Afghan Bibles
English · دری · پښتو

تسالونیکیانو ته د پولوس رسول لومړنی لیک پولو - (افغان پښتو - می ۲۰۱۹)

څلورم فصل

د مسیحي چال چلند په هکله نصیحت

۱نو ای خویندو او ورونو! مونږ تاسو ته زده کړل چې څنګه ژوند باید وکړئ ترڅو خدای خوشحاله کړئ، لکه څنګه چې اوس یې کوئ. مونږ د څښتن عیسی په نوم تاسو ته سوال کوو او په کلکه درڅخه غواړو چې نور هم همداسې کوئ. ۲ځکه چې تاسو پوهېږئ کومې لارښوونې چې مونږ تاسو ته وکړې هغه د څښتن عیسی له خوا وې. ۳د خدای اراده دا ده چې تاسو پاک اوسئ او د بل چا سره د جنسي بد اخلاقیو نه ځان لېرې وساتئ. ۴تاسو هر یو باید پوه شئ چې څنګه خپل بدن په خپل اختیار کې وساتئ او هغه پاک او عزتمن وساتئ. ۵نه د هغو بې دینه خلکو په شان چې خدای نه پېژني او په شهواني خواهشاتو کې راګیر شئ. ۶هېڅوک دې په دې موضوع کې د خپلو مسیحي ورونو عزت ته په بده سترګه نه ګوري او د هغوی څخه دې غلطه ګټه نه اخلي. لکه څنګه چې مونږ مخکې تاسو ته وویل او خبرداری مو درکړ چې څښتن به هغو ټولو کسانو ته چې داسې کارونه کوي، سزا ورکړي. ۷خدای مونږ د دې دپاره نه یو رابللي چې خپل ژوند په بداخلاقۍ کې تېر کړو، بلکې پاک ژوند وکړو. ۸نو بیا هرڅوک چې دا تعلیم نه مني، هغه انسان نه بلکې هغه خدای نه مني چې تاسو ته یې خپل روح القدس درکړی دی.

۹نو بیا مونږ ته د دې اړتیا نشته چې تاسو ایماندارانو ته یو د بل سره د مینې کولو په هکله کوم شی ولیکو، ځکه چې خدای خپله تاسو ته تعلیم درکړی دی چې یو د بل سره مینه وکړئ. ۱۰په حقیقت کې تاسو په ټوله مقدونیه کې د ټولو ایماندارانو سره مینه کوئ. خو ای خویندو او ورونو! مونږ ستاسو نه غواړو چې خپله مینه نوره هم زیاته کړئ. ۱۱او ستاسو مقصد دې دا وي چې سوله ایز ژوند ولرئ، په خپلو کارونو کې بوخت اوسئ او په خپلو لاسونو د خپل ژوند اړتیاوې پوره کړئ، لکه څنګه چې مونږ تاسو ته تعلیم درکړی دی. ۱۲نو په دې ډول به غیر ایمانداران ستاسو درناوی کوي او هېچا ته به محتاج نه اوسئ.

د څښتن عیسی په بېرته راتلو سره ایمانداران راژوندي کیږي

۱۳ای خویندو او ورونو! مونږ نه غواړو تاسې د هغو ایماندارانو په هکله بې خبره پاتې شئ چې مړه شوي دي، ترڅو د هغو خلکو په شان غمجن نه شئ چې د بیا راژوندي کېدلو هېڅ هیله نه لري. ۱۴مونږ په دې ایمان لرو چې عیسی مړ شو او بیا راژوندی شو. په دې هم ایمان لرو چې خدای به داسې وکړي: هغه ټول کسان چې په عیسی باندې یې ایمان درلود او مړه شوي دي، د عیسی سره جنت ته بوځي. ۱۵مونږ دا خبره د څښتن عیسی مسیح له خوا تاسو ته کوو: مونږ چې د هغه د راتګ پورې ژوندي پاتې کېږو، نو کوم کسان چې مړه شوي دي، د هغوی څخه مخکې به د څښتن عیسی سره ونه ګورو. ۱۶ځکه کله چې څښتن عیسی په خپله د آسمان نه راښکته شي، نو خلک به د هغه د حکم لوړ آواز، د فرښتو د مشر آواز او د آسماني سرني آواز واوري، نو اول به هغه خلک راژوندي شي چې په مسیح باندې یې ایمان راوړی ؤ. ۱۷نو بیا به مونږ ټول چې ژوندي پاتې یو، د هغوی سره یوځای په ورېځو کې پورته یوړل شو چې په آسمان کې د څښتن عیسی سره لیدنه وکړو، نو په دې ډول به مونږ ټول تل ترتله د هغه سره اوسو. ۱۸نو بیا په دې خبرو یو بل ته تسلي ورکوئ.