د دوهم تواریخ کتاب

څوارلسم فصل

د یهودا پاچا آسا

۱ ابیا مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. د هغه زوی آسا د هغه په ځای پاچا شو. د هغه په وخت کې په یهودا کې لس کاله ارامي وه. ۲ آسا هغه کارونه کول چې د څښتن خدای په نظر کې ښه او سم وو. ۳ هغه د پردیو خدایانو د قربانۍ او د بتانو سیمه‌اییز عبادتځایونه وران کړل. هغه د تیږو ستنې ټوټې ټوټې کړې او د اشیره بتان یې راوغورځول. ۴ هغه د یهودا په خلکو باندې امر وکړ چې د څښتن یعنې د خپلو نیکونو د خدای عبادت وکړي او د هغه قوانینو او حکمونو ته غاړه کېږدي. ۵ هغه د یهودا په ټولو ښارګوټو کې سیمه‌ییز عبادتځایونه او د خوشبویۍ د سوځولو ځایونه وران کړل. له دې امله د هغه د پاچاهۍ په وخت کې امن او ارامي وه. ۶ د آسا د پاچاهۍ په وخت کې د یهودا په سیمه کې ارامي وه. په هغه وخت کې هغه په یهودیه کې قوي ښارونه جوړ کړل او څو کاله هلته جنګ نه ؤ، ځکه چې څښتن هغوی ته ارامي ورکړې وه. ۷ هغه د یهودا خلکو ته وویل: «راځئ چې د دې ښارونو دپاره دېوالونه او د څارنې برجونه جوړ کړو او داسې دروازې ورته جوړې کړو چې په اړمونو بندیږي. دا هېواد تر‌اوسه پورې زمونږ دی، ځکه چې مونږ خپل څښتن خدای ته رجوع کړې ده. هغه د ټولو دښمنانو څخه په ارامۍ کې ساتلي یو.» خلکو ښارونه اباد کړل او نېکمرغه شول. ۸ آسا یو لوی لښکر درلود: د هغوی څخه درې سوه زره تنه د یهودا د قبیلې څخه وو او لوی سپرونه او نېزې ورسره وې. دوه لکه او اتیا زره تنه د بنیامین د قبیلې څخه وو او کوچني سپرونه او لیندې ورسره وې. هغوی ټول زړور جنګیالي وو.

د ایتوپیا د لښکرو ماتې

۹ زارح ایتوپیایي د یو میلیون کسیزه لښکر او درې سوه جنګي ګاډیو سره په یهودا باندې حمله وکړه او تر مریشه پورې یې پرمختګ وکړ. ۱۰ آسا حرکت وکړ چې د هغه سره وجنګیږي او دواړه خواوې مریشه ته نژدې د صفاته په دره کې، ځای په ځای شوې. ۱۱ آسا خپل څښتن خدای ته زاري وکړه او ویې ویل: «ای څښتنه، یوازې ته د یو کمزوري لښکر سره مرسته کولای شې چې یو قوي لښکر ته ماتې ورکړي. ای زمونږ څښتن خدایه، مونږ ستا په مرستې باندې تکیه کوو. مونږ ستا په نوم د دې قوي لښکر سره د جنګ دپاره راغلي یو او مونږ پوهېږو چې ته به ماتې نه خورې. ته زمونږ څښتن خدای یې.» ۱۲ نو څښتن د ایتوپیایانو لښکرو ته د آسا او یهودا د لښکرو په لاس ماتې ورکړه او هغوی وتښتېدل. ۱۳ بیا آسا او د هغه عسکرو هغوی تر جرار پورې تعقیب کړل. دومره ډېر ایتوپیایان ووژل شول چې د هغوی لښکر ونه شو کولای چې بېرته سره یوځای شي او وجنګیږي. څښتن او د هغه لښکر هغوی تباه کړل او هغوی په زیاته اندازه غنیمت ونیوه. ۱۴ هغوی وکولای شول چې د جرار د شاوخوا سیمو ښارونه له منځه یوسي، ځکه چې څښتن په دغو خلکو باندې وېره راوستې وه. له دې امله چې دې ښارونو ډېر غنیمت درلود، نو د آسا لښکرو دا ټول لوټ کړل. ۱۵ هغوی په هغو کمپونو باندې هم حمله وکړه چې شپانه په کې اوسېدل او ډېر پسونه، وزې او اوښان یې ونیول. بیا هغوی بېرته اورشلیم ته راستانه شول.