د اول سموییل کتاب

دیارلسم فصل

سموییل شاوول ملامتوي

۱ شاوول دېرش کلن ؤ چې پاچا شو او دوه څلوېښت کاله یې په اسراییلو پاچاهي وکړه.

۲ شاوول د اسراییلو څخه درې زره نفره غوره کړل چې دوه زره نفره د هغه سره په مخماس او د بیت ییل په غرنۍ سیمه کې وو او زر نفره د هغه د زوی یوناتان سره په جبعه کې وو چې د بنیامین په سیمه کې ده. پاتې کس یې بېرته خپلو کورونو ته ولېږل.

۳ یوناتان په جبع کې د فلسطینیانو په پوسته باندې حمله وکړه او له منځه یې یووړه. فلسطینیانو دا خبره واورېدله. بیا شاوول استازي ولېږل چې په ټول هېواد کې د سرني په غږولو سره عبرانیان جنګ ته راوغواړي. ۴ ټول اسراییلیان خبر شول چې شاوول د فلسطینیانو پوسته له منځه یووړه او فلسطینیانو د اسراییلو څخه کرکه وکړه. په دې خاطر د اسراییلو قوم راوغوښتل شو چې په جلجال کې د شاوول سره یوځای شي. ۵ فلسطینیان سره راغونډ شول چې د اسراییلو سره جنګ وکړي. د هغوی سره دېرش زره جنګي ګاډۍ، شپږ زره د اس سپاره او د بحیرې د شګو په شان زیات پیاده عسکر وو. هغوی روان شول او په مخماس کې یې چې د بیت آون په ختیځ کې پروت دی خېمې ودرولې. ۶ د اسراییلو عسکر پوه شول چې زمونږ شمېر ډېر کم دی او په دې خاطر به جنګ وبایلو. ځینې اسراییلیان په سمڅو، ونو بوټو، د ګټونو په منځ کې، په کندو او یا په څاه ګانو کې پټ شول. ۷ نور د اردن د سیند څخه د جاد او جلعاد سیمو ته پورې وتل.

شاوول په جلجال کې پاتې ؤ او هغه خلک چې د هغه سره وو، له وېرې څخه لړزېدل. ۸ شاوول اووه ورځې د سموییل انتظار وکړ، لکه څنګه چې سموییل ورته ویلي وو. خو سموییل جلجال ته رانغی او خلک د شاوول څخه هرې خواته خپاره کېدل. ۹ په دې خاطر شاوول وویل: «سوځېدونکې نذرانه او د سولې نذرانې راته راوړئ» او شاوول سوځېدونکې نذرانه وړاندې کړه. ۱۰ څنګه چې هغه د سوځېدونکې نذرانې د وړاندې کولو څخه وزګار شو، سموییل راورسېد او شاوول د هغه د هرکلي دپاره لاړ. ۱۱ سموییل پوښتنه وکړه: «څه دې وکړل؟»

شاوول په ځواب کې وویل: «خلک زما نه خپاره کېدل او ته په ټاکلي وخت رانغلې. برسېره پر دې، فلسطینیان په مخماس کې سره راغونډېدل. ۱۲ نو ځکه ما فکر وکړ چې اوس به فلسطینیان دلته په جلجال کې په ما حمله وکړي. څنګه چې ما د څښتن څخه مرسته ونه غوښتله، نو ما خپل ځان مجبور وګاڼه چې سوځېدونکې نذرانه وړاندې کړم.»

۱۳ سموییل ځواب ورکړ: «تا کم عقل کار کړی دی او د خپل څښتن خدای امر دې په ځای کړی نه دی. هغه غوښتل چې ته او ستا اولاده د تل دپاره پاچاهي وکړي. ۱۴ خو اوس به ستا پاچاهي دوام ونه کړي. په دې خاطر چې تا د هغه د حکم څخه سرغړونه کړې ده، څښتن د خپلې خوښې یو سړی پیدا کړی دی چې د هغه په قوم باندې پاچا شي.»

۱۵ سموییل جلجال پرېښود او په خپله لاره لاړ. شاوول لاړ چې د خپلو عسکرو سره یوځای شي نو پاتې خلک په هغه پسې لاړل. هغوی د جلجال څخه جبعې ته چې د بنیامین په سیمه کې ده لاړل. شاوول خپل لښکر وشماره، د هغو شمېر شپږ سوه تنه وو.

بې وسلې اسراییل

۱۶ شاوول، د هغه زوی یوناتان او هغه خلک چې د دوی سره وو په جبع کې چې د بنیامین په سیمه کې ده پاتې شول. په دې وخت کې فلسطینیانو په مخماس کې خېمې ودرولې وې. ۱۷ یرغل کوونکي د فلسطینیانو د خېمو څخه په درېو ډلو کې راووتل، یوه ډله د عفرې خواته چې د شوعال په سیمه کې ده لاړه. ۱۸ دوهمه ډله د بیت حورون خواته او درېمه ډله د هغې غونډیو سلسلې ته لاړه چې ورڅخه د صبوییم دره او دښته ښکاره کیږي.

۱۹ په هغو ورځو کې په اسراییلو کې اهنګر نه ؤ، ځکه چې فلسطینیانو دا پرېکړه کړې وه چې عبرانیان د تورو او نېزو د جوړولو څخه منع کړي. ۲۰ (ټول اسراییلیان به فلسطیني اهنګرانو ته تلل چې خپلې یوې، تبرونه او لور تېره کړي. ۲۱ د ښاخۍ، تبر او د چوکې د څوکې د تېره کولو اجوره د یو مثقال دوه په درېو برخه وه او د یوې او لور د تېره کولو اجوره دوه چنده وه.)

۲۲ په دې خاطر د جنګ په ورځ پرته د شاوول او د هغه زوی یوناتان څخه هېڅ اسراییلي عسکر توره یا نېزه نه درلودله.

۲۳ فلسطینیانو د خپلو عسکرو یوه ډله واستوله چې د مخماس د غاښي څخه دفاع وکړي.