کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ د شپږ کالو انتظار څخه وروسته یهویاداع کاهن پرېکړه وکړه چې اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې یو کار وشي. هغه د دغو پنځو عسکري منصبدارانو سره تړون وکړ: د یروحام زوی عزریا، د یهوحانان زوی اسماعیل، د عوبید زوی عزریا، د عدایا زوی معسیا او د زکري زوی الیشافاط. ۲ هغوی د یهودا ټولو ښارونو ته سفر وکړ او ټول لاویان او د اسراییلو د طایفو مشران یې اورشلیم ته راټول کړل. ۳ هغوی ټول د خدای په کور کې سره راټول شول او هلته یې د یوآش یعنې د پاچا د زوی سره یو لوظ وکړ. یهویاداع هغوی ته وویل: «دا د پاچا زوی دی. لکه څنګه چې څښتن وعده کړې ده چې د داود اولاده به پاچاهان وي، نو هغه باید پاچا شي. ۴ مونږ به داسې وکړو: د کاهنانو او د لاویانو درې ډلې به د سبت په ورځ په خپلو دندو کې وي. یوه ډله به د خدای د کور د دروازو ساتنه کوي ۵ او بله ډله به د شاهي ماڼۍ ساتنه کوي او پاتې نور به په هغه دروازه کې چې د بنیاد په نوم یادیږي، ودرول شي. نور ټول خلک به د څښتن د کور په حوېلۍ کې سره راټول شي. ۶ پرته له کاهنانو او لاویانو چې په دنده کې دي، هېڅوک دې د څښتن کور ته نه ننوځي. پورته نومول شوي کاهنان او لاویان کولای شي چې ورننوځي، ځکه چې هغوی پاک شوي دي، خو پاتې خلک باید د څښتن د لارښوونو اطاعت وکړي او دباندې پاتې شي. ۷ لاویان دې په داسې حال کې د پاچا په شاوخوا کې پهره وکړي چې خپلې تورې یې راویستلې وي او هرچېرته چې پاچا ځي، هغوی دې ورسره وي. هرڅوک چې د څښتن کور ته د ننوتلو هڅه وکړي، هغه دې ووژل شي.»
۸ لاویانو او د یهودا خلکو د یهویاداع کاهن د حکمونو څخه پیروي وکړه. قوماندانان په درېو ډلو کې د خپلو ټولو ساتونکو سره حاضر شول، هغو کسانو چې د سبت په ورځ یې دنده لرله او هغوی چې په همدې ورځ رخصتېدل، نو یهویاداع هغوی ته اجازه ورنه کړه چې خپلو کورونو ته لاړ شي. ۹ یهویاداع هغه نېزې او سپرونه قوماندانانو ته ورکړل چې د داود د پاچا وو او د خدای په کور کې ساتل شوي وو. ۱۰ بیا هغه د خدای د کور د جنوبي خوا څخه نیولې تر شمالي خوا پورې د پاچا د ساتلو دپاره ټول خلک په وسلو سمبال او د خدای د کور او قربانۍ د ځای شاوخوا ته یې ځای په ځای کړل. ۱۱ یهویاداع او د هغه زامنو یوآش دباندې راوویست، د هغه په سر یې تاج کېښود او د پاچاهۍ د قانون یو نقل یې ورته ورکړ. د هغه په سر باندې یې د زیتونو تېل واچول چې دا وښایي چې هغه اوس پاچا شو، په هغه وخت کې خلکو چیغې ووهلې: «ژوندی دې وي پاچا!»
۱۲ عتلیا د خلکو د منډو او د پاچا دپاره د ستاینې اوازونه واورېدل، نو هغه د څښتن کور ته چې خلک په کې راټول شوي وو، ورغله. ۱۳ هغې هلته د څښتن د کور په دروازه کې نوی پاچا ولیده چې د پاچاهانو د ځانګړې ستنې سره ولاړ وو او قوماندانان او سرني غږوونکي د هغه په خوا کې ولاړ وو. ټولو خلکو خوشحالي کوله او سرني یې غږول او د څښتن د کور موسیقي غږوونکو چې خپلې د موسیقۍ الې ورسره وې د جشن مشري کوله. عتلیا د ډېر قهر نه خپل کالي وشکول او چیغې یې ووهلې: «خیانت! خیانت!» ۱۴ یهویاداع نه غوښتل چې عتلیا د څښتن په کور کې ووژل شي، نو هغه د لښکرو قوماندانان راوغوښتل او ویې ویل: «عتلیا د لښکرو د قطارونو څخه دباندې وباسئ او هر هغه څوک چې د هغې د ژغورلو هڅه وکړي، هغه ووژنئ.» ۱۵ نو قوماندانانو عتلیا هغې دروازې ته راوویستله چې اسونه به په کې ماڼۍ ته ورننوتل او هلته یې ووژله.
۱۶ یهویاداع کاهن د ځان، د ټولو خلکو او د یوآش پاچا سره لوظ وکړ چې دوی به د څښتن خدمتګاران وي. ۱۷ بیا ټول خلک د بعل بتخانې ته ورغلل او هغه یې راوغورځوله. هغوی د قربانۍ ځایونه او بتان ټوټې ټوټې کړل او متان چې د بعل کاهن ؤ هغه یې د قربانۍ د ځایونو مخې ته وواژه. ۱۸ یهویاداع کاهنان او لاویان د څښتن د کور د کار مسوولان وټاکل. هغوی به هغه دندې سرته رسولې چې د داود پاچا له خوا ورته سپارل شوې وې او هغه قربانۍ به یې سوځولې چې څښتن ته د موسی د شریعت له مخې وړاندې کېدلې. هغوی د موسیقۍ او د جشنونو مسوولان هم وو. ۱۹ یهویاداع د څښتن د کور په دروازو کې ساتونکو ته دنده ورکړه چې ناپاکه خلکو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړي.
۲۰ په اخر کې یهویاداع ټول قوماندانان، د یهودا ډېر مهم ښاریان او حکومتي مامورین راوغوښتل. څنګه چې هغوی یوآش د څښتن د کور څخه د پورتنۍ دروازې په لاره ماڼۍ ته روان کړ، د خلکو ګڼهګوڼه هغوی پسې روانه شوه او هلته یې هغه د یهودا د پاچا په توګه په تخت کښېناوه. ۲۱ نو ټولو خلکو خوشحالي کوله او په ښار کې کراره کراري وه، ځکه چې عتلیا وژل شوې وه.