فصل بعدی

د اول سموییل کتاب

یودېرشم فصل

د شاوول او د هغه د زامنو مړینه

(لومړی تواریخ ۱۰: ۱ - ۱۲)

۱ فلسطینیانو د جلبوع په غره کې د اسراییلو سره جنګ وکړ. په هغه ځای کې ډېر اسراییلیان ووژل شول او پاتې یې چې په هغو کې شاوول پاچا او د هغه زامن هم شامل وو وتښتېدل. ۲ خو فلسطینیانو هغوی ډېر سخت تعقیب کړل او د شاوول درې زامن، یوناتان، ابیناداب او ملکیشوع یې ووژل. ۳ په شاوول باندې جګړه ډېره سخته شوه او کله چې غشي ویشتونکي هغه ته ورسېدل، نو هغه یې ډېر سخت ټپي کړ. ۴ شاوول خپل عسکر ته چې د هغه وسله یې انتقالوله وویل: «خپله توره راوباسه او ما ووژنه، ترڅو دا کافر فلسطینیان راباندې نه ملنډې ووهي، نه مې په عذاب کړي او نه مې ووژني.» خو هغه ځوان د دې کار څخه ډېر ووېرېد. نو شاوول خپله توره راواخیستله او ځان یې ورباندې وغورځاوه. ۵ کله چې هغه ځوان ولیدل چې شاوول مړ شوی دی، نو هغه هم په خپلې تورې باندې ځان وغورځاوه او د شاوول سره یوځای مړ شو. ۶ نو په دې ډول شاوول، د هغه درې زامن، هغه ځوان عسکر او د هغه ټول جنګیالي په هغه ورځ یوځای سره مړه شول. ۷ کله چې د یزرعیل د درې د بلې خوا او د اردن د سیند د ختیځې خوا اسراییلیانو واورېدل چې د اسراییلو لښکر تښتېدلی دی او دا چې شاوول او د هغه زامن وژل شوي دي، دوی خپل ښارونه پرېښودل او وتښتېدل. نو فلسطینیان راغلل او په دغو ښارونو کې ځای په ځای شول.

۸ د جګړې نه یوه ورځ وروسته فلسطینیان د مړو د لوټلو دپاره ورغلل، نو هغوی د شاوول او د هغه د درې زامنو مړي وموندل چې د جلبوع په غره کې پراته وو. ۹ دوی د شاوول سر پرې کړ، د هغه څخه یې زغرې وویستلې او د فلسطین ټول هېواد ته یې استازي ولېږل چې دا زېری د خپلو بتانو او خپلو خلکو په منځ کې خپور کړي. ۱۰ دوی د شاوول وسلې د عشتاروت په بتخانه کې کېښودلې او د هغه مړی یې د بیت‎ شان په دېوال باندې مېخ کړ.

۱۱ کله چې په جلعاد کې د یابیش د ښار خلکو د هغه څه په اړه چې فلسطینیانو په شاوول باندې کړي وو، واورېدل، ۱۲ د هغوی تر ټولو زړور سړي ووتل او ټوله شپه یې بیت شان ته سفر وکړ. هغوی د شاوول او د هغه د زامنو مړي د دېوال څخه راښکته کړل، یابیش ته یې راوړل او هلته یې وسوځول. ۱۳ بیا هغوی د دوی هډوکي راواخیستل، هغه یې په ښار کې د غز د ونې لاندې ښخ کړل او د اوو ورځو دپاره یې روژه ونیوله.

فصل بعدی