۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سموئيل اول کِتاب

نهم باب

د ساؤل سموئيل سره مِلاوېدل

۱ د بنيامين د قبيلې يو مالدار او تکړه سړے وو چې نوم يې قيس وو، هغه د ابى‌اېل زوئ او صرور نمسے وو او د بکورت د خاندان وو، چې د افيخ د قبيلې يوه برخه ده. ۲ د ساؤل په نامه د هغۀ يو زوئ وو چې يو ښائسته زلمے وو. ساؤل په بنى اِسرائيلو کښې د ټولو نه ښائسته سړ‌ے وو او داسې د ټولو نه زيات لوړ هم وو. ۳ د قيس يو څو خرونه ورک شول، نو هغۀ ساؤل ته ووئيل، ”د ځان سره يو نوکر بوځه او هغه خرونه ولټوه.“ ۴ هغوئ د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې او سليسه په علاقه کښې وګرځېدل، خو پېدا يې نۀ کړل، هغوئ د سعليم په علاقه کښې ورپسې وګرځېدل، خو خرونه هلته هم نۀ وو. بيا هغوئ د بنيامين په علاقه کښې وګرځېدل، خو بيا يې هم ونۀ موندل. ۵ کله چې هغوئ د صُوف علاقې ته لاړل، نو ساؤل خپل نوکر ته ووئيل، ”راځه چې واپس کور ته لاړ شُو، کېدے شى زما پلار د خرونو خيال پرېښے وى او زمونږ په حقله پرېشانه وى.“ ۶ نوکر ورته ووئيل، ”ګوره، په دې ښار کښې د خُدائ پاک يو خِدمتګار دے چې ډېر زيات عزتمند دے ځکه چې هغه څۀ هم وائى نو هغه رښتيا کيږى. راځئ چې هغۀ له ورشو، کېدے شى چې هغه مونږ ته ووائى چې مونږ خرونه چرته موندلے شُو.“ ۷ ساؤل ترې نه تپوس وکړو، ”کۀ مونږ هغۀ له ورشو، نو مونږ به څۀ ورکوو؟ زمونږ په بوجو کښې خوراک نۀ دے پاتې او زمونږ سره هيڅ هم نشته چې هغۀ له يې ورکړو.“ ۸ نوکر ورته په جواب کښې ووئيل، ”زما سره د سپينو زرو يوه وړه سيکه ده. زۀ هغۀ له دا ورکولے شم، نو هغه به مونږ ته ووائى چې مونږ خرونه چرته پېدا کولے شُو.“ ۹‏-۱۱ ساؤل ورته ووئيل، ”ټيک ده، راځه چې ځُو.“ نو هغوئ هغه ښار ته لاړل چرته چې د خُدائ پاک خِدمتګار اوسېدو. کله چې هغوئ هغه ښار ته په غرۀ باندې ختل، نو هغوئ د يو څو ښځو سره مِلاو شول چې هغوئ اوبو وړلو له راروانې وې. هغوئ د دې ښځو نه تپوس وکړو، ”په ښار کښې يو پېشګوئې ورکوونکے شته؟“ په هغه وخت کښې به يو پېغمبر پېشګوئې ورکوونکے بللے شو، نو چې کله به هم چا د خُدائ پاک نه د څۀ تپوس کولو، نو هغۀ به وئيل، ”ځه چې پېشګوئې ورکوونکى له لاړ شُو.“ ۱۲‏-۱۳ هغه جينکو ووئيل، ”آو، هغه شته. ګورئ، هغه ستاسو نه لږ وړاندې دے. کۀ تاسو تېز شئ، نو هغۀ ته به ورسېږئ. چې څنګه تاسو ښار ته لاړ شئ، نو هغه به ووينئ. هغه ښار ته هم نن رسېدلے دے نو ځکه خلق په غرۀ کښې په قربان‌ګاه باندې نذرانه پېش کوى. کوم خلق چې راغوښتلے شوى دى هغوئ به تر هغې پورې خوراک نۀ شروع کوى چې هغه هلته تلے نۀ وى، ځکه چې هغه اول قربانۍ له برکت ورکوى. اوس بره لاړ شئ، نو هغه به سمدستى ووينئ.“ ۱۴ نو ساؤل او د هغۀ نوکر هغه ښار ته وختل او کله چې هغوئ ورننوتل نو هغوئ سموئيل وليدو چې په لاره باندې د عبادت ځائ ته د هغوئ په طرف راروان وو. ۱۵ يوه ورځ مخکښې مالِک خُدائ سموئيل ته فرمائيلى وُو، ۱۶ ”سبا تقريباً په دې وخت به زۀ د بنيامين د قبيلې يو سړے تا له درولېږم، د هغۀ سر په تېلو غوړ کړه چې هغه زما د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه شى. او هغه به هغوئ د فلستيانو نه خلاص کړى. ما د خپلو خلقو تکليف ليدلے دے او د هغوئ فرياد مې اورېدلے دے.“ ۱۷ کله چې د سموئيل نظر په ساؤل پرېوتو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”دا هغه سړے دے چې د هغۀ په حقله ما درته فرمائيلى وُو. هغه به زما په خلقو بادشاهى کوى.“ ۱۸ بيا ساؤل سموئيل له ورَغلو، چې د دروازې په خولۀ کښې وو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”مِهربانى وکړه او ما ته ووايه چې هغه پېشګوئې ورکوونکے چرته اوسيږى؟“ ۱۹ سموئيل ورته وفرمائيل، ”زۀ پېشګوئې ورکوونکے يم. زما نه وړاندې د عبادت ځائ ته روان شئ. تاسو دواړه به نن ما سره روټۍ خورئ. سبا سحر به زۀ تا ته هغه څۀ وښايم چې ستا په زړۀ کښې وى او تاسو به رُخصت کړم. ۲۰ چې کوم خرونه درې ورځې مخکښې ورک شوى وُو، د هغې فکر مۀ کوئ، هغه پېدا شوى دى. خو دا تۀ او ستا د پلار خاندان دے چې د ټولو بنى اِسرائيلو زړۀ ور پورې تړلے دے.“ ۲۱ ساؤل ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ د بنيامين د قبيلې يم، کومه چې د بنى اِسرائيلو د ټولو نه وړه قبيله وه او په قبيله کښې زما د خاندان اهميت د ټولو نه کم دے. نو بيا، تۀ زما سره داسې خبرې ولې کوې؟“ ۲۲ بيا سموئيل ساؤل او د هغۀ نوکر يې يوې غټې کوټې ته بوتلل او هغوئ له يې د دسترخوان په سر کښې ځائ ورکړو چرته چې تقريباً ټول دېرش کسان ناست وُو. ۲۳ سموئيل د اخلى پخلى والا ته وفرمائيل، ”د غوښې هغه ټُکړه راوړه چې ما درکړې وه او درته مې فرمائيلى وُو چې جدا يې کېږده.“ ۲۴ نو د اخلى پخلى والا د ټولو نه ښۀ غوښه راوړه او د ساؤل په مخکښې يې کېښوده. سموئيل ورته وفرمائيل، ”ګوره، دا هغه ټُکړه ده چې ستا دپاره ساتلے شوې وه. دا وخوره. د دې خلقو د رابللو نه مخکښې دا ما ستا دپاره اېښې وه.“ نو ساؤل په هغه ورځ د سموئيل سره روټۍ وخوړه. ۲۵ کله چې هغوئ د عبادت ځائ نه ښار ته کوز شول، نو هغوئ په چت باندې د ساؤل دپاره د څملاستو ځائ تيار کړو، ۲۶ او هغه هلته اودۀ شو.

د ساؤل د بادشاه په توګه مقرر کېدل

په سحر کښې سموئيل ساؤل ته په چت باندې آواز وکړو، ”پاڅه او زۀ به تا رُخصت کړم.“ ساؤل پاڅېدو او هغه او سموئيل دواړه يو ځائ بهر کوڅې ته لاړل. ۲۷ کله چې هغوئ د ښار سر ته ورسېدل، نو سموئيل ساؤل ته وفرمائيل، ”نوکر ته ووايه چې زمونږ نه مخکښې روان شى.“ نوکر لاړو او سموئيل خپله خبره جارى وساتله، ”لږ وخت دلته ايسار شه، نو زۀ به تا ته د خُدائ پاک د طرف نه يوه خبره وکړم.“