د پاچاهانو لومړی کتاب

پنځم فصل

د څښتن د کور د جوړولو تیاری

۱ د صور پاچا حیرام تل د داود ملګری ؤ او کله چې هغه واورېدل چې سلیمان د خپل پلار داود په ځای پاچا شوی دی، هغه ته یې خپل استازي واستول. ۲ سلیمان بېرته حیرام ته دغه پیغام ورواستاوه: ۳ «تاسو پوهېږئ چې زما پلار داود د هغو جګړو له امله چې د هغه شاوخوا دښمنو هېوادونو په وړاندې یې درلودلې، ونه شو کولای چې د خپل څښتن خدای د عبادت دپاره کور جوړ کړي، تر هغې پورې چې څښتن د هغه دښمنان د هغه تر پښو لاندې کړل. ۴ خو اوس زما څښتن خدای ماته زما په ټولو سرحدونو کې ارامي راکړې ده. زه هېڅ دښمن نه لرم او د حملې هېڅ خطر نشته. ۵ لکه څنګه چې څښتن زما د پلار داود سره وعده کړې وه او ویلي یې وو: ستا زوی چې زه به یې ستا په ځای په تخت باندې کښېنوم هغه به زما دپاره کور جوړ کړي. نو له دې امله ما نیت کړی دی چې د خپل څښتن خدای د عبادت دپاره کور جوړ کړم.» ۶ سلیمان زیاته کړه: «نو تاسو حکم ورکړئ چې زما دپاره د لبنان څخه د سبر د ونو لرګي پرې کړی شي. زما سړي به ستاسو د سړیو سره کار کوي او هرڅومره اجوره چې تاسو ورته ټاکئ، ستاسو کسانو ته به یې ورکړم. تاسو پوهېږئ چې مونږ داسې څوک نه لرو چې تاسو صیدونیانو په شان د ونو په پرې کولو کې ماهر وي.»

۷ کله چې حیرام د سلیمان پیغام واورېد، هغه ډېر خوشحاله شو او ویې ویل: «څښتن ته دې ثنا وي، ځکه چې داود ته یې پوه زوی ورکړی دی چې په دې لوی قوم باندې پاچاهي وکړي.» ۸ نو حیرام سلیمان ته دا پیغام واستاوه: «هغه پیغام چې ماته مو رالېږلی ؤ ما تر لاسه کړ، زه به ستاسو غوښتنه پوره کړم. زه به تاسو ته د سبر او سروې د ونو لرګي تیار کړم. ۹ زما کسان به هغه لرګي د لبنان څخه بحیرې ته راښکته کړي، هغه به د تختو په شان د یو بل سره وتړي او د بحیرې په غاړه به یې هغه ځای ته چې تاسو یې ټاکئ، درلاهو کړي. هلته به زما کسان هغه راخلاص کړي. تاسو کولای شئ چې هغه یوسئ. او تاسو به زما دا غوښتنه ومنئ چې زما د شاهي ماڼۍ خلکو ته خوراک تیار کړئ.» ۱۰ نو حیرام سلیمان ته د سبر او سروې د ونو هغه ټول لرګي چې هغه غوښتي وو، ور ورسول. ۱۱ او سلیمان حیرام ته د هغه د شاهي ماڼۍ د خلکو د خوراک دپاره دوه زره ټنه غنم او څلور لکه لیتره د زیتونو سوچه تېل ورکړل. سلیمان به دغه کار هر کال کاوه. ۱۲ نو لکه څنګه چې څښتن وعده کړې وه هغه سلیمان ته حکمت ورکړ. او د سلیمان او حیرام ترمنځ سوله ییزې اړیکې وې او د هغو د ټینګښت دپاره یې یو تړون لاسلیک کړ.

۱۳ سلیمان پاچا د ټولو اسراییلو څخه دېرش زره کسان د بېګار دپاره راجلب کړل. ۱۴ د هغوی څخه به یې لس زره تنه په وار سره میاشت په میاشت لبنان ته لېږل، نو هغوی به یوه میاشت په لبنان کې تېروله او دوه میاشتې به په خپل کور کې وو. ادونیرام د بېګارۍ کارونو مشر ؤ. ۱۵ همدارنګه سلیمان په غرنۍ سیمه کې اتیا زره د تیږو پرېکوونکي او اویا زره تنه د تیږو د وړلو دپاره درلودل. ۱۶ همدارنګه هغه درې زره او درې سوه تنه د کارګرانو مشران درلودل چې د کارونو څارنه به یې کوله او کارګرانو ته به یې لارښوونه کوله. ۱۷ هغوی د سلیمان پاچا په حکم د تیږو د کان څخه د ډېرو ښو تیږو تختې را ویستلې چې د خدای د کور دپاره د توږل شویو تیږو څخه بنیاد تیار کړي. ۱۸ د سلیمان او حیرام کارګرانو او د جبال سړیو تیږې او لرګي تیار کړل چې د خدای کور جوړ شي.