د اول سموییل کتاب

اووم فصل

۱ نو د قریه یعاریم خلکو د څښتن د لوظ صندوق راواخیست او هغه یې د ابیناداب کور ته چې د یوې غونډۍ دپاسه ؤ یووړ. د هغه زوی العازار یې وقف کړ چې د څښتن د لوظ صندوق وساتي.

سموییل په اسراییلو باندې حکومت کوي

۲ د څښتن د لوظ صندوق د اوږدې مودې دپاره یعنې څه ناڅه شل کاله په قریه یعاریم کې پاتې شو. په دې موده کې ټولو اسراییلو ویر وکړ او د څښتن په لټون کې شول.

۳ سموییل د اسراییلو قوم ته وویل: «که چېرې تاسو د زړه له کومي څښتن ته راګرځئ، نو تاسو باید پردي خدایان او د عشتاروت بتان له خپلو ځانونو څخه لېرې کړئ. خپل ځانونهپه پوره توګه څښتن ته وقف کړئ او یوازې د هغه عبادت وکړئ، نو هغه به تاسو د فلسطینیانو څخه وژغوري.» ۴ نو اسراییلو د بعل او عشتاروت بتان لېرې کړل او یوازې د څښتن عبادت یې کاوه.

۵ بیا سموییل ټول اسراییلیان راوغوښتل چې په مصفه کې سره راټول شي، ورته ویې ویل: «زه به څښتن ته ستاسو دپاره دعا وکړم.» ۶ کله چې هغوی په مصفه کې سره راغونډ شول، له څاه څخه یې اوبه راوویستلې او د څښتن په وړاندې یې د نذرانې په توګه توی کړې. هغه ورځ یې روژه ونیوله او هلته یې دا اقرار وکړ: «مونږ د څښتن په وړاندې ګناه کړې ده.»

سموییل د اسراییلو مشر ؤ او خپل کار به یې په مصفه کې کاوه.

۷ کله چې فلسطینیانو واورېدل چې اسراییلیان په مصفه کې سره راغونډ شوي دي، د فلسطینیانو پنځه پاچاهان د خپلو نفرو سره روان شول چې په هغوی باندې حمله وکړي. څنګه چې اسراییلو دا واورېدل، نو ووېرېدل. ۸ هغوی سموییل ته وویل: «زمونږ دپاره زمونږ څښتن خدای ته زاري کول مه پرېږده چې مونږ د فلسطینیانو څخه وژغوري.» ۹ نو سموییل یو شیدې رودونکی وری واخېست او هغه ټول یې د سوځېدونکې نذرانې په توګه څښتن ته وړاندې کړ. هغه د اسراییلیانو دپاره څښتن ته فریاد وکړ او څښتن د هغه فریاد واورېد. ۱۰ په هغه شېبه کې چې سموییل سوځېدونکې نذرانه قرباني کوله، فلسطینیان د جګړې دپاره اسراییلو ته رانژدې شول، خو په هغه ورځ څښتن په فلسطینیانو باندې د اسمان څخه تندر راوغورځاوه. هغوی بیخي وارخطا شول او له وېرې وتښتېدل. ۱۱ اسراییلیان د مصفې څخه ووتل او تر بیت کار پورې په فلسطینیانو پسې شول او په لاره کې یې هغوی ووژل.

۱۲ په هغه وخت کې سموییل یوه تیږه واخیستله او هغه یې د مصفې او شن ترمنځ ودروله. هغه یې «د مرستې د تیږې» په نوم یاده کړه او ویې ویل: «تر اوسه پورې څښتن زمونږ سره مرسته کړې ده.» ۱۳ نو فلسطینیانو ډېره بده ماته وخوړله، تر ډېر وخته پورې یې بیا په اسراییلو باندې حمله ونه کړه. ترڅو چې سموییل ژوندی ؤ، د څښتن لاس د هغوی په ضد اوچت ؤ. ۱۴ د عقرون څخه تر جت پورې ټول هغه ښارونه چې فلسطینیانو د اسراییلو څخه نیولي وو بېرته اسراییلو ته ورکړل شول. اسراییلو د دغو ښارونو نژدې سیمې هم د فلسطینیانو څخه ازادې کړې. د اسراییلو او اموریانو ترمنځ هم سوله وشوه.

۱۵ سموییل د خپل ژوند تر پایه پورې د اسراییلو مشر ؤ. ۱۶ هغه به هر کال په بیت ییل، جلجال او مصفې باندې ګرځېده او په دې ځایونو کې به یې شخړې حل کولې. ۱۷ بیا به هغه بېرته رامه ته ستنېده، ځکه چې هلته د هغه کور ؤ او په دې ځای کې هم هغه د قاضي په توګه خدمت کاوه. په رامه کې یې د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ.