د اول سموییل کتاب

څوارلسم فصل

یوناتان په فلسطینیانو باندې حمله کوي

۱ یوه ورځ یوناتان هغه ځوان عسکر ته چې د هغه وسلې یې انتقالولې وویل: «راځه چې د فلسطینیانو پوستې ته چې هغه بلې غاړې ته پرته ده ورشو.» خو خپل پلار شاوول یې خبر نه کړ. ۲ شاوول په مجرون کې د انار د ونې لاندې چې د جبعې څخه دومره لېرې نه وه خېمه درولې وه. نژدې شپږ سوه نفره د هغه سره وو. ۳ (د هغوی په منځ کې اخیا کاهن هم ؤ، چې سپېڅلی پېشبند یې اغوستی ؤ. هغه د ایخابود د ورور اخیطوب زوی ؤ. اخیطوب د فینحاس زوی او د عیلي لمسی ؤ، هغه عیلي چې په شیلوه کې د څښتن کاهن ؤ.) خلک خبر نه وو چې یوناتان تللی دی.

۴ د غاښي په هره خوا باندې چې یوناتان غوښتل د هغې لارې څخه د فلسطینیانو پوستې ته ور تېر شي دوه لوړ او ښویه ګټونه وو چې یو یې د بوصیص او بل یې د سنه په نوم یادېده. ۵ یو د غاښي شمال خواته ؤ چې مخماس ته نژدې ؤ او بل یې د جنوب خواته ؤ چې جبع ته نژدې ؤ.

۶ یوناتان هغه ځوان عسکر ته چې د هغه وسلې یې انتقالولې وویل: «راځه چې د دغو کافرو فلسطینیانو کمپ ته ورواوړو، کېدای شي چې څښتن زمونږ سره مرسته وکړي. که چېرې څښتن داسې وکړي، هېڅ شی د هغه مخه نه شي نیولی چې مونږ ته بری راکړي، پروا نه لري چې زمونږ شمېر څومره لږ وي.»

۷ د هغه وسله وړونکي وویل: «هرڅه چې غواړې هغه وکړه. مخکې شه، زه د زړه له کومي ستا سره یم.» ۸ یوناتان وویل: «واوره! مونږ به د دې خلکو خواته ورشو او ځان به هغوی ته وروښایو. ۹ که چېرې دوی مونږ ته ووایي: ودرېږئ ترڅو مونږ درشو، نو مونږ به په خپل ځای باندې ودرېږو او هغوی ته به نه ورځو. ۱۰ خو که چېرې دوی ووایي چې پورته زمونږ خواته راشئ نو مونږ به وروخېژو. ځکه چې دا به زمونږ دپاره یوه نښه وي چې څښتن هغوی مونږ ته راتسلیم کړي دي.»

۱۱ نو دوی دواړو خپل ځانونه د فلسطینیانو پوستې ته ورښکاره کړل. فلسطینیانو وویل: «وګورئ! ځینې عبرانیان د هغو سوریو څخه راوځي په کومو کې چې پټ شوي وو.» ۱۲ بیا هغوی یوناتان او هغه ځوان ته نارې کړې او ویې ویل: «دلته راوخېژئ! مونږ به تاسې ته څه دروښایو!»

یوناتان هغه ځوان ته چې وسلې یې وړلې وویل: «ما پسې راځه، فلسطینیان څښتن اسراییلو ته په لاس ورکړي دي.» ۱۳ یوناتان په خاپوړو باندې د غاښي څخه وروخوت او د ده وسله وړونکی ورپسې ؤ. یوناتان په فلسطینیانو باندې حمله وکړه او د هغه وسله وړونکي هغوی ووژل. ۱۴ په دې اولنۍ حمله کې یوناتان او د هغه وسله وړونکي شل نفره په نژدې یو جریب ځمکه کې ووژل. ۱۵ نو په ټول لښکر کې چې په کمپ، میدان، پوستو او یا د حمله کوونکو په منځ کې وو وېره راپیدا شوه او ځمکه ولړزېدله. هلته یوه لویه وارخطایي وه.

اسراییلیان فلسطینیانو ته ماتې ورکوي

۱۶ د شاوول پهره دارانو چې د بنیامین د سیمې په جبعه کې وو ولیدل چې فلسطینیان خپاره شول او اخوا او دې خوا یې منډې وهلې. ۱۷ نو شاوول خپلو نفرو ته وویل: «ځواکونه راغونډ کړئ او وګورئ چې څوک غیرحاضر دي.» کله چې هغوی دا کار وکړ، نو یوناتان او د هغه وسلې وړونکی ځوان عسکر حاضر نه وو.

۱۸ شاوول اخیا ته وویل: «د خدای د لوظ صندوق راوړه.» (په هغه وخت کې هغه صندوق د اسراییلو سره ؤ.) ۱۹ په داسې حال کې چې شاوول د کاهن سره خبرې کولې د فلسطینیانو په کمپ کې ګډوډي مخ په زیاتېدو شوه، نو شاوول هغه ته وویل: «اوس صبر وکړه!» ۲۰ هغه وخت شاوول او د هغه ټول خلک سره راغونډ شول او د فلسطینیانو په ضد د جګړې دپاره روان شول. هغوی ولیدل چې فلسطینیان په وارخطایۍ سره یو بل وژني. ۲۱ یو شمېر عبرانیان چې مخکې د فلسطینیانو سره وو او د هغوی سره کمپ ته تللي وو هم بېرته راستانه شول او د شاوول او یوناتان سره یوځای شول. ۲۲ نورو چې خپل ځانونه یې د افرایم په غونډیو کې پټ کړي وو، واورېدل چې فلسطینیان د تېښتې په حال کې دي، نو هغوی هم په تعقیبولو کې یوځای شول. ۲۳ نو جنګ د بیت آون پورې خواته ورسېده. په هغه ورځ څښتن اسراییل وژغورل.

یوناتان شات خوري

۲۴ په هغه ورځ اسراییلیان په مصیبت کې ؤ، ځکه چې شاوول قوم ته قسم ورکړ، ویې ویل: «د ماښام د رارسېدو پورې زه غواړم چې د فلسطینیانو څخه بدل واخلم. نو لعنت دې وي په هغه چا چې د هغې نه مخکې ډوډۍ خوري.» نو هېچا ډوډۍ ونه خوړله. ۲۵ ټول عسکر ځنګلي سیمې ته راورسېدل او ویې لیدل چې په ځمکه باندې شات پراته دي. ۲۶ کله چې هغوی ځنګل ته ننوتل، ویې لیدل چې شات څڅیږي خو هېچا لاس خپلې خولې ته ورنه وړ، ځکه چې هغوی ټول د شاوول له لعنت څخه وېرېدل. ۲۷ خو یوناتان اورېدلي نه وو چې د هغه پلار خلکو ته قسم ورکړی ؤ، نو د خپلې امسا څوکه یې چې د ده په لاس کې وه اوږده کړه او د شاتو په ګبین کې یې غوټه کړه. هغه لږ څه شات وخوړل او په سترګو یې رڼایي شوه. ۲۸ د عسکرو څخه یو تن هغه ته وویل: «ستا پلار لښکرو ته سخت قسم ورکړ ویې ویل: لعنت دې وي په هغه چا چې نن ورځ ډوډۍ وخوري! په دې خاطر خلک کمزوري شوي دي.»

۲۹ یوناتان ځواب ورکړ: «زما پلار زمونږ قوم ته څومره ناحقه زحمت ورکړی دی! وګورئ زه خپل ځان څومره ښه احساسوم، ځکه چې ما یو څه شات وخوړل! ۳۰ څومره به ښه وای، که چېرې نن ورځ هغه څه چې خلکو د دښمنانو څخه لوټ کړي دي خوړلي وای. فکر وکړئ چې څومره نور فلسطینیان به هغوی وژلي وای!»

۳۱ په هغه ورځ اسراییلو د مخماس څخه تر ایالون پورې فلسطینیان ووژل او هغوی ډېر ستړي شول. ۳۲ هغوی د غنیمت په مال باندې حمله وکړه. پسونه، غویان او خوسي چې یې نیول، په هماغه ځای باندې یې حلالول او هغه یې د وینو سره خوړل. ۳۳ چا شاوول ته خبر ورکړ: «ګورئ! خلک د څښتن په وړاندې ګناه کوي، ځکه چې هغوی غوښه د وینو سره خوري.»

هغه ځواب ورکړ: «تاسو خیانت وکړ. یوه غټه تیږه په دې ځای کې زما خواته راورغړوئ.» ۳۴ په دې وخت کې هغه وویل: «ورشئ خلکو ته ووایئ: هر یو دې دلته خپل پسه او غویی راولي، حلال دې کړي او ودې خوري. د څښتن په وړاندې ګناه مه کوئ او غوښه د وینې سره مه خورئ.» نو په هغه شپه هر یو خپل څاروی راوست او هلته یې حلال کړ. ۳۵ شاوول د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ، دا اول ځل ؤ چې هغه دا کار وکړ.

۳۶ شاوول خپلو خلکو ته وویل: «راځئ چې ښکته شو، د شپې له خوا په فلسطینیانو باندې حمله وکړو، د سهار تر رڼایۍ پورې هغوی لوټ کړو او هېڅوک هم ژوندی پرېنږدو.»

هغوی ځواب ورکړ: «څه چې تاته تر ټولو ښه ښکاري هماغه وکړه.»

خو کاهن وویل: «راشئ چې اول د خدای سره مشوره وکړو.»

۳۷ نو شاوول د خدای څخه پوښتنه وکړه: «ایا زه په فلسطینیانو باندې حمله وکړم؟ ایا مونږ به په هغوی باندې بریالي کړې؟» خو په هغه ورځ خدای ځواب ورنه کړ. ۳۸ له دې کبله شاوول د قوم مشرانو ته وویل: «دلته راشئ او معلومه کړئ چې نن څه ګناه شوې ده. ۳۹ زه د ژوندي څښتن په نوم چې اسراییل ژغوري قسم خورم چې ګناهکار به ووژلی شي که هغه زما زوی یوناتان هم وي.» خو هېچا څه ونه ویل. ۴۰ بیا شاوول هغوی ته وویل: «تاسو ټول هلته ودرېږئ او یوناتان او زه به دلته ودرېږو.»

هغوی ځواب ورکړ: «څه چې تاته تر ټولو ښه ښکاري هماغه وکړه.»

۴۱ شاوول د اسراییلو څښتن خدای ته دعا وکړه وویل: «ای څښتنه، ولې دې نن ماته ځواب رانه کړ؟ ای د اسراییلو څښتن خدایه، ماته د سپېڅلو تیږو په وسیله ځواب راکړه. که چېرې ګناه د یوناتان یا زما وي د اوریم په وسیله ځواب راکړه، خو که ګناه ستا په قوم اسراییلو کې وي د تمیم په وسیله ځواب راکړه.» په ځواب کې یوناتان او شاوول ته اشاره وشوه او قوم بې ګناه ؤ. ۴۲ نو شاوول وویل: «زما او زما د زوی یوناتان ترمنځ پچه واچوئ.» پچه د یوناتان په نامه وختله. ۴۳ بیا شاوول یوناتان ته وویل: «ماته ووایه چې څه دې کړي دي.»

نو یوناتان هغه ته ځواب ورکړ: «د خپلې امسا په څوکه مې یوازې لږ څه شات وڅښل. که زما دا کار ګناه وي، زه مرګ ته تیار یم.»

۴۴ شاوول هغه ته وویل: «خدای دې ما ووژني، که چېرې ته ونه وژل شې.»

۴۵ خو خلکو شاوول ته وویل: «ایا یوناتان چې د اسراییلو دپاره یې دا لوی بری ګټلی دی باید ووژل شي؟ دا ناممکنه ده چې هغه ووژل شي! مونږ د ژوندي څښتن په نوم قسم خورو چې د هغه د سر یو ویښته به هم کم نه شي. ځکه چې نن ورځ هغه دا کار د خدای په مرسته کړی دی.» نو قوم یوناتان د مرګ څخه خلاص کړ. ۴۶ له هغې وروسته شاوول د فلسطینیانو تعقیبول بس کړل او فلسطینیان بېرته خپلې سیمې ته لاړل.

د شاوول پاچاهي او کورنۍ

۴۷ وروسته له دې چې شاوول د اسراییلو پاچاهي ټینګه کړه، هغه د خپل شاوخوا دښمنانو یعنې د موآبیانو، عمونیانو، ادومیانو، فلسطینیانو او د صوبه د پاچاهانو سره جنګ وکړ. په هرځای کې یې چې جنګ کاوه هغه به بریالی ؤ. ۴۸ هغه په مېړانه جنګ کاوه او عمالیقیانو ته یې ماتې ورکړه او اسراییلیان یې د هغو خلکو د لاسونو څخه ازاد کړل چې هغوی لوټ کړي وو.

۴۹ د شاوول زامن یوناتان، یشوي او ملکیشوع وو. د هغه د مشرې لور نوم میراب او د کشرې نوم یې میکال ؤ. ۵۰ د شاوول د ښځې نوم اخینوعم ؤ چې د اخیمعص لور وه. د شاوول د لښکرو د قوماندان نوم ابنیر ؤ چې د نیر زوی ؤ. نیر د شاوول تره ؤ. ۵۱ د شاوول پلار قیس او د ابنیر پلار نیر د ابي ییل زامن وو.

۵۲ تر هغې پورې چې شاوول ژوندی ؤ هغه د فلسطینیانو په ضد سخته جګړه کوله. نو کله به چې هغه یو قوي یا زړور سړی ولیده هغه به یې د خپلو لښکرو په لست کې نیوه.