۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

تسالونیکیانو ته د پولوس رسول لومړی لیک

پنځم فصل

د عیسی مسیح بېرته راتللو ته تیاری نیول

۱ای خویندو او ورونو! اړتیا نشته چې مونږ تاسو ته ولیکو چې څنګه او کله به دا هرڅه پېښیږي، ۲تاسو ښه پوهېږئ چې د څښتن ورځ به د هغه غله په شان وي چې د شپې راځي. ۳کله چې خلک وایي چې سوله او امنیت دی، نو ناڅاپه به په هغوی باندې داسې مصیبت راشي لکه څنګه چې په امیدوارې ښځې باندې د ماشوم د پیدا کېدلو درد راځي او هغوی به تښتېدلی نه شي. ۴خو ای خویندو او ورونو! تاسو په تیاره کې ژوند نه کوئ چې هغه ورځ به تاسو د غل د راتللو په شان حیران کړي. ۵ځکه چې تاسو ټول د رڼا او د ورځې اولادونه یئ. مونږ د تیارې او شپې خلک نه یو. ۶نو بیا راځئ چې د نورو په شان ویده پاتې نه شو، بلکې ویښ او هوښیار اوسو. ۷ځکه چې خلک د شپې ویده کیږي او د شپې نشه کیږي. ۸خو څرنګه چې مونږ په رڼا کې ژوند کوو، نو راځئ چې هوښیار اوسو. مونږ باید ایمان او مینه لکه د زغرو د کالیو په شان واغوندو. زمونږ د خلاصون هیله دې د زغرو د خولۍ په شان وي. ۹ځکه چې خدای مونږ د دې دپاره نه یو غوره کړي چې خپل غضب په مونږ نازل کړي، بلکې د دې دپاره چې مونږ د خپل څښتن عیسی مسیح په وسیله خلاصون پیدا کړو. ۱۰هغه زمونږ دپاره مړ شو، ترڅو کله چې هغه بېرته راځي، که مونږ مړه یو یا ژوندي یو، وکولای شو د هغه سره یوځای ژوند وکړو. ۱۱نو بیا تاسو یو بل وهڅوئ او قوي کړئ لکه څنګه چې اوس یې کوئ.

وروستنۍ لارښوونې او سلامونه

۱۲ای خویندو او ورونو! ستاسو نه غوښتنه کوو چې د هغو خلکو درناوی کوئ چې په تاسو کې زیار وباسي او د څښتن په کار کې تاسو ته لارښوونه او نصیحت کوي. ۱۳د هغه کار له امله چې هغوی یې کوي، په مینه د هغوی ډېر عزت کوئ او یو د بله سره په سوله کې ژوند کوئ. ۱۴ای خویندو او ورونو! مونږ ستاسو څخه غواړو چې لټانو او بېکاره خلکو ته نصیحت کوئ، بې‌زړه خلک تشویق کوئ، د کمزورو خلکو سره مرسته کوئ او د هغوی ټولو سره د صبر څخه کار اخلئ. ۱۵ګورئ، په تاسو کې دې هېڅوک د هېچا سره د بدو په بدل کې بدي نه کوي، بلکې کوښښ کوئ چې تل یو د بل سره او د ټولو خلکو سره نېکي وکړئ. ۱۶تل خوشحاله اوسئ. ۱۷هر وخت دعا کوئ. ۱۸په هر حال کې د خدای شکر کوئ، ځکه چې دا ستاسو دپاره چې د عیسی مسیح سره تړاو لرئ، د خدای رضا ده. ۱۹د روح القدس د کار مخه مه نیسئ. ۲۰د پیغمبرانو کلام ته په سپکه سترګه مه ګورئ، ۲۱بلکې هرڅه وازمایئ او کوم څه چې ښه وي په هغه باندې عمل وکړئ. ۲۲د هر ډول بدیو نه ځان لېرې ساتئ.

۲۳خدای چې د سولې او سلامتۍ سرچینه ده، هغه دې تاسو په پوره توګه پاک کړي او ستاسو ټول روح، ځان او بدن دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح د راتګ په وخت کې بې‌عیبه وساتي. ۲۴خدای چې تاسو ځان ته رابللي یئ، د باور وړ دی او هغه به دا کار وکړي.

۲۵ای خویندو او ورونو! زمونږ دپاره هم دعا وکړئ. ۲۶ټولو ایماندارانو ته سلامونه ووایئ او په پاکه مینه هغوی ښکل کړئ. ۲۷زه تاسو ته د څښتن په نوم حکم کوم چې دا لیک ټولو خویندو او ورونو ته ولولئ. ۲۸په تاسو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي.

بل څپرکۍ

Fatal error: Uncaught Error: Call to undefined function isbot() in /home/afghanbibles/inc/footer.php:166 Stack trace: #0 /home/afghanbibles/bible.php(1450): include() #1 {main} thrown in /home/afghanbibles/inc/footer.php on line 166