کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ د عودید په زوی عزریا باندې د خدای روح نازل شو ۲ او هغه لاړ چې د آسا پاچا سره لیدنه کتنه وکړي. عزریا هغه ته وویل: «ای آسا او د یهودا او د بنیامین ټولو خلکو، ماته غوږ ونیسئ! تر هغه وخته پورې چې تاسو د څښتن سره یئ، هغه ستاسو سره مل دی، که چېرې تاسو د هغه په لټه کې شئ، هغه به پیدا کړئ. خو که چېرې د هغه څخه مخ واړوئ، هغه به هم ستاسو څخه مخ واړوي. ۳ اسراییلو ډېره موده پرته له رښتیني خدای او شریعت څخه ژوند تېراوه. کاهنان نه وو چې هغوی ته څه ورزده کړي. ۴ خو د مصیبت په وخت کې به د اسراییلو څښتن خدای ته راګرځېدل. هغوی د خدای په لټه کې شول او هغه یې پیدا کړ. ۵ په هغه وخت کې هېچا نه شو کولای چې په امن سره تګ راتګ وکړي، ځکه چې په هر هېواد کې ناارامي او ګډوډي وه. ۶ یو قوم به په بل قوم باندې او یو ښار به په بل ښار باندې ظلم او تېری کاوه، نو ځکه خدای هغوی په هر ډول مصیبت او کړاو اخته کړل. ۷ خو تاسو تکړه او زړور اوسئ او بېحوصلې کېږئ مه. بیا چې تاسو کوم کار کوئ، تاسو ته به د هغې اجر درکول کیږي.»
۸ کله چې آسا د عودید د زوی عزریا پېشګویي واورېدله، نو هغه زړور شو. هغه ټول هغه بتان لېرې کړل چې د یهودا او د بنیامین په خاوره کې وو او همدارنګه هغه بتان چې په هغو ښارونو کې وو چې هغه د افرایم په غرنۍ سیمه کې نیولي وو. هغه د څښتن د قربانۍ ځای هم بېرته جوړ کړ چې د هغه د کور د برنډې په مخکې ؤ. ۹ آسا د یهودا او د بنیامین ټول خلک او همدارنګه د افرایم، منسي او د شمعون د سیمو خلک چې د هغوی سره په یهودا کې اوسېدل، راوغوښتل. د دې خلکو زیات شمېر د آسا پلویان شوي وو، ځکه چې هغوی لیدلي وو چې د هغه څښتن خدای د هغه سره مل دی. ۱۰ د آسا د پاچاهۍ د پنځلسم کال په درېمه میاشت هغوی په اورشلیم کې راټول شول. ۱۱ په هماغه ورځ هغوی د هغه غنیمت څخه چې د ځان سره یې راوړی ؤ، څښتن ته اووه سوه غویان او اووه زره پسونه قرباني کړل. ۱۲ هغوی لوظ وکړ او دا خبره یې ومنله چې د زړه له کومي او په ټول ځان به د خپلو نیکونو د څښتن خدای عبادت کوي. ۱۳ هرچا، ځوان او زوړ، نارینه او ښځې چې د هغه عبادت به یې نه کاوه، هغه به وژل کېده. ۱۴ هغوی په لوړ اواز سره سرني وغږول او د څښتن په نوم یې قسم وخوړ چې په خپل لوظ به ودریږي. ۱۵ د یهودا ټول خلک خوشحاله وو، ځکه چې هغوی د زړه له کومي دا لوظ کړی ؤ. هغوی په شوق سره د څښتن عبادت کاوه او څښتن هغوی قبول کړل او هغوی ته یې د هرې خوا نه سوله ور په برخه کړه.
۱۶ آسا پاچا حتی خپله نیا معکه د ملکې د مور په توګه د خپل مقام څخه لېرې کړه، ځکه چې هغې د اشیره د کرکې وړ بت جوړ کړی ؤ. آسا هغه بت رانسکور کړ، هغه یې ټوټې ټوټې کړ او ټوټې یې د قدرون په دره کې وسوځولې. ۱۷ که څه هم آسا د اسراییلو سیمهییز عبادتځایونه له منځه یو نه وړل، خو هغه ټول عمر څښتن ته وفادار پاتې شو. ۱۸ هغه د خدای په کور کې سره زر او سپین زر او نور ټول شیان کېښودل چې هغه او د هغه پلار خدای ته وقف کړي وو.
۱۹ د آسا د پاچاهۍ تر پنځه دېرشم کاله پورې هلته نوره هېڅ جګړه ونه شوه.