۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سموئيل اول کِتاب

اتم باب

د خلقو بادشاه غوښتل

۱ کله چې سموئيل بوډا شو، هغۀ خپل زامن د بنى اِسرائيلو قاضيان جوړ کړل. ۲ د مشر زوئ يې يوايل او د کشر يې ابياه نوم وو، هغوئ په بيرسبع کښې قاضيان وُو. ۳ خو هغوئ د خپل پلار په لاره نۀ وُو روان، د هغوئ شوق صِرف پېسې پېدا کول وُو، هغوئ به رشوت اخستو او د اِنصاف تباهى به يې کوله. ۴ نو بيا د بنى اِسرائيلو ټول مشران راغونډ شول او په راما کښې سموئيل له لاړل، ۵ او هغۀ ته يې ووئيل، ”ګوره، تۀ بوډا کېږې او زامن دې ستا په لاره نۀ دى روان. نو يو بادشاه مقرر کړه چې په مونږ باندې بادشاهى کوى، نو داسې د نورو قومونو په شان به زمونږ هم يو بادشاه وى.“ ۶ سموئيل د هغوئ بادشاه غوښتلو باندې خوشحاله نۀ وو، نو هغۀ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، ۷ او مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”خلق چې درته څۀ هم وائى هغې ته غوږ ونيسه. تۀ هغه څوک نۀ يې چې رد کړے شوے يې، په حقيقت کښې دا زۀ يم چې هغوئ د بادشاه په توګه رد کړے يم. ۸ چې د کوم وخت نه ما هغوئ د مِصر نه راويستلى دى، نو هغوئ زما نه اوړېدلى دى او د نورو معبودانو عبادت يې کړے دے، او اوس هغوئ تا سره هغه څۀ کوى چې همېشه يې زما سره کړى دى. ۹ نو بيا هغوئ ته غوږ کېږده، خو سخت خبردارے هم ورکړه او هغوئ ته ووايه چې خپل بادشاهان به ورسره څۀ سلوک کوى.“ ۱۰ نو سموئيل هغه خلقو ته چا چې بادشاه غوښتو هغه هر څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ هغۀ ته فرمائيلى وُو. ۱۱ سموئيل ورته وفرمائيل، ”ستاسو بادشاه به تاسو سره داسې سلوک کوى، هغه به ستاسو زامنو نه فوجيان جوړ کړى، څۀ به د هغۀ د جنګى ګاډو خِدمت کوى، څۀ به د هغۀ د آسونو والا وى او څۀ به د هغۀ د ګاډو نه مخکښې منډې وهى. ۱۲ هغه به ستاسو څۀ زامن د زرګونو سړو او نور د پنځوسو سړو مشران آفسران جوړ کړى. ستاسو زامن به د هغۀ په پټو کښې يوې کوى، د هغۀ فصلونه به رېبى، وسله او د هغۀ د جنګى ګاډو دپاره به نور سامان جوړوى. ۱۳ ستاسو لوڼه به دې ته جوړې کړى چې د هغۀ دپاره عطر جوړوى او د هغۀ دپاره به د اخلى پخلى والا او نانبايانو په توګه کار کوى. ۱۴ هغه به ستاسو ښۀ پټى، د انګورو او د زيتُونو باغونه ونيسى او خپلو آفسرانو له به يې ورکړى. ۱۵ هغه به د ستاسو د غلې او انګورو لسمه حِصه د خپل دربار د آفسرانو دپاره او د نورو آفسرانو دپاره اخلى. ۱۶ هغه به ستاسو نوکران او ستاسو ښۀ څاروى او خرونه واخلى او کار به ترې نه اخلى. ۱۷ هغه به ستاسو د رَمې لسمه برخه اخلى. او تاسو به په خپله د هغۀ نوکران شئ. ۱۸ کله چې هغه وخت راشى، نو تاسو به د دې بادشاه نه د خلاصون دپاره فرياد وکړئ، کوم چې تاسو په خپله خوښ کړے وى، خو په هغه وخت کښې به مالِک خُدائ ستاسو شکايتونه نۀ اورى.“ ۱۹ خو خلقو د سموئيل خبره ونۀ منله او وې وئيل، ”نه، مونږ د ځان دپاره يو بادشاه غواړُو، ۲۰ نو داسې مونږ به د نورو قومونو په شان شُو، چې په مونږ باندې خپل بادشاه حکومت کوى او په جنګ کښې مو مشرى کوى او زمونږ جنګونه به کوى.“ ۲۱ هغوئ چې څۀ هم وئيل نو سموئيل ورته غوږ نيولے وو او بيا لاړو او مالِک خُدائ ته يې وفرمائيل. ۲۲ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”هغوئ چې څۀ وائى نو هم هغه شان وکړه او هغوئ له يو بادشاه ورکړه.“ بيا سموئيل د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو ته وفرمائيل چې واپس کور ته لاړ شئ.