باندې هغوئ جنګ شروع کړو او بنى اِسرائيلو يو لاک شاميان ووژل. ۳۰ او باقى ژوندى پاتې شوى افيق ښار ته وتښتېدل، چرته چې د هغوئ په اوويشت زره سړو باندې د ښار دېوالونه راوغورزېدل. بِن‌حدد هم ښار ته وتښتېدو او د يو کور په دنننۍ کوټه کښې پټ شو. ۳۱ د هغۀ آفسران ورغلل او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ اورېدلى دى چې د اِسرائيل بادشاهان رحم کوونکى وى. مونږ له اجازت راکړه چې د ملا نه د ټاټ جامې او د مرۍ نه پړى تاو کړُو او د اِسرائيل بادشاه له ورشُو او کېدے شى چې هغه تا ژوندے پرېږدى.“ ۳۲ نو هغوئ د خپلې ملا نه د ټاټ جامې او د مرۍ نه پړى تاو کړل او اخى‌اب له لاړل او ورته يې ووئيل، ”ستا خِدمت کوونکے بِن‌حدد تا ته د خپل ژوند سوال کوى.“ اخى‌اب ورته ووئيل، ”هغه لا ژوندے دے څۀ؟ ټيک ده، هغه زما ورور دے.“ ۳۳ د بِن‌حدد آفسران د يوې ښې خبرې په طمع وُو او چې کله اخى‌اب ووئيل چې ”ورور“ نو هغوئ فوراً پوهه شول او وې وئيل، ”لکه څنګه چې تا ووئيل، بِن‌حدد ستا ورور دے.“ نو اخى‌اب حُکم وکړو، ”هغه ما له راولئ.“ کله چې بِن‌حدد راورسېدو، نو اخى‌اب ورته ووئيل چې د هغۀ سره په جنګى ګاډۍ کښې سور شى. ۳۴ بِن‌حدد هغۀ ته ووئيل، ”زما پلار چې ستا پلار نه کوم ښارونه اخستى وُو نو هغه به تا له واپس درکړم او تۀ په دمشق کښې د خپل ځان دپاره يو کاروبارى مرکز جوړولے شې، لکه څنګه چې زما پلار په سامريه کښې کړى وُو.“ اخى‌اب ورته ووئيل، ”نو په دې شرطُونو به زۀ تا آزاد کړم.“ اخى‌اب د هغۀ سره يوه معاهده وکړه او بِن‌حدد يې پرېښودو چې لاړ شى.

د يو پېغمبر اخى‌اب ته بدرد وئيل

۳۵ د مالِک خُدائ په حُکم د پېغمبرانو د قبيلې يو کس خپل ملګرى پېغمبر ته وفرمائيل چې ما ووهه. خو هغۀ اِنکار وکړو، ۳۶ نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”تا د مالِک خُدائ د حُکم نافرمانى کړې ده، نو په دې وجه تۀ چې څنګه زما نه لاړ شې نو يو زمرے به دې ووژنى.“ او چې څنګه هغه لاړو نو يو زمرے راغلو او هغه يې ووژلو. ۳۷ نو هم دغه پېغمبر يو بل سړى له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”ما ووهه،“ نو دې سړى هغه ووهلو، او دومره سخت يې ووهلو چې زخمى شو. ۳۸ پېغمبر خپل مخ په پټۍ باندې وتړلو، چې خپل شکل بدل کړى او لاړو او د سړک په غاړه ودرېدو او د اِسرائيل د بادشاه د تېرېدو اِنتظار يې کولو. ۳۹ کوم وخت چې بادشاه تېرېدو، نو هغه پېغمبر ورته آواز وکړو او ورته يې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، زۀ په جنګ کښې جنګېدم چې يو فوجى ما له يو نيولے شوے دشمن راوستلو او راته يې ووئيل، دې سړى ته ګوره، کۀ دے درنه وتښتى، نو د دې سړى په بدل کښې به خپل ژوند ورکوې او يا به درې زره د سپينو زرو سيکې جرمانه ورکوې. ۴۰ خو زۀ په نورو کارونو کښې مصروف شوم او هغه سړے وتښتېدو.“ بادشاه ورته وفرمائيل، ”تا په خپله خبره کښې خپله فېصله کړې ده او تا ته به سزا ملاويږى.“ ۴۱ نو پېغمبر د خپل مخ نه پټۍ لرې کړه او بادشاه هغه فوراً وپېژندو چې دا خو پېغمبر دے. ۴۲ بيا پېغمبر بادشاه ته وفرمائيل، ”دا د مالِک خُدائ کلام دے چې تا هغه سړى له د تښتېدو اجازت ورکړو د کوم د وژلو چې ما حُکم درکړے وو، نو د هغۀ د ژوند په بدل کښې به خپل ژوند ورکوې او ستا خلق به ځکه تباه شى چې د هغۀ خلق يې تښتېدو ته پرېښى دى.“ ۴۳ نو بادشاه په يره او خفګان کښې واپس سامريه ته لاړو.