تسالونیکیانو ته د پولوس رسول لومړی لیک

څلورم فصل

د مسیحي چال چلند په هکله نصیحت

۱اخر دا چې ای خویندو او ورونو! مونږ تاسو ته زده کړل چې څنګه ژوند باید وکړئ ترڅو خدای خوشحاله کړئ، لکه څنګه چې اوس یې کوئ. مونږ د څښتن عیسی په نوم تاسو ته سوال کوو او په کلکه درڅخه غواړو چې نور هم همداسې کوئ. ۲ځکه چې تاسو پوهېږئ کومې لارښوونې چې مونږ تاسو ته وکړې هغه د څښتن عیسی له خوا وې. ۳د خدای اراده دا ده چې تاسو پاک او سپېڅلي اوسئ او د بل چا سره د جنسي بد‌اخلاقیو نه ځان لېرې وساتئ. ۴تاسو هر یو باید پوه شئ چې څنګه خپل بدن په خپل اختیار کې وساتئ او هغه پاک او عزتمن وساتئ. ۵نه د هغو بې‌دینه خلکو په شان چې خدای نه پېژني او په نفساني غوښتنو کې راګېر شئ. ۶هېڅوک دې په دې موضوع کې د خپلو مسیحي ورونو عزت ته په بده سترګه نه ګوري او د هغوی څخه دې غلطه ګټه نه اخلي. لکه څنګه چې مونږ مخکې تاسو ته وویل او خبرداری مو درکړ چې څښتن به هغو ټولو کسانو ته چې داسې کارونه کوي، سزا ورکړي. ۷خدای مونږ د دې دپاره نه یو رابللي چې خپل ژوند په بد‌اخلاقۍ کې تېر کړو، بلکې پاک او سپېڅلی ژوند وکړو. ۸نو بیا هرڅوک چې دا تعلیم نه مني، هغه انسان نه بلکې هغه خدای نه مني چې تاسو ته یې خپل روح القدس درکړی دی.

۹نو بیا مونږ ته د دې اړتیا نشته چې تاسو ایماندارانو ته یو د بل سره د مینې کولو په هکله کوم شی ولیکو، ځکه چې خدای خپله تاسو ته تعلیم درکړی دی چې یو د بل سره مینه وکړئ. ۱۰په حقیقت کې تاسو په ټوله مقدونیه کې د ټولو ایماندارانو سره مینه کوئ. خو ای خویندو او ورونو! مونږ ستاسو نه غواړو چې خپله مینه نوره هم زیاته کړئ. ۱۱او ستاسو مقصد دې دا وي چې سوله‌ییز ژوند ولرئ، په خپلو کارونو کې بوخت اوسئ او په خپلو لاسونو د خپل ژوند اړتیاوې پوره کړئ، لکه څنګه چې مونږ تاسو ته تعلیم درکړی دی. ۱۲نو په دې ډول به غیر‌ایمانداران ستاسو درناوی کوي او هېچا ته به محتاج نه اوسئ.

د څښتن عیسی په بېرته راتللو سره ایمانداران راژوندي کیږي

۱۳ای خویندو او ورونو! مونږ نه غواړو تاسې د هغو ایماندارانو په هکله بې‌خبره پاتې شئ چې مړه شوي دي، ترڅو د هغو خلکو په شان غمجن نه شئ چې د بیا راژوندي کېدلو هېڅ هیله نه لري. ۱۴څرنګه چې مونږ په دې ایمان لرو چې عیسی مړ شو او بیا راژوندی شو، نو په دې هم ایمان لرو چې خدای به هغه ټول کسان چې په عیسی باندې یې ایمان درلود او مړه شوي دي، د عیسی سره بېرته بوځي. ۱۵مونږ دا خبره د څښتن عیسی مسیح له خوا تاسو ته کوو: مونږ چې د هغه د راتګ پورې ژوندي پاتې کېږو، نو کوم کسان چې مړه شوي دي، د هغوی څخه مخکې به د څښتن عیسی سره ونه ګورو. ۱۶ځکه کله چې څښتن عیسی په خپله د اسمان نه راښکته شي، نو خلک به د هغه د حکم لوړ اواز، د فرښتو د مشر اواز او د اسماني سرني اواز واوري، نو اول به هغه خلک راژوندي شي چې په مسیح باندې یې ایمان راوړی ؤ. ۱۷نو بیا به مونږ ټول چې ژوندي پاتې یو، د هغوی سره یوځای په ورېځو کې پورته یووړل شو چې په اسمان کې د څښتن عیسی سره لیدنه وکړو، نو په دې ډول به مونږ ټول تل ترتله د هغه سره اوسو. ۱۸نو بیا په دې خبرو یو بل ته تسلي ورکوئ.