د اول سموییل کتاب

نولسم فصل

شاوول هڅه کوي چې داود ووژني

۱ شاوول خپل زوی یوناتان او خپلو ټولو درباریانو ته وویل چې داود ووژني، خو داود په یوناتان باندې ډېر ګران ؤ ۲ او هغه ته یې خبرداری ورکړ: «زما پلار شاوول غواړي چې تا ووژني. سبا سهار په خپل ځان باندې پام کوه، په یو ځای کې پټ شه او هلته پاتې شه. ۳ زه به ووځم او په هغه پټي کې چې ته هلته پټ یې د خپل پلار سره به ودرېږم. زه به د هغه سره ستا په اړه خبرې وکړم او هرڅه چې ما معلوم کړل تا به خبر کړم.»

۴ په بل سهار یوناتان شاوول ته د داود هغه ښه کارونه ور په یاد کړل چې د هغه دپاره یې کړي وو. بیا هغه وویل: «ته ولې غواړې چې داود سره بد وکړې؟ هغه خو ستا سره هېڅ بد نه دي کړي. ۵ کله چې هغه جلیات واژه خپل ژوند یې په خطر کې اچولی ؤ او څښتن اسراییلو ته لوی بری ورکړ. کله چې تا دا بری ولید خوشحاله شوې. نو ولې اوس غواړې چې د یو بې ګناه انسان په وینو لاس ولړې او داود بې سببه ووژنې؟» ۶ شاوول د یوناتان په خبرو باندې قانع شو او د څښتن په نوم یې قسم وخوړ چې هغه به داود نه وژني. ۷ نو یوناتان داود راوغوښت او هغه ته یې د ټولو خبرو اترو بیان وکړ. داود یې شاوول ته راوست او هغه د پخوا په شان د شاوول خدمت کاوه.

۸ یوځل بیا د فلسطینیانو سره جګړه شروع شوه، داود په هغوی باندې حمله وکړه او هغوی ته یې داسې پوره ماتې ورکړه چې وتښتېدل.

۹ یوه ورځ شاوول په خپل کور کې ناست ؤ او نېزه یې په لاس کې وه چې د څښتن له خوا ورباندې پېریان نازل شول. په دې وخت کې داود رباب غږاوه. ۱۰ شاوول هڅه وکړه چې په خپله نېزه باندې هغه د دېوال سره مېخ کړي، خو داود د هغه څخه خپل ځان بچ کړ او نېزه په دېوال کې ننوتله. په دې شپه داود په منډه وتښتېد.

۱۱ شاوول د داود کور ته کس ولېږل چې د هغه څارنه وکړي او سهار یې ووژني. خو د داود ښځې میکال هغه ته خبر ورکړ: «که چېرې نن شپه ونه تښتې، نو سبا به هغوی تا ووژني.» ۱۲ نو میکال داود د کړکۍ له لارې ښکته کړ او هغه په منډه وتښتېد. ۱۳ وروسته هغې کورنی بت راواخیست، د داود په کټ باندې یې څملاوه، د وزو ویښتان یې د بت په سر باندې کېښودل او بړستن یې ورباندې واچوله. ۱۴ کله چې شاوول کس ولېږل چې داود ونیسي، نو میکال هغوی ته وویل: «هغه ناروغ دی.» ۱۵ خو شاوول هغوی بېرته ولېږل چې داود وګوري، هغوی ته یې حکم وکړ: «هغه په خپل کټ کې راوړئ چې ویې وژنم.» ۱۶ خو کله چې هغه خلک ورننوتل، وې لیدل چې په کټ کې بت ؤ او په سر باندې یې د وزو ویښتان وو. ۱۷ شاوول د میکال څخه پوښتنه وکړه: «ولې دې زه داسې وغولولم او زما دښمن دې پرېښود چې وتښتي؟»

میکال په ځواب کې ورته وویل: «داود ماته وویل: پرېږده چې وتښتم که نه، نو زه به تا ووژنم.»

۱۸ په دې توګه داود وتښتېد، خپل ځان یې سموییل ته چې په رامې کې ؤ ورساوه او هغه څه چې شاوول ورسره کړي وو هغه ته یې بیان کړل. بیا هغه او سموییل نایوت ته لاړل او هلته پاتې شول. ۱۹ شاوول ته خبر ورسېده چې داود د رامې په نایوت کې دی. ۲۰ نو هغه کس ولېږل چې داود ونیسي، خو کله چې دوی ولیدل چې د نبیانو یوه ډله د سموییل تر مشرۍ لاندې نبوت کوي، نو د خدای روح د شاوول په نفرو باندې نازل شو او دوی هم په نبوت پیل وکړ. ۲۱ شاوول ته په دې اړه خبر ورسېده او هغه نور کس ولېږل او دوی هم نبوت وکړ. د درېم ځل دپاره شاوول کس ولېږل او دوی هم نبوت وکړ. ۲۲ اخر هغه په خپله رامې ته روان شو او کله چې هغه لویې څاه ته چې په سیخوه کې وه ورغی پوښتنه یې وکړه: «سموییل او داود چېرته دي؟» هغه ته خبر ورکړای شو چې هغوی د رامې په نایوت کې دي. ۲۳ څنګه چې هغه نایوت ته روان ؤ، د خدای روح په هغه باندې هم نازل شو او په تللو کې یې نبوت کاوه، ترڅو چې هلته ورسېده. ۲۴ هغه خپل کالي وویستل او د سموییل په مخکې یې نبوت کاوه، هغه ټوله ورځ او ټوله شپه لوڅ پرېوت. له دې کبله خلک وایي: «ایا شاوول هم د نبیانو څخه دی؟»