کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ له هغې وروسته سلیمان د اسراییلو سپین ږیري، د قبیلو ټول مشران او د اسراییلو د طایفو مشران اورشلیم ته راوغوښتل چې د څښتن د لوظ صندوق د صهیون یعنې د داود د ښار څخه د خدای کور ته یوسي. ۲ د کال په اوومه یعنې د ایتانیم په میاشت هغوی ټول د سلیمان پاچا په حضور کې د جونګړو د اختر په وخت کې راټول شول. ۳ کله چې د اسراییلو ټول سپین ږیري راټول شول، کاهنانو د لوظ صندوق پورته کړ ۴ او هغه یې د خدای کور ته یووړ. کاهنانو او لاویانو هم د څښتن سپېڅلې خېمه او د هغې ټول سپېڅلی سامان د خدای کور ته راوړ. ۵ سلیمان پاچا او د اسراییلو ټول قوم د لوظ د صندوق مخې ته راټول شول او دومره ډېر پسونه او غویان یې قرباني کړل چې نه شمېرل کېدل. ۶ کاهنانو د څښتن د لوظ صندوق خپل ځای ته چې د خدای په کور کې ؤ، یعنې دننه ډېر سپېڅلي ځای ته راوړ او هغه یې د اسماني مخلوقاتو د وزرونو لاندې کېښود. ۷ اسماني مخلوقاتو خپل وزرونه په هغه ځای باندې چې هلته د لوظ صندوق ؤ، خپاره کړل. هغوی په صندوق او د هغه په وړونکو میلو باندې سیوری واچاوه. ۸ میلې دومره اوږدې وې چې د هغوی سرونه د خدای د کور د اصلي سالون څخه چې ډېر سپېڅلي ځای ته مخامخ ؤ، لیدل کېدل، خو د کوم بل ځای څخه نه لیدل کېدل. هغه میلې تر نن ورځې پورې په هغه ځای کې دي. ۹ د لوظ په صندوق کې بل هېڅ شی نه ؤ، پرته د تیږو د هغو دوو لوحو څخه چې موسی د سینا په غره کې په هغه کې ایښې وې، چېرته چې څښتن د مصر څخه د هغوی د وتلو وروسته د اسراییلو د خلکو سره لوظ وکړ. ۱۰ کله چې کاهنان د خدای د کور د اصلي سالون یعنې سپېڅلي ځای څخه دباندې راووتل، ناڅاپه د څښتن کور د ورېځې څخه ډک شو. ۱۱ کاهنانو د ورېځې له امله ونه شو کولای چې خپل خدمت تر سره کړي، ځکه چې د څښتن کور د هغه د جلال نه ډک شوی ؤ.
۱۲ بیا سلیمان وویل: «څښتن ویلي دي چې هغه به په توره تیاره کې اوسیږي. ۱۳ په رښتیا مې ستا دپاره یو پرتمین کور جوړ کړی دی، داسې ځای چې د تل دپاره په کې واوسېږې.»
۱۴ هغه وخت چې د اسراییلو خلک په هغه ځای کې ولاړ وو، پاچا خپل مخ د هغوی خواته راواړاوه او د خدای څخه یې هغوی ته برکت وغوښت. ۱۵ بیا هغه وویل: «ثنا دې وي د اسراییلو څښتن خدای ته! کومه وعده چې هغه زما د پلار داود سره کړې وه هغه یې سرته ورسوله. څښتن داود ته ویلي وو: ۱۶ ‹له هغه وخت راهیسې چې ما خپل قوم د مصر څخه راوویست، ما د اسراییلو په کومې قبیلې کې هېڅ یو ښار غوره نه کړ چې په هغه کې دې زما دپاره کور جوړ شي او زما عبادت دې په کې وشي. خو داوده، ته مې غوره کړې چې زما په قوم باندې پاچاهي وکړې.›» ۱۷ سلیمان زیاته کړه: «دا زما د پلار هیله وه چې د اسراییلو د څښتن خدای د عبادت دپاره یو کور جوړ کړي. ۱۸ خو څښتن هغه ته وویل: ‹ستا هیله په ځای وه چې غوښتل دې زما د عبادت دپاره یو کور جوړ کړې، ۱۹ خو ته به هغه جوړ نه کړې، بلکې ستا خپل زوی به زما کور جوړ کړي.› ۲۰ اوس هغه وعده چې څښتن کړې وه، هغه یې سرته ورسوله. زه د خپل پلار داود په ځای پاچا شوم او اوس د اسراییلو په تخت باندې ناست یم او د اسراییلو د څښتن خدای د عبادت دپاره مې کور جوړ کړی دی. ۲۱ همدارنګه ما د خدای په کور کې د لوظ د صندوق دپاره ځای تیار کړ. په هغه کې د څښتن د هغه لوظ د تیږو لوحې دي، یعنې هغه لوظ چې زمونږ د نیکونو سره یې د مصر څخه د راویستلو په وخت کې کړی ؤ.»
۲۲ بیا سلیمان د څښتن د قربانۍ د ځای مخې ته د اسراییلو د غونډې په مخکې ودرېده او خپل لاسونه یې د اسمان خواته پورته کړل ۲۳ او دعا یې وکړه: «ای د اسراییلو څښتن خدایه، پورته په اسمان او لاندې په ځمکه کې ستا په شان خدای نشته! ته د خپلو خلکو سره په خپل لوظ باندې ټینګ ولاړ یې او هغوی ته چې د زړه له کومي ستا اطاعت کوي، خپله تلپاتې مینه څرګندوې. ۲۴ هغه وعده چې تا زما د پلار یعنې خپل خدمتګار داود سره کړې وه، هغه دې نن تر سره کړه. ۲۵ نو اوس ای د اسراییلو څښتن خدایه! زه دعا کوم چې ته هغه بله وعده هم سرته ورسوې چې زما د پلار سره دې کړې وه او ویلي دې وو: که ستا اولاده ستا په شان په غور سره زما اطاعت وکړي، نو د تل دپاره به د هغوی څخه یو یې د اسراییلو پاچا وي. ۲۶ نو اوس ای د اسراییلو خدایه! د هر شي وعده چې تا د خپل خدمتګار، یعنې زما د پلار داود سره کړې وه، هغه دې رښتیا شي.
۲۷ خو ای خدایه، ایا ته په رښتیا سره کولای شې چې په ځمکه ژوند وکړې؟ حتی ټول اسمانونه دومره لوی نه دي چې ته په کې ځای شې، نو څنګه به وکولای شې چې په دې کور کې چې ما ستا دپاره جوړ کړی دی، واوسېږې؟ ۲۸ بیاهم ای زما څښتن خدایه، د خپل خدمتګار دعا او هغه زارۍ چې ستا د رحم دپاره یې کوي، قبولې کړه. هغه فریاد او دعا چې ستا خدمتګار یې نن ستا په حضور کې کوي، واوره. ۲۹ په دې کور باندې شپه او ورځ خپل نظر وساته، دا ځای چې تا د خپل عبادت دپاره غوره کړی دی. هرکله چې زه خپل مخ دې کور ته اړوم او دعا کوم، هغه دعا قبوله کړه! ۳۰ د خپل خدمتګار او د خپل قوم اسراییلو زارۍ چې د دې کور خواته یې کوي، واوره. د خپل استوګنځي یعنې د اسمان څخه یې واوره او چې کله دې واورېدلې، نو مونږ وبخښه.
۳۱ کله چې یو سړی د بل سړي په وړاندې په ګناه کولو باندې تورن شوی وي او هغه د خدای د کور د قربانۍ ځای ته راوستل شي او دا قسم وخوري چې هغه بې ګناه دی، ۳۲ ای څښتنه، په اسمان کې یې واوره او د هغوی ترمنځ قضاوت وکړه. ګناهکار ته داسې سزا ورکړه چې د هغې وړ وي او هغه څوک چې بې ګناه وي، هغه ازاد کړه.
۳۳ کله چې ستا قوم اسراییل د هغې ګناه له امله چې ستا په وړاندې یې کړې وي د دښمن له خوا ماتې وخوري او کله چې هغوی بېرته ستا خواته راوګرځي او ستا د نوم ثنا او صفت وکړي او په دې کور کې تاته دعا او زارۍ وکړي، ۳۴ په هغه وخت کې په اسمان کې هغه دعا او زارۍ قبولې کړه، د خپل قوم اسراییلو ګناه وبخښه او هغوی بېرته هغې ځمکې ته راوله چې د هغوی نیکونو ته دې ورکړې وه.
۳۵ فرض کړه د خپل قوم د ګناه له امله چې ستا په وړاندې یې کړې وي باران ودروې. کله چې هغوی د دې کور په لور دعا وکړي او ستا د نوم ثنا او صفت وکړي او د خپلې ګناه نه توبه وباسي، ځکه چې تا هغوی ته سزا ورکړې ده، ۳۶ نو بیا د هغوی دعا په اسمان کې واوره او د خپل قوم اسراییلو یعنې د خپلو خدمتګارانو ګناهونه وبخښه. هغوی ته د ژوند سمه لاره وروښایه او په هغه ځمکه باندې چې تا خپل قوم ته د ملکیت په توګه ورکړې ده، باران ووروه.
۳۷ کله چې په هېواد باندې قحطي، وبا، د غلو دانو په فصل سوځوونکی باد یا مرض یا د ملخانو حمله راشي یا د هغوی دښمنان د هغوی ښارونه کلابند کړي، هره بلا یا مرض چې راشي، ۳۸ د هغوی دعاګانې او زارۍ واوره. که چېرې ستا د قوم اسراییلو څخه یو څوک د زړه له خفګانه خپل لاسونه د دې کور خواته پورته کړي، ۳۹ د هغه دعا واوره. په خپل استوګنځي، یعنې په اسمان کې هغه ته غوږ ونیسه، هغه وبخښه او مرسته ورسره وکړه. یوازې ته د انسان د زړه څخه خبر یې. د هر سړي سره داسې چلند وکړه څنګه چې د هغې وړ وي، ۴۰ ترڅو ستا خلک ټول ژوند په هغې ځمکې کې چې تا زمونږ نیکونو ته ورکړې وه، ستا عزت وکړي.
۴۱-۴۲ کله چې یو پردی سړی د کوم لېرې هېواد څخه چې ستا لوی نوم او شهرت یې اورېدلی وي او ستا د قدرت او لویو کارونو څخه خبر شوی وي، راشي او د دې کور خواته دعا وکړي، ۴۳ نو د اسمان څخه چې ستا د اوسېدلو ځای دی، د هغه دعا قبوله کړه او هرڅه چې هغه سړی درڅخه غواړي ورته وریې کړه. په دې ډول به د ټولې نړۍ قومونه ستا د خپل قوم اسراییلو په شان تا وپېژني، ستا څخه ووېریږي او په دې باندې به پوه شي چې دغه کور چې ما جوړ کړی دی ستا په نوم یادیږي.
۴۴ کله چې ته خپل قوم لېږې چې د خپلو دښمنانو سره د جګړې دپاره لاړ شي او هغوی که هر چېرې وي، بیا د هغه ښار خواته چې تا غوره کړی دی او د دې کور په خوا چې ما ستا د عبادت دپاره جوړ کړی تاته دعا وکړي، ۴۵ د هغوی زارۍ او دعاګانې واوره. د اسمان څخه د هغوی دعاګانې قبولې کړه او هغوی ته بری ورکړه.
۴۶ کله چې ستا قوم ستا په وړاندې ګناه وکړي - او داسې څوک نشته چې ګناه ونه کړي - او ته په هغوی په قهر شې، پرېږدې چې دښمنان هغوی ته ماتې ورکړي او هغوی خپل هېواد ته که هغه نژدې وي یا لېرې د اسیرانو په توګه بوځي، ۴۷ نو د خپلو خلکو زارۍ او دعاګانې واوره. که هغوی د اسیرتوب په هېواد کې توبه وباسي، تاته زارۍ وکړي او دا اقرار وکړي، چې هغوی څومره ګناهکار او بد عمله دي، نو ای څښتنه! د هغوی زارۍ او دعاګانې قبولې کړه. ۴۸ که چېرې هغوی په هغه هېواد کې په رښتیا او اخلاص سره توبه وباسي او د هغه هېواد چې تا زمونږ نیکونو ته ورکړی دی، هغه ښار چې تا غوره کړی دی او د دې کور په خوا چې ستا دپاره مې جوړ کړی دی، خپل مخونه واړوي او تاته دعا وکړي، ۴۹ نو هغه وخت د هغوی زارۍ او دعاګانې واوره. په اسمان کې چې ستا د اوسېدلو ځای دی، هغه قبولې کړه او د هغوی سره مرسته وکړه. ۵۰ د هغوی ټول ګناهونه او یاغي توب چې د ستا په وړاندې یې کړی دی، وبخښه او د هغوی اسیروونکي مجبور کړه چې د هغوی سره په مهربانۍ چلند وکړي. ۵۱ ځکه چې هغه ستا خپل غوره شوی قوم دی چې د مصر څخه، یعنې د اوسپنې د ویلي کولو د داش څخه دې دباندې راوویستل. ۵۲ څښتن تعالی! ستا نظر دې د خپل خدمتګار او خپل قوم اسراییلو د زاریو په لور وي او هرکله چې هغوی تاته فریاد وکړي، هغه واوره. ۵۳ ځکه هغه وخت چې تا ای څښتن تعالی، زمونږ نیکونه د مصر څخه راوویستل، د خپل خدمتګار موسی په وسیله دې اعلان وکړ چې اسراییل مې د نړۍ د ټولو قومونو څخه غوره کړ چې زما ځانګړی قوم شي.»
۵۴ کله چې سلیمان څښتن ته دا زارۍ او دعاګانې پای ته ورسولې، د څښتن د قربانۍ د ځای د مخې څخه چې هغه په کې په ګونډو ؤ، پاڅېده او خپل لاسونه یې د اسمان خواته پورته کړل. ۵۵ هغه ودرېده او په لوړ اواز سره یې د اسراییلو د هغو ټولو خلکو دپاره چې هلته راټول شوي وو، برکت وغوښت او ویې ویل: ۵۶ «د څښتن ثنا دې وي! هغه خپل قوم اسراییلو ته د وعدې سره سم ارامي ورکړه. هغه ټولې سخاوتمندانه وعدې چې د خپل خدمتګار موسی په وسیله یې کړې وې، سرته ورسولې. ۵۷ لکه څنګه چې زمونږ څښتن خدای زمونږ د نیکونو سره ؤ، زمونږ سره دې هم وي. هغه دې مونږ هېڅکله نه پرېږدي او زمونږ څخه دې لاس وانخلي. ۵۸ هغه دې زمونږ ارادې بدلې کړي، ترڅو مونږ تل د هغه د غوښتنې سره سم ژوند وکړو او هغه قوانین او حکمونه چې زمونږ نیکونو ته یې ورکړي وو، سرته ورسوو. ۵۹ هیله کوم چې زمونږ څښتن خدای د تل دپاره زما دعا او دا غوښتنې چې د هغه څخه مې کړې دي، په یاد وساتي. هغه دې تل په خپل قوم اسراییلو او د هغوی په پاچا باندې رحم وکړي او د هغوی ورځنۍ اړتیاوې دې پوره کړي، ۶۰ ترڅو د نړۍ ټول قومونه پوه شي چې څښتن یوازېنی خدای دی - بل خدای نشته. ۶۱ تاسو خپل څښتن خدای ته چې د هغه قوم یئ، وفادار اوسئ او لکه څنګه چې نن یې سرته رسوئ، د هغه د ټولو قوانینو او حکمونو څخه اطاعت وکړئ.»
۶۲ له هغې وروسته پاچا او د هغه سره ټولو اسراییلیانو د څښتن حضور ته قربانۍ وړاندې کړې. ۶۳ سلیمان دوه ویشت زره غویان او یوسلو شل زره پسونه او وزې د سلامتۍ د نذرانې په توګه څښتن ته قرباني کړې. نو په دې ډول پاچا او ټولو اسراییلیانو د څښتن کور وقف کړ. ۶۴ په هماغې ورځ پاچا د حویلۍ منځنۍ برخه یعنې د څښتن کور ته مخامخ ځای سپېڅلی وګرځاوه، هغه ځکه دا کار وکړ چې د قربانۍ برنجي ځای چې هغه جوړ کړی ؤ، د دې ټولو نذرانو د ځایېدلو دپاره ډېر کوچنی ؤ، نو هلته یې سوځېدونکې نذرانې، د غلو دانو نذرانې او د څارویو وازګې د سلامتۍ د نذرانو دپاره وړاندې کړې.
۶۵ سلیمان او د اسراییلو قوم څوارلس ورځې د خدای په کور کې اختر ولمانځه. په هغه کې په شمال کې د حمات د غاښي څخه نیولې په جنوب کې د مصر تر پولې پورې ډېر خلک راغلي وو. ۶۶ په راتلونکې ورځ هغه خلک رخصت کړل. هغوی د پاچا ستاینه وکړه او د هغو ټولو ښو کارونو له امله چې څښتن د خپل خدمتګار داود او خپل قوم اسراییلو دپاره یې کړي وو، په خوښۍ او خوشحاله زړونو خپلو کورونو ته لاړل.