۰:۰۰ / ۰:۰۰

د بادشاهانو اول کِتاب

يويشتم باب

د نبوت د انګورو باغ

۱ نو په يزرعيل کښې د سامريه د اخى‌اب بادشاه د محل سره نزدې د انګورو يو باغ وو چې د نبوت نومې سړى وو. ۲ يوه ورځ اخى‌اب نبوت ته ووئيل، ”د انګورو باغ دې ما له راکړه، دا زما د محل سره نزدې دے او زۀ د دې زمکې نه د سبزۍ باغ جوړول غواړم. زۀ به تا له د دې نه ښۀ د انګورو باغ درکړم، يا کۀ تۀ وائې نو زۀ به د دې قيمت درکړم.“ ۳ نبوت ورته ووئيل، ”د انګورو دا باغ ما ته د پلار نيکۀ نه په ميراث کښې مِلاو شوے دے، مالِک خُدائ دې ونۀ کړى چې زۀ دا تا له درکړم.“ ۴ اخى‌اب کور ته لاړو او چې نبوت ورته څۀ وئيلى وُو په هغې باندې خفه او غصه وو. هغه په خپل کټ کښې څملاستو، ځان يې مرَور کړو او خوراک يې نۀ کولو. ۵ د هغۀ ښځه ايزبل ورغله او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ ولې دومره خفه يې؟ او خوراک ولې نۀ کوې؟“ ۶ نو هغۀ ورته ووئيل، ”دا ځکه چې نبوت يزرعيلى ته ما ووئيل چې زۀ به درنه د انګورو باغ په پېسو واخلم، يا کۀ غواړې نو زۀ به د دې باغ په ځائ بل باغ درکړم، خو هغۀ راته ووئيل، چې باغ تا له نۀ درکوم.“ ۷ ايزبل ورته ووئيل، ”نو تۀ د اِسرائيل بادشاه يې کۀ نه؟“ د کټ نه پاڅه، ”خپل زړۀ خوشحال کړه او خوراک وکړه. زۀ به تا له د نبوت د انګورو باغ واخلم.“ ۸ بيا هغې يو څو خطونه وليکل، د اخى‌اب دستخط يې ورباندې وکړو، د هغۀ مهر يې ورباندې ولګولو او د هغه ښار آفسرانو او مشرانو ته يې ولېږل چرته چې نبوت اوسېدو. ۹ په خطونو کښې ليکلى شوى وُو، ”اعلان وکړئ چې خلق روژه ونيسى، خلق دې راغونډ شى او نبوت له د عزت ځائ ورکړى. ۱۰ دوه بدمعاشان د هغۀ مخامخ کښېنوئ چې اِلزام ورباندې ولګوى چې هغۀ د خُدائ پاک او بادشاه ګستاخى کړې ده. بيا هغه د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ چې مړ شى.“ ۱۱ نو د نبوت ښار اوسېدونکو مشرانو او آفسرانو هم هغه شان وکړل لکه څنګه چې ورته ايزبل په هغه خطونو کښې ليکلى وُو. ۱۲ هغوئ اعلان وکړو چې نن روژه ونيسئ، خلق راغونډ شول او نبوت له يې د عزت ځائ ورکړو. ۱۳ هغه دوو بدمعاشانو د خلقو په مينځ کښې په هغۀ اِلزام ولګولو چې هغۀ د خُدائ پاک او د بادشاه ګستاخى کړې ده، نو هغه د ښار نه بهر بوتلے شو او سنګسار يې کړو. ۱۴ نو ايزبل ته دا پېغام ولېږلے شو چې، ”نبوت سنګسار شوے دے او مړ دے.“ ۱۵ څنګه چې ايزبل ته دا پېغام مِلاو شو، نو هغې اخى‌اب ته ووئيل، ”نبوت مړ دے نو لاړ شه او د انګورو هغه باغ قبضه کړه، چې کوم يې په تا باندې نۀ خرڅولو.“ ۱۶ نو اخى‌اب فوراً د انګورو باغ ته لاړو او قبضه يې کړو. ۱۷ بيا د مالِک خُدائ کلام د تِشبى پېغمبر په الياس نازل شو چې، ۱۸ ”د سامريه بادشاه اخى‌اب له لاړ شه. هغه به تۀ د نبوت د انګورو په باغ کښې ووينې، چې په کوم باندې قبضه کوى. ۱۹ هغۀ ته ووايه چې زۀ مالِک خُدائ هغۀ ته فرمايم چې د هغه سړى د وژلو نه پس، د هغۀ په جائيداد قبضه هم کوې څۀ؟ هغۀ ته ووايه چې زۀ داسې فرمايم، په کوم ځائ کښې چې سپو د نبوت وينه وڅټله نو سپى به هلته ستا وينه هم وڅټى.“ ۲۰ کله چې اخى‌اب الياس وليدو، نو هغۀ ورته ووئيل، ”زما دشمنه، زۀ دې پېدا کړم؟“ الياس ورته وفرمائيل، ”آو، تۀ مې پېدا کړې، تا خپل ځان هغه څۀ ته حواله کړے دے چې د مالِک خُدائ په نظر کښې غلط دى. ۲۱ نو مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې زۀ په تا تباهى راولم. زۀ به تا لرې کړم او ستا د خاندان هر يو نر کس به ختم کړم، کۀ هغه بوډا وى او کۀ ځوان وى. ۲۲ ستا خاندان به د نباط زوئ يربعام بادشاه په شان او د اخياه د زوئ بعشا بادشاه د خاندان په شان شى، ځکه چې اِسرائيليان دې د ګناه طرف ته بوتلى دى نو تا زما غصه راپارولې ده. ۲۳ او مالِک خُدائ د ايزبل په حقله فرمائى چې د يزرعيل په ښار کښې به سپى د هغې لاش وخورى. ۲۴ ستا هر يو خپلوان چې په ښار کښې مړ شى نو سپى به يې وخورى او څوک چې په مېدان کښې مړۀ شى نو مارغان به يې وخورى.“ ۲۵ د اخى‌اب په شان داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې د مالِک خُدائ په نظر کښې يې دومره بد عمل کړے وو او خپلې ښځې ايزبل ورباندې دا کار کړے دے. ۲۶ هغۀ ډېر د بې‌شرمۍ ګناهونه وکړل چې د بُتانو عبادت يې وکړو، لکه څنګه چې اموريانو کړى وُو، کوم چې مالِک خُدائ په هغه وخت کښې د هغه مُلک نه شړلى وُو چې بنى اِسرائيل مخ په وړاندې تلل. ۲۷ کله چې اخى‌اب د الياس دا خبرې واورېدې، نو اخى‌اب خپلې جامې وشلولې او وې ويستلې او د ټاټ جامې يې واغوستلې. هغۀ خوراک نۀ کولو، د ټاټ په جامو کښې اودۀ کېدو او سر وهلے بر وهلے ګرځېدو. ۲۸ د مالِک خُدائ کلام په الياس پېغمبر نازل شو چې، ۲۹ ”تا ته پته لګېدلې ده څۀ چې اخى‌اب ما ته خپل ځان څومره عاجز کړے دے؟ نو چې ترڅو پورې هغه ژوندے وى نو زۀ به په هغۀ تباهى نۀ راولم، خو د هغۀ د خپل زوئ په ژوند کښې به زۀ د اخى‌اب په خاندان باندې تباهى راولم.“