د دوهم تواریخ کتاب

شپاړسم فصل

په یهودا باندې د اسراییلو د پاچا بعشا یرغل

(لومړی پاچاهان ۱۵‏:‌۱۷‌‏-‌۲۲)

۱ د آسا د پاچاهۍ په شپږ دېرشم کال د اسراییلو پاچا بعشا په یهودا باندې حمله وکړه او د رامه ښار یې ونیوه. هغه دا ښار قوي کړ، د دې دپاره چې د یهودا د ټولو خلکو د تګ راتګ مخه ونیسي. ۲ نو آسا پاچا هغه سپین زر او سره زر چې د څښتن د کور او د خپلې ماڼۍ په خزانو کې وو، واخیستل. بیا یې هغه دمشق ته د سوریې پاچا بنهدد ته د دې پیغام سره ولېږل: ۳ «زما او ستاسو ترمنځ دې داسې یو تړون وي لکه څنګه چې زما د پلار او ستاسو د پلار ترمنځ ؤ. ګورئ، زه تاسو ته سپین او سره زر درلېږم. نو خپل تړون اوس د اسراییلو د پاچا بعشا سره مات کړئ، ترڅو هغه خپلې لښکرې زما د سیمې څخه وباسي.»

۴ بنهدد پاچا د آسا غوښتنه ومنله او خپل قوماندانان او لښکرې یې ولېږلې چې د اسراییلو په ښارونو باندې حمله وکړي. هغوی عیون، دان، آبل‌مایم او د نفتالي ټول هغه ښارونه ونیول چې ګودامونه په کې وو. ۵ کله چې بعشا له دې څخه خبر شو، هغه د رامه ښار د قوي کولو نه لاس واخیست او کار یې بس کړ. ۶ بیا آسا پاچا د ټولې یهودا څخه سړي راټول کړل او په هغوی باندې یې هغه تیږې او تیرونه یووړل چې بعشا په رامه کې ورڅخه کار اخیست او هغوی دا د جبع او مصفه د ښارونو په قوي کولو کې ولګول.

حناني نبي او د آسا غندنه

۷ په هغه وخت کې حناني نبي آسا ته ورغی او ورته ویې ویل: «تا د خپل څښتن خدای په ځای د سوریې په پاچا باندې تکیه کړې ده. اوس د سوریې لښکرې ستا له لاسه وتلې دي. ۸ په یاد دې دي چې د ایتوپیایانو او د لیبیایانو لښکرې چې زیات شمېر جنګي ګاډۍ او اس سواران یې درلودل، څومره زورورې وې؟ خو هغه وخت تا په څښتن باندې توکل وکړ چې مرسته درسره وکړي او هغوی ته دې ماتې ورکړه. ۹ څښتن په ځیر سره ټولې نړۍ ته ګوري او هغو خلکو ته قوت ورکوي چې هغه ته وفادار دي. تا د کم عقلتوب کار کړی دی، نو له دې څخه وروسته به تل په جګړه کې یې.»

۱۰ کله چې آسا دا خبرې واورېدلې، هغه دومره په نبي باندې په قهر شو چې حناني یې په زندان کې واچاوه. د هماغه وخت نه آسا په ځینو خلکو باندې خپل ظلمونه پیل کړل.

د آسا مړینه

(لومړی پاچاهان ۱۵‏:‌۲۳‌‏-‌۲۴)

۱۱ آسا چې د خپلې پاچاهۍ په وخت کې له پیل نه تر پایه پورې هرڅه وکړل هغه د یهودا او د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۱۲ آسا د خپلې پاچاهۍ په نهه دېرشم کال د پښو په یوې سختې ناروغۍ اخته شو. خو حتی په هغه وخت کې هم د مرستې دپاره هغه څښتن ته نه، بلکې ډاکترانو ته رجوع وکړه. ۱۳ دوه کاله وروسته هغه مړ شو. ۱۴ هغوی د هغه په مړي باندې ډول ډول خوشبویي او عطرونه لګولي وو او د هغه د درنښت دپاره یې یو ډېر لوی اور بل کړ. هغه د داود په ښار کې په هغه قبر کې ښخ شو چې هغه د خپل ځان دپاره جوړ کړی ؤ.