د اول پادشاهان کتاب

دوهم فصل

سلیمان ته د داود وصیت

۱کله چې د داود د مړینې وخت رانژدې شو، خپل زوی سلیمان یې راوغوښت او خپل وصیت یې ورته وکړ: ۲<زما د مړینې وخت رارسېدلی دی، نو قوي او زړور اوسه ۳او څه چې ستا څښتن خدای یې درڅخه غواړي هماغسې وکړه. د هغه په لاره لاړ شه او د هغه په قوانینو او حکمونو باندې لکه څنګه چې د موسیٰ په شریعت کې لیکل شوي دي عمل وکړه، ترڅو په هر کار کې چې ته یې کوې او هر چېرته چې ځې نېکمرغه واوسې. ۴که چېرې د هغه اطاعت وکړې، نو څښتن به هغه وعده عملي کړي چې زما سره یې کړې وه. ماته یې ویلي وو: ستا اولاده به تر هغې پورې په اسراییلو باندې حکومت کوي ترڅو پورې چې هغوی په وفادارۍ او د زړه له کومي زما حکمونو ته غاړه کېږدي.

۵بله خبره دا چې تاته په یاد دي چې د زرویه زوی یوآب زما سره څه وکړل، هغه د اسراییلو د لښکرو قوماندانان یعنې ابنیر د نیر زوی او عماسا د یتر زوی ووژل. هغوی یې د سولې په وخت کې د هغو وژنو په بدل کې ووژل چې د جګړې په وخت کې یې وژلي وو. د هغه لاسونه د بې ګناه سړیو په وینو ککړ دي. ۶ته د عقل نه کار واخله، هغه مه پرېږده چې سپین ږیری شي او په طبیعي مرګ مړ شي.

۷مګر د جلعادي برزلای په زامنو باندې مهربانه اوسه او هغوی په هغو خلکو کې شامل کړه چې ستا په دسترخوان باندې ډوډۍ خوري. ځکه کله چې زه ستا د ورور ابشالوم څخه وتښتېدم هغوی زما سره ودرېدل.

۸یاد ساته چې شمعي د بنیامیني جیرا زوی چې د بحوریم څخه دی هم ستا سره دی. په هغه ورځ چې زه محنایم ته لاړم، هغه په ما باندې ډېر سخت لعنت ووایه. مګر کله چې هغه زما د لیدلو دپاره د اردن د سیند غاړې ته راغی، ما د څښتن په نامه هغه ته قسم وخوړ چې زه به هغه ونه وژنم. ۹خو ته هغه بې سزا مه پرېږده. ته پوه سړی یې او په دې باندې پوهېږې چې د هغه سره باید څه وکړې. که څه هم هغه سپین ږیری دی، باید ووژل شي.>

د داود مړینه

۱۰داود مړ شو او د داود په ښار کې ښخ شو. ۱۱هغه څلوېښت کاله په اسراییلو باندې پادشاهي وکړه - اووه کاله په حبرون کې او دري دېرش کاله په اورشلیم کې. ۱۲نو سلیمان د خپل پلار داود په تخت باندې کښېناست او د هغه پادشاهي ټینګه شوه.

د ادونیا وژنه

۱۳یوه ورځ د حجیت زوی ادونیا د سلیمان مور بتشبع ته ورغی. بتشبع د هغه څخه پوښتنه وکړه: <ته د سولې سره راغلی یې؟>

هغه ځواب ورکړ: <هو، د سولې سره.> ۱۴بیا هغه زیاته کړه: <زه غواړم ستاسو سره خبرې وکړم.>

هغې ځواب ورکړ: <څه غواړې چې ووایې؟>

۱۵هغه وویل: <لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، پادشاهي زما وه. ټولو اسراییلیانو ماته د پادشاه په سترګه کتل. مګر هرڅه بدل شول او زما ورور پادشاه شو ځکه چې دا د څښتن رضا وه. ۱۶اوس زه یوه غوښتنه لرم، هیله ده چې هغه رد نه کړئ.>

بتشبع ځواب ورکړ: <څه غوښتنه؟>

۱۷هغه ځواب ورکړ: <د سلیمان پادشاه څخه غوښتنه وکړئ چې هغه ځوانه ښځه ابیشګ چې د شونم څخه ده ماته راکړي چې واده ورسره وکړم. زه پوهېږم چې هغه به ستاسو غوښتنه رد نه کړي.>

۱۸هغې ځواب ورکړ: <ډېر ښه، زه به ستا دپاره د پادشاه سره خبرې وکړم.>

۱۹نو بتشبع سلیمان پادشاه ته ورغله چې د هغه سره د ادونیا دپاره خبرې وکړي. پادشاه خپلې مور ته د هرکلي ویلو دپاره راپاڅېده او هغې ته یې د درناوي سر ټیټ کړ. بیا هغه په خپل تخت باندې کښېناست او بل تخت یې راوغوښت او مور یې د هغه ښي لاس ته په تخت باندې کښېناستله. ۲۰بتشبع وویل: <ستا څخه یوه کوچنۍ غوښتنه لرم، هغه رد نه کړې.>

پادشاه په ځواب کې وویل: <ای زما مورې، ووایه، زه به ستا غوښتنه رد نه کړم.>

۲۱نو هغې وویل: <پرېږده چې ستا ورور ادونیا د ابیشګ سره واده وکړي.> ۲۲پادشاه پوښتنه وکړه: <ولې زما څخه غواړې چې ابیشګ هغه ته ورکړم؟ کېدای شي چې دا هم زما څخه وغواړې چې تخت هم ورته ورکړم. آخر هغه زما مشر ورور دی او ابیاتار کاهن او یوآب د هغه پلویان دي.> ۲۳نو سلیمان پادشاه د څښتن په نوم قسم وخوړ او ویې ویل: <که چېرې ادونیا مې د دې غوښتنې په خاطر ژوندی پرېښود، نو خدای دې ما ووژني. ۲۴څښتن زه د خپل پلار داود په ځای پادشاه کړی یم او زما پادشاهي یې ټینګه کړې ده. هغه خپله وعده ترسره کړې ده او ماته او زما اولادې ته یې پادشاهي ورکړې ده. زه د ژوندي څښتن په نامه قسم خورم چې ادونیا به همدا نن ووژل شي!> ۲۵نو سلیمان بنایاه د یهویاداع زوی ته حکم وکړ، هغه لاړ او ادونیا یې وواژه.

د ابیاتار شړل او د یوآب وژنه

۲۶پادشاه ابیاتار کاهن ته وویل: <بېرته خپلې ځمکې او ځای عناتوت ته لاړ شه. ته د مرګ لایق یې، مګر اوس دې نه وژنم ځکه چې هغه وخت چې ته زما د پلار داود سره وې د څښتن تعالیٰ د لوظ صندوق به دې د هغه سره یووړ. په ټولو سختیو کې د هغه سره یوځای وې.> ۲۷نو سلیمان ابیاتار د څښتن د کاهنتوب څخه لېرې کړ. په دې ډول یې د څښتن هغه خبره ترسره کړه چې د عیلي کاهن او د هغه د اولادې په باره کې یې په شیلوه کې کړې وه.

۲۸کله چې یوآب د دې پېښې څخه خبر شو، هغه د څښتن خېمې ته وتښتېده او د قربانۍ د ځای ښکرونه یې ونیول. (یوآب د ادونیا ملاتړ کاوه، خو د ابشالوم څخه یې ملاتړ نه ؤ کړی.) ۲۹سلیمان پادشاه خبر شو چې یوآب د څښتن خېمې ته تښتېدلی دی او د قربانۍ د ځای په خوا کې دی. نو سلیمان بنایاه ته امر وکړ: <لاړ شه او هغه ووژنه!> ۳۰هغه د څښتن خېمې ته ورغی او یوآب ته یې وویل: <پادشاه حکم کوي چې دباندې راووزه.>

یوآب په ځواب کې وویل: <نه، زه غواړم چې دلته مړ شم.> بنایاه بېرته پادشاه ته ورغی او د یوآب خبره یې ورته وکړه.

۳۱نو بیا پادشاه بنایاه ته امر وکړ: <څنګه چې هغه وایي هماغسې وکړه. هغه ووژنه او ښخ یې کړه ترڅو د هغو بې ګناه خلکو د وینو د ملامتۍ څخه چې یوآب توی کړې وې زه او زما د پلار نوره اولاده پاکه شي. ۳۲څښتن به یوآب ته د هغو قتلونو په خاطر سزا ورکړي چې هغه کړي وو او زما پلار داود د هغو څخه خبر نه ؤ. یوآب هغه دوه سړي ووژل چې د هغه څخه نېک او بهتر وو، یعنې ابنیر د اسراییلو د لښکرو قوماندان او عماسا د یهودا د لښکرو قوماندان. ۳۳د هغوی د قتلونو سزا به د تل دپاره د یوآب او د هغه د اولادې په غاړه وي. مګر څښتن به همېشه د داود اولادې ته چې د هغه په تخت باندې کښېني سوله ور په برخه کړي.>

۳۴نو بنایاه سپېڅلې خېمې ته لاړ او یوآب یې وواژه. د هغه مړی په خپله ځمکه کې چې په دښته کې وه ښخ شو. ۳۵پادشاه د یوآب په ځای بنایاه د لښکرو قوماندان کړ او صادوق کاهن یې د ابیاتار په ځای وټاکه.

د شمعي وژنه

۳۶وروسته بیا پادشاه شمعي راوغوښت او هغه ته یې وویل: <د خپل ځان دپاره په اورشلیم کې کور جوړ کړه او هلته اوسېږه، مګر بل هیڅ چېرته لاړ نه شې. ۳۷هغه ورځ چې ته لاړ شې او د قدرون له درې څخه پورې وزې، نو پوه شه چې ته به مړ شې او ته به په خپله ملامت یې.>

۳۸شمعي پادشاه ته په ځواب کې وویل: <ډېر ښه اعلیحضرته! څنګه چې تاسو وایئ هماغسې به وکړم.> نو شمعي د ډېرې مودې دپاره په اورشلیم کې پاتې شو.

۳۹خو درې کاله وروسته د شمعي دوه غلامان د جت پادشاه آخیش د معکه زوی ته وتښتېدل. کله چې شمعي واورېدل چې هغوی په جت کې دي، ۴۰هغه په خپل خره باندې کته واچوله او آخیش پادشاه ته ورغی چې خپل غلامان پیدا کړي. هغه یې پیدا کړل او بېرته یې خپل کور ته راوستل. ۴۱کله چې سلیمان ته خبر ورسېده چې شمعي د اورشلیم څخه جت ته تللی ؤ او بېرته راستون شوی دی، ۴۲پادشاه شمعي راوغوښت او هغه ته یې وویل: <آیا تاته مې د څښتن په نوم قسم او خبرداری نه ؤ درکړی چې په هغه ورځ چې د اورشلیم نه ووځې او بل چېرته لاړ شې، مړ به شې؟ تا هغه وخت زما امر ومانه. ۴۳نو ولې دې هغه قسم مات کړ چې د څښتن سره دې کړی ؤ او زما د امر څخه دې هم سرغړونه وکړه؟>

۴۴همدارنګه پادشاه شمعي ته وویل: <ته په خپل زړه کې په خپلو هغو ټولو بدیو باندې پوهېږې چې زما د پلار داود سره دې کړې دي. اوس به څښتن تاته ستا د بدو کارونو سزا درکړي. ۴۵مګر څښتن به ماته برکت راکړي او هغه به د داود پادشاهي تل تر تله ټینګه وساتي.>

۴۶نو بیا پادشاه بنایاه ته حکم وکړ او هغه شمعي دباندې وویست او ویې واژه. نو پادشاهي د سلیمان په لاسونو کې ټینګه پاتې شوه.