د اول سموییل کتاب

اوولسم فصل

جلیات اسراییلو ته د مقابلې بلنه ورکوي

۱ فلسطینیانو خپلې لښکرې د جنګ دپاره د یهودا په سوکوه کې راټولې کړې. د سوکوه او عزیقې ترمنځ یې په افس دمیم کې خېمې ودرولې. ۲ شاوول او اسراییلیان سره راغونډ شول، د ایله په دره کې یې خېمې ودرولې او د فلسطینیانو په وړاندې یې خپلې جنګي کرښې جوړې کړې. ۳ په یوې غونډۍ باندې فلسطینیان او په بلې غونډۍ باندې اسراییلیان ودرېدل او د هغوی په منځ کې دره وه.

۴ د جت د ښار څخه یو اتل چې جلیات نومېده د فلسطینانو د کمپ څخه د اسراییلیانو د مقابلې دپاره راووت. د هغه قد نژدې درې متره ؤ. ۵ هغه برنجي زغرې اغوستې وې چې اووه پنځوس کیلوګرامه وزن یې درلود او برنجي خولۍ یې په سر وه. ۶ د هغه پښې هم د برنجي زغرو په وسیله خوندي وې او د اوږو په منځ یې برنجي توره ځوړنده وه. ۷ د هغه نېزه د اوبدلو د کارګاه د میلې په شان پنډه وه او د هغې څوکه چې د اوسپنې وه اووه کیلوګرامه وزن درلود. یو عسکر د خپل سپر سره د هغه په مخکې روان ؤ. ۸ جلیات ودرېده او په اسراییلو باندې یې غږ وکړ ویې ویل: «تاسو دلته څه کوئ؟ ولې د جګړې دپاره قطار ولاړ یئ؟ زه فلسطینی یم او تاسو د شاوول غلامان یئ! د خپلو نفرو څخه یو تن غوره کړئ چې دلته راشي او زما سره وجنګیږي. ۹ که چېرې هغه وکولای شي چې زما سره وجنګیږي او ما ووژني، نو مونږ به ستاسو غلامان شو. خو که چېرې زه په هغه باندې غالب شوم او هغه ووژنم، نو تاسو به زمونږ غلامان شئ او زمونږ خدمت به کوئ. ۱۰ نن زه اسراییلیان جګړې ته رابولم، زه تاسو دې ته هڅوم چې یو کس غوره کړئ چې زما سره جګړه وکړي!» ۱۱ کله چې شاوول او د اسراییلو لښکر د جلیات دا خبرې واورېدلې، نو هغوی بې زړه شول او ډېر ووېرېدل.

داود د شاوول د اردو په قرارګاه کې

۱۲ داود د یهودا د بیت لحم د افراتي یسي زوی ؤ. یسي اته زامن درلودل او هغه د شاوول د پاچاهۍ په وخت کې ډېر زوړ شوی ؤ. ۱۳ د هغه درې مشران زامن د شاوول سره جنګ ته تللي ‎وو، مشر یې الیاب، بل یې ابیناداب او درېم یې شمه ؤ. ۱۴ داود د یسي په زامنو کې تر ټولو کشر زوی ؤ. درې مشران ورونه یې د شاوول سره پاتې کېدل. ۱۵ خو کله کله به داود د شاوول څخه بیت لحم ته ستنېده چې د خپل پلار پسونه وڅروي.

۱۶ تر څلوېښت ورځو پورې به جلیات هر سهار او ماښام مخکې کېده او د جنګ دپاره به یې بلنه ورکوله.

۱۷ یوه ورځ یسي داود ته وویل: «لس کیلوګرامه نینې شوې غلې دانې او لس ډوډۍ واخله او په بیړه یې خپلو ورونو ته د شاوول قرارګاه ته یوسه. ۱۸ لس کلچې پنیر د هغوی قوماندان ته یوسه، وګوره چې ستا ورونه څنګه دي او بېرته د هغوی څخه یوه نښه راوړه.» ۱۹ شاوول د خپلو ټولو عسکرو سره او هم د داود ورونه د ایله په دره کې وو او د فلسطینیانو سره جنګېدل. ۲۰ داود سهار وختي پاڅېد او یو کس یې د پسونو د ساتنې دپاره د مسوول په توګه پرېښود. داود ډوډۍ واخیستله او څنګه چې یسي هغه ته ویلي وو هغه لاړ. دی هغه وخت قرارګاه ته ورسېده چې اسراییل خپلې جنګي کرښې ته وتل او د جګړې نارې یې وهلې. ۲۱ د اسراییلیانو او فلسطینیانو لښکرې د جګړې دپاره یو بل ته مخامخ ځای په ځای شوې. ۲۲ داود خپل شیان د سامانونو ساتونکي ته پرېښودل، د جګړې کرښې ته یې ورمنډه کړه او د خپلو ورونو د احوال پوښتنه یې وکړه. ۲۳ په داسې حال کې چې داود د هغوی سره خبرې کولې، فلسطینی اتل جلیات چې د جت څخه ؤ د خپلو کرښو څخه راووت. د مخکې په شان یې جګړې ته د رابللو چیغې ووهلې او داود هغه واورېدلې. ۲۴ کله چې اسراییلیانو جلیات ولید، هغوی ټول له ډېرې وېرې د هغه څخه وتښتېدل. ۲۵ اسراییلو به ویل: «تاسو وینئ چې دا سړی څنګه راوځي چې اسراییل د جګړې دپاره راوپاروي؟ هغه څوک چې دا سړی ووژني شاوول پاچا به ورته ډېر انعام ورکړي. هغه به هم خپله یوه لور هغه ته په نکاح کړي او د هغه د پلار کورنۍ به د مالیې ورکولو څخه معاف کړي.»

۲۶ داود د هغو نفرو څخه چې د ده سره نژدې ولاړ وو، پوښتنه وکړه: «څوک چې دغه فلسطینی ووژني او اسراییل د دې رسوایۍ څخه خلاص کړي څه به تر لاسه کړي؟ اخر دا کافر فلسطینی څوک دی چې د ژوندي خدای لښکرې جګړې ته راپاروي؟» ۲۷ دوی تکرار کړل چې شاوول د هغه چا دپاره چې جلیات ووژني څنګه انعام ایښی دی.

۲۸ کله چې د داود مشر ورور الیاب د هغو خلکو سره د داود خبرې واورېدلې، هغه په داود باندې له قهره سور شو او ویې ویل: «دلته څه کوې؟ څوک په دښته کې ستا د هغه څو پسونو ساتنه کوي؟ زه د ستا د زړه په مغرورۍ او بد نیت باندې پوهېږم، ته یوازې د جګړې د سیل دپاره راغلی یې.»

۲۹ داود وویل: «اوس ما څه کړي دي؟ ایا د خبرو کولو حق هم نه لرم؟» ۳۰ بیا هغه بل سړي ته مخ ورواړاوه او د هغه څخه یې هم هماغه پوښتنه وکړه. هر وخت چې هغه پوښتنه کوله نو هماغه ځواب به یې تر لاسه کاوه.

۳۱ ځینو خلکو د داود خبرې واورېدلې او هغوی شاوول خبر کړ او هغه یې راوغوښت. ۳۲ داود شاوول ته وویل: «اعلیحضرته، هېڅوک باید د دې فلسطیني څخه ونه وېریږي! ستاسو غلام به لاړ شي او د هغه سره به وجنګیږي.»

۳۳ شاوول ځواب ورکړ: «ته به د هغه سره څنګه وجنګېږې؟ ته یو بې تجربې ځوان یې او هغه د ځوانۍ څخه یو جنګیالی دی.»

۳۴ خو داود شاوول ته وویل: «ستاسو غلام د خپل پلار د پسونو ساتنه کوي. کله چې زمری یا اېږه راځي او د رمې څخه وری تښتوي، ۳۵ زه د هغه پسې ورځم، هغه وهم او وری د هغه د خولې څخه خلاصوم. که چېرې هغه وحشي حیوان په ما باندې راوګرځي، هغه له ستوني نیسم او تر مرګه یې وهم. ۳۶ ما زمري او اېږې دواړه وژلي دي او د دې کافر فلسطیني سره به چې د ژوندي خدای لښکرې جګړې ته راپاروي هماغه شان عمل وکړم. ۳۷ هغه څښتن چې زه یې د زمریو او اېږو د منګولو څخه ژغورلی یم هغه به مې د دې فلسطیني له لاسه هم وژغوري.»

شاوول ومنله او داود ته یې وویل: «لاړ شه او څښتن دې ستا سره مل وي.» ۳۸ بیا شاوول داود ته خپل جنګي کالي ورواغوستل. خپلې زغرې یې د هغه په تن کړې او برنجي خولۍ یې ور په سر کړه. ۳۹ داود د شاوول توره په جنګي کالیو باندې وتړله او د روانېدو کوښښ یې وکړ، خو هغه نه شو تللی، ځکه چې دی د هغو سره عادت نه ؤ. هغه شاوول ته وویل: «زه د دې کالیو سره عادت نه یم او په دې کې نه شم جنګېدلی.» نو ټول یې وویستل. ۴۰ بیا هغه خپله امسا په لاس کې واخیستله، د ویالې څخه یې پنځه ښویه تیږې د خپل ځان دپاره غوره کړې او هغه یې د خپل شپونتوب په کڅوړه کې کېښودلې. مچنوغزه یې په لاس کې وه او هغه فلسطیني ته ورنژدې شو.

داود جلیات وژني

۴۱ په همدې وخت کې هغه فلسطینی چې سپر وړونکی یې ورڅخه مخکې ؤ راروان ؤ. هغه داود ته ورنژدې کېده. ۴۲ هغه داود ته په ځیر وکتل او ویې لیدل چې هغه یو ښایسته او روغ رمت ځوان دی، نو هغه ورته سپک ښکاره شو. ۴۳ هغه داود ته وویل: «دا ډانګ د څه دپاره دی؟ ایا ته فکر کوې چې زه سپی یم؟» هغه د خپلو خدایانو په نامه په داود باندې لعنت ووایه. ۴۴ هغه داود ته وویل: «راشه! زه به ستا غوښې په مرغانو او په ځناورو باندې وخورم!»

۴۵ داود جلیات ته ځواب ورکړ: «ته زما په وړاندې د تورې، نېزې او خنجر سره راځې. خو زه ستا په وړاندې د مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو د لښکرو د خدای په نوم چې تا جګړې ته راپارولې دي درځم. ۴۶ دا هغه ورځ ده چې څښتن به تا ماته تسلیم کړي او زه به تا ووژنم او ستا سر به پرې کړم. زه به د فلسطینیانو د عسکرو مړي مرغانو او ځناورو ته واچوم چې ویې خوري. نو ټوله نړۍ به په دې پوه شي چې د اسراییلو خدای شته. ۴۷ هرڅوک به دلته وګوري چې څښتن د خپل قوم د ژغورلو دپاره تورو یا نېزو ته اړتیا نه لري. دا د څښتن جنګ دی او هغه به تاسې ټول مونږ ته راتسلیم کړي.»

۴۸ یوځل بیا جلیات د داود خواته ورنژدې کېده او داود د هغه د مقابلې دپاره په چټکۍ سره د جګړې د کرښې په لور ورمنډه کړه. ۴۹ داود خپل لاس خپلې کڅوړې ته وراوږد کړ، یوه تیږه یې راوویسته، په مچنوغزې باندې یې ګوزاره کړه او جلیات یې په تندي باندې وویشت. تیږه د هغه په تندي کې ورننوتله او هغه پړمخې په ځمکه باندې پرېوت. ۵۰ نو داود بې له تورې جلیات ته ماتې ورکړه او د مچنوغزې او تیږې په وسیله یې هغه وواژه. ۵۱ داود منډه کړه او د جلیات سرته ودرېده، د هغه توره یې د هغه د پوښ څخه راوویستله، هغه یې وواژه او سر یې ورڅخه پرې کړ.

کله چې فلسطینیانو ولیدل چې د دوی اتل مړ شو، نو دوی وتښتېدل. ۵۲ د اسراییلو او یهودا خلکو چیغې وهلې او مخ په وړاندې یې منډې کړې. فلسطینیان یې د جت او د عقرون تر دروازو پورې تعقیب کړل او د هغوی مړي د شعرایم په لاره کې د جت او عقرون پورې پراته وو. ۵۳ کله چې اسراییلیان د فلسطینیانو د تعقیبولو څخه راستانه شول، د هغوی قرارګاه یې لوټه کړه. ۵۴ داود د جلیات سر راواخیست او اورشلیم ته یې یووړ، خو د هغه وسلې یې په خپله خېمه کې کېښودلې.

داود د شاوول په حضور کې وړاندې کیږي

۵۵ کله چې شاوول ولیدل چې داود د جلیات سره د جنګ دپاره ورروان دی، نو هغه د خپلو لښکرو د قوماندان ابنیر څخه پوښتنه وکړه: «ای ابنیره، هغه د چا زوی دی؟»

ابنیر ځواب ورکړ: «اعلیحضرته! زه ستا په سر قسم خورم چې زه نه پوهېږم.» ۵۶ پاچا وویل: «دا معلومه کړه چې دا ځوان د چا زوی دی.» ۵۷ نو څنګه چې داود د جلیات د وژلو څخه راستون شو، ابنیر هغه شاوول ته راوست. داود لا د جلیات سر په لاس کې نیولی ؤ. ۵۸ شاوول د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ای ځوانه، ته د چا زوی یې؟»

داود ځواب ورکړ: «زه ستاسو د خدمتګار یسي بیت لحمي زوی یم.»