د دوهم تواریخ کتاب

اوولسم فصل

د یهودا پاچا یهوشافاط

۱ یهوشافاط د خپل پلار اسا په ځای پاچا شو او د اسراییلو په خلاف یې خپل ځان قوي کړ. ۲ هغه د یهودا په ټولو قوي ښارونو کې عسکر او د یهودا په پاتې سیمه کې او همدارنګه د افرایم په هغو ښارونو کې چې د هغه پلار اسا نیولي وو، نظامي پوستې ځای په ځای کړې.

۳ څښتن د یهوشافاط سره مل ؤ، په دې خاطر چې یهوشافاط د خپل نیکه داود هغه لاره غوره کړې وه چې هغه د خپلې پاچاهۍ په پیل کې خپله کړې وه. هغه د بعل عبادت ونه کړ، ۴ بلکې هغه د خپل پلار د خدای عبادت کاوه، د هغه حکمونه یې منل او د اسراییلو د پاچاهانو غلطه لاره یې غوره نه کړه. ۵ نو څښتن هغه ته د یهودا په پاچاهۍ باندې ټینګ واک ورکړی ؤ. د یهودا ټولو خلکو یهوشافاط ته سوغاتونه راوړل او هغه ډېر شتمن او عزتمن شو. ۶ یهوشافاطپه پوره توګه څښتن ته وفادار پاتې شو. برسېره پردې هغه په یهودا کې سیمه ییز عبادتځایونه او د اشیره بتان له منځه یووړل.

۷ هغه د خپلې پاچاهۍ په درېم کال د یهودا ښارونو ته د زده کړې دپاره دا لاندې مامورین ولېږل: بنحاییل، عوبدیا، زکریا، نتنییل او میکایا. ۸ د هغوی سره نهه لاویان او دوه کاهنان لاړل. لاویان دا وو: شمعیه، نتنیا، زبدیا، عساهیل، شمیراموت، یهوناتان، ادونیا، طوبیا او طوب ادونیا. کاهنان دا وو: الیشمع او یهورام. ۹ هغوی د څښتن د تورات کتاب واخیست او د یهودا په ټولو ښارونو کې ګرځېدل او خلکو ته یې تعلیم ورکاوه.

۱۰ د یهودا په شاوخوا پاچاهیو باندې د څښتن وېره راغله، نو د هغوی څخه هېچا په یهوشافاط باندې حمله ونه کړه. ۱۱ ځینو فلسطینیانو د باج په توګه هغه ته سپین زر او نور سوغاتونه راوړل. عربانو هغه ته اووه زره اووه سوه پسونه او په همدې شمېر وزان راوړل.

۱۲ نو یهوشافاط نور هم د قدرت خاوند شو. هغه په یهودا کې کلاګانې او د ګودامونو دپاره ښارونه ودان کړل ۱۳ چې هغه په کې په لوی شمېر ذخیرې ساتلې وې. هغه په اورشلیم کې یو شمېر زړور او تکړه عسکر هم وساتل چې ۱۴ د خپلو طایفو له مخې راغونډ شوي وو. د یهودا د طایفو څخه: ادنه د زر کسیزو ډلو لومړنی قوماندان ؤ او درې لکه عسکر د هغه د قوماندې لاندې وو. ۱۵ یهوحانان دوهم قوماندان ؤ او دوه سوه اتیا زره عسکر یې د قوماندې لاندې وو. ۱۶ د زکري زوی عمسیا چې په خپله خوښه د څښتن خدمت کاوه، هغه درېم قوماندان ؤ او دوه لکه عسکر یې تر لاس لاندې وو. ۱۷ د بنیامین د طایفو څخه: لومړنی قوماندان یې الیاداع، یو زړور جنګیالی ؤ. دوه لکه عسکر د هغه د قوماندې لاندې وو چې ټولو سره لیندې او سپرونه وو. ۱۸ دوهم قوماندان یې یهوزاباد ؤ او یو لکو اتیا زره تنه وسله وال عسکر یې د قوماندې لاندې وو.

۱۹ دغو عسکرو په اورشلیم کې د پاچا خدمت کاوه او برسیره پردې پاچا په ټوله سیمه کې نور عسکر هم درلودل چې د یهودا په قوي شویو ښارونو کې یې ځای په ځای کړي وو.