د اول سموییل کتاب

اتم فصل

اسراییلیان پاچا غواړي

۱ کله چې سموییل زوړ شو، نو خپل زامن یې د قاضیانو په توګه د اسراییلو دپاره وټاکل. ۲ د هغه د مشر زوی نوم یوییل او د کشر زوی نوم ابیا ؤ. هغوی په بیرشبع کې قاضیان وو. ۳ خو هغوی د خپل پلار په لار روان نه وو. د هغوی شوق یوازې پیسې پیدا کول ؤ، نو رشوت به یې اخیست او انصاف به یې تر پښو لاندې کاوه.

۴ نو د اسراییلو ټول سپین ږیري سره راغونډ شول او رامې ته لاړل، ترڅو د سموییل سره وګوري. ۵ سموییل ته یې وویل: «ګوره، ته زوړ شوی یې او ستا زامن ستا په لاره نه ځي. اوس زمونږ دپاره پاچا وټاکه چې په مونږ باندې حکومت وکړي، ترڅو مونږ هم د نورو ټولو قومونو په شان پاچا ولرو.» ۶ سموییل د هغوی په دې غوښتنه خوشحاله نه ؤ. نو هغه څښتن ته دعا وکړه. ۷ څښتن هغه ته وویل: «سموییله! هرڅه چې قوم در نه غواړي هماغسې وکړه. هغوی ته نه یې رد کړی، بلکې زه یې د خپل پاچا په توګه رد کړی یم. ۸ د هغه وخت څخه چې ما دوی د مصر څخه راوویستل، زه یې پرېښودم او د نورو خدایانو عبادت یې وکړ. هغوی اوس ستا سره هغه کار کوي کوم چې هغوی تل زما سره کړی دی. ۹ نو بیا څه چې هغوی در نه غواړي هماغسې وکړه، خو هغوی ته په کلکه خبرداری ورکړه او ورته وښایه چې پاچاهان به د دوی سره څنګه رویه کوي.»

۱۰ سموییل د څښتن ټولې خبرې هغه خلکو ته بیان کړې چې د هغه څخه یې د پاچا غوښتنه کړې وه. ۱۱ سموییل څرګنده کړه: «ستاسو پاچا به ستاسو سره داسې رویه وکړي: هغه به ستاسو زامن واخلي او د هغو څخه به عسکر جوړ کړي. ځینې به یې په جنګي ګاډیو کې خدمت کوي، نور به د هغه سپاره عسکر وي او ځینې به د هغه د ګاډیو په مخکې ځغلي. ۱۲ ځینې به د زر کسیزه ډلې او ځینې به د پنځوس کسیزه ډلې قوماندانان وټاکي. ستاسو زامن به د پاچا ځمکه قلبه کوي، د هغه حاصلات به راغونډوي او د وسلې او د جنګي ګاډیو دپاره به سامان جوړوي. ۱۳ هغه به ستاسو لورګانې بوځي او هغه ته به عطر جوړوي، پخلی به ورته کوي او ډوډۍ به ورته پخوي. ۱۴ هغه به ستاسو څخه ډېر ښه پټي او د انګورو او زیتونو باغونه واخلي او خپلو افسرانو ته به یې ورکړي. ۱۵ هغه به ستاسو د غلو دانو او انګورو لسمه برخه واخلي او خپلو درباریانو او افسرانو ته به یې ورکړي. ۱۶ هغه به ستاسو څخه غلامان، وینځې او ستاسو ډېرې ښې پادې او خره د خپل کار دپاره واخلي. ۱۷ هغه به ستاسو د رمو څخه لسمه برخه اخلي او تاسو په خپله به د هغه غلامان شئ. ۱۸ هغه ورځ به راشي کله چې تاسو د خپل پاچا له لاسه چې د خپل ځان دپاره مو غوره کړی دی سخت شکایتونه وکړئ. خو څښتن به ستاسو شکایتونو ته غوږ ونه نیسي.»

۱۹ خو قوم د سموییل د خبرو د اورېدلو څخه انکار وکړ او ویې ویل: «نه! مونږ پاچا غواړو. ۲۰ مونږ هیله لرو چې د نورو ټولو قومونو په شان شو. پاچا به په مونږ باندې حکومت وکړي او په جګړې کې به زمونږ لارښوونه کوي.»

۲۱ سموییل د هغوی خبرې واورېدلې، بیا یې دا هرڅه څښتن ته وړاندې کړل. ۲۲ څښتن ځواب ورکړ: «څه چې دوی غواړي هغه وکړه، ورته یو پاچا وټاکه.» بیا سموییل د اسراییلو قوم ته وویل: «هر یو دې خپل کور ته لاړ شي.»