Afghan Bibles
English · دری · پښتو

تسالونیکیانو ته د پولوس رسول لومړنی لیک پولو - (افغان پښتو - می ۲۰۱۹)

درېم فصل

۱څرنګه چې مونږ نور ستاسو لېرې والی ونه شو زغملی، نو پرېکړه مو وکړه چې د آتن په ښار کې پاتې شو. ۲نو مونږ خپل ورور تیموتاوس چې د مسیح د زېري په خپرولو کې د خدای همکار دی درولېږه، ترڅو تاسو قوي کړي او تشویق مو کړي چې په خپل ایمان کې ټینګ واوسئ ۳ترڅو په تاسو کې هېڅوک د دې تکلیفونو له امله خپل ایمان له لاسه ورنه کړي. تاسو پوهېږئ چې دا تکلیفونه زمونږ په قسمت او تقدیر کې دي. ۴ځکه کله چې مونږ تاسو سره وو، نو له مخکې نه مو درته وویل چې مونږ ټول به وځورول شو او لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ همداسې وشول. ۵نو له دې امله چې دا مې نور نه شو زغملی نو تیموتاوس مې درولېږه، ترڅو دا معلومه کړي چې تاسو په ایمان کې ټینګ پاتې یئ که نه. ځکه زه وېرېدم هسې نه چې شیطان تاسو وسوسه کړي اوسئ او زمونږ خواري بېځایه تللي وي.

۶خو اوس تیموتاوس ستاسو نه بېرته مونږ ته راغی او ستاسو د ایمان او مینې په هکله یې مونږ ته ښه خبر راوړ. هغه وویل چې تاسو تل مونږ په خوشحالۍ سره یادوئ او لکه څنګه چې مونږ ستاسو د لیدلو په ارمان یو، تاسو هم زمونږ د لیدلو په ارمان یئ. ۷نو ای خویندو او ورونو! سره له دې ستونځو او کړاوونو چې مونږ ولیدل، مونږ ته تسلي پیدا شوه، ځکه چې تاسو په خپل ایمان کې ټینګ پاتې یئ. ۸په دې باندې زمونږ روح تازه شو، ځکه چې تاسو په څښتن عیسی باندې ټینګ ایمان لرئ. ۹نو بیا مونږ د هغو خوشحالیو دپاره چې ستاسو په خاطر یې لرو، د خدای په حضور کې څومره شکرګزاري وکړو. ۱۰مونږ شپه او ورځ له زړه له کومي دعا کوو چې یوځل بیا تاسو ووینو او هغه کمی چې ستاسو په ایمان کې موجود دی، هغه پوره کړو.

۱۱اوس دې زمونږ پلار خدای او زمونږ څښتن عیسی خپله مونږ ته لاره وښایي چې تاسو ته درشو. ۱۲څښتن دې ستاسو مینه یو د بله او ټولو خلکو سره ډېره زیاته کړي، دومره زیاته لکه څنګه چې مونږ یې تاسو سره لرو. ۱۳کله چې زمونږ څښتن عیسی د خپلو ټولو سپېڅلو خلکو سره راځي او تاسو د خدای یعنې زمونږ آسماني پلار په حضور کې ودرېږئ، نو هغه دې ستاسو زړونه قوي، پاک او بې عیبه کړي.