۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سموئيل اول کِتاب

لسم باب

۱ بيا سموئيل د زيتُونو تېلو يو لوښے واخستو او تېل يې د ساؤل په سر واړول، ساؤل يې ښُکل کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د بادشاه په توګه مقرروى. تۀ به د هغۀ په خلقو بادشاهى کوې او د ټولو دشمنانو نه به يې بچ کوې او دا هغه نښه ده چې تۀ مالِک خُدائ خوښ کړے يې او د هغوئ بادشاه جوړ شوے يې، ۲ چې تاسو نن زما نه لاړ شئ، نو د بنيامين په علاقه ضلضع کښې د راحيل د قبر سره نزدې به تاسو د دوو سړو سره مِلاو شئ. هغوئ به تاسو ته ووائى چې تاسو کوم خرونه لټوئ هغه پېدا شوى دى، نو داسې ستاسو پلار به د خرونو په حقله پرېشان نۀ وى خو ستاسو په حقله به پرېشان وى او بيا بيا به تپوسونه کوى چې زما زوئ چرته دے؟ ۳ کله چې تاسو په تبور کښې پاکې ونې ته ورسېږئ، نو هلته به تاسو د درېو سړو سره مِلاو شئ چې په بيت‌ايل کښې خُدائ پاک ته يوه نذرانه پېش کولو له روان وى. يو به د چېلۍ درې بچى روان کړى وى، بل به درې روټۍ روانې کړې وى او درېم سره به د ميو نه ډکه مشکيزه وى. ۴ هغوئ به په تاسو سلام واچوى او دوه روټۍ به درته پېش کړى، هغه تاسو قبولې کړئ. ۵ بيا به تاسو په جبعه کښې د خُدائ پاک غر ته لاړ شئ، چرته چې د فلستيانو کېمپ دے. ښار ته د ننوتلو په ځائ کښې به تاسو د پېغمبرانو يوې قبيلې سره مِلاو شئ چې په غرۀ باندې د قربان‌ګاه نه راکوزيږى، بينجو، تمبل، شپېلۍ او رباب به غږوى. او هغوئ به په جذبه کښې پېغام ورکوى. ۶ د مالِک خُدائ روح به ناڅاپه په تاسو باندې راشى او تاسو به هم د هغوئ سره پېشګوئې شروع کړئ. او تاسو به هغه شان نۀ يئ لکه چې څنګه مخکښې وئ. ۷ کله چې دا نښې وشى نو تاسو هغه څۀ وکړئ چې څۀ مناسب وى، ځکه چې خُدائ پاک ستاسو مل دے. ۸ تاسو به زما نه مخکښې لاندې جِلجال ته لاړ شئ، هلته به زۀ ستاسو سره ملګرے شم او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې به پېش کړم. اووۀ ورځې هلته اِنتظار وکړئ تر دې پورې چې زۀ درشم او درته ووايم چې څۀ به کوئ.“ ۹ کله چې ساؤل د سموئيل نه روان شو، نو خُدائ پاک ساؤل بېخى بدل کړو. او په هغه ورځ هغه هر څۀ وشول چې څۀ ورته سموئيل فرمائيلى وُو. ۱۰ کله چې ساؤل او د هغۀ نوکر جبعه ته ورسېدل، نو د پېغمبرانو يوه ډله ورسره مِلاو شوه، د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ باندې راغلو او هغۀ د هغوئ سره پېشګوئې ورکول شروع کړل. ۱۱ کومو خلقو چې هغه د مخکښې نه پېژندلو او چې هغوئ وليدلو چې دا هر څۀ يې کول نو هغوئ د يو بل نه تپوس وکړو، ”د قيس په زوئ باندې څۀ شوى دى؟ ساؤل پېغمبر شوے دے څۀ؟“ ۱۲ يو مقامى سړى ووئيل، ”کۀ د چا پلار څۀ هم وى نو ولې د هغۀ زوئ پېغمبر جوړېدے شى څۀ؟“ نو بيا دا يو متل جوړ شو، ”آيا ساؤل هم په نبيانو کښې شمېرلے شى؟“ ۱۳ کله چې ساؤل خپله پېشګوئې ختمه کړه نو هغه د عبادت ځائ ته وختلو. ۱۴ د ساؤل ترۀ هغه او نوکر وليدل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تاسو چرته وئ؟“ ساؤل ورته په جواب کښې ووئيل، ”خرونه مو لټول. کله چې مونږ خرونه پېدا نۀ کړل نو د سموئيل سره مِلاوېدو له لاړُو.“ ۱۵ د ساؤل ترۀ ترې نه تپوس وکړو، ”او سموئيل تاسو ته څۀ ووئيل؟“ ۱۶ ساؤل جواب ورکړو، ”هغۀ مونږ ته ووئيل چې خرونه پېدا شوى دى.“ خو هغۀ خپل ترۀ ته د بادشاه کېدو په حقله ونۀ وئيل چې سموئيل ورته څۀ فرمائيلى وُو.

د ساؤل د بادشاهۍ اِعلان کېدل

۱۷ سموئيل په مصفاه کښې خلق د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ کړل ۱۸ او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ او د مِصريانو او هغه نورو ټولو خلقو نه مې بچ کړئ چې کومو په تاسو باندې سختى کوله. ۱۹ زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، هغه څوک چې تاسو د ټولو تکليفونو او سختو نه بچ کوى، خو تاسو نن زۀ رد کړے يم او بادشاه مو رانه غوښتے دے. ډېره ښۀ ده، نو د مالِک خُدائ په وړاندې ډله په ډله او قبيله په قبيله راغونډ شئ.“ ۲۰ بيا سموئيل هره قبيله وړاندې راوستله او د بنيامين قبيله د پچې په ذريعه خوښه کړے شوه. ۲۱ بيا سموئيل د بنيامين د قبيلو خاندان وړاندې راوستلې او د مِطرى خاندان خوښه کړے شو. بيا د مِطرى د خاندان سړى وړاندې راغلل او د قيس زوئ ساؤل خوښ کړے شو. هغوئ هغه ولټولو، خو چې کله يې هغه ونۀ موندلو، ۲۲ نو هغوئ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”هغه سړے تر اوسه پورې دلته راغلے دے څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ګورئ، هغه د بوجو په مينځ کښې پټ شوے دے.“ ۲۳ نو هغوئ منډه کړه او ساؤل يې بهر خلقو ته راوويستلو او هغه د خلقو په مينځ کښې ودرېدو. هغه د ټولو نه لوړ سړے وو. ۲۴ سموئيل خلقو ته وفرمائيل، ”هغه سړے دا دے کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. زمونږ په مينځ کښې د هغۀ په شان بل هيڅ څوک هم نشته.“ نو ټولو خلقو چغه کړه، ”بادشاه زِنده‌باد.“ ۲۵ سموئيل خلقو ته د بادشاه حقُونه او ذمه وارۍ بيان کړې او بيا يې په يو کِتاب کښې وليکلې او کِتاب يې د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودو. بيا هغۀ ټول خلق کورونو ته ولېږل. ۲۶ ساؤل هم واپس په جبعه کښې خپل کور ته لاړو. يو څو تکړه سړى هم ورسره لاړل چې د هغوئ زړونه خُدائ پاک بدل کړى وُو. ۲۷ خو څۀ شريرانو خلقو ووئيل، ”دا سړے به مونږ څنګه بچ کړى؟“ هغوئ د ساؤل سپکاوے وکړو او تُحفې يې ورله رانۀ وړې. خو ساؤل هيڅ جواب ورنۀ کړو.