۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ دوېم کِتاب

درويشتم باب

د عتلياه خِلاف بغاوت

۱ د شپږو کالو اِنتظار نه پس يهويدع اِمام يوه فېصله وکړه. هغۀ د دې پينځو فوجى آفسرانو سره لوظ وکړو، د يروحام زوئ عزرياه، د يهوحنان زوئ اِسمٰعيل، د عوبيد زوئ عزرياه، د عداياه زوئ معسياه او د زِکرى زوئ الياسفط. ۲ هغوئ د يهوداه ټولو ښارونو ته سفر وکړو او ځان سره يې واپس يروشلم ته ليويان او د ډلو ټول مشران راوستل. ۳ هغوئ ټول د خُدائ پاک په کور کښې راغونډ شول او هلته هغوئ د بادشاه د زوئ يوآس سره يو لوظ وکړو. يهويدع هغوئ ته ووئيل، ”د بادشاه زوئ دا دے. دے به اوس بادشاه جوړيږى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې د داؤد اولاد به بادشاهان وى. ۴ نو مونږ به هم دغه شان کوُو. کله چې اِمامان او ليويان د سبت په ورځ د خپل کار دپاره راځى، نو د هغوئ درېمه برخه به د مالِک خُدائ د کور د دروازو څوکيدارى کوى، ۵ هغه بله درېمه برخه به د شاهى محل څوکيدارى کوى او باقى پاتې برخه به د ”بنياد“ په دروازه باندې مقررولے شى. ټول خلق به د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې راغونډ شى. ۶ ياد ساتئ چې صرف اِمامان او ليويان به د مالِک خُدائ کور ته ننوځى د چا چې د خِدمت نمبر وى. هغوئ ځکه ننوتلے شى چې هغوئ پاک کړے شوى دى، خو باقى نور خلق به خامخا د مالِک خُدائ اصُول منى او بهر دې پاتې شى. ۷ ليويان به د بادشاه نه ګېرچاپېره د حِفاظت دپاره ولاړ وى، چې خپلې تُورې يې راويستلې وى او چې بادشاه چرته هم ځى نو هلته به ورسره ځى. نور هر څوک چې د مالِک خُدائ کور ته د ننوتلو کوشش وکړى نو هغه دې ووژلے شى.“ ۸ ليويانو او د يهوداه خلقو د يهويدع په اصُولو باندې عمل وکړو. کوم څوکيداران چې د سبت په ورځ د کار نه چُهټى کېدل، نو هغوئ ته دا اجازت نۀ وو چې کور ته لاړ شى نو داسې د هر فوجى مشر سره خپل څوکيداران موجود وُو يعنې هغه څوکيداران چې د کار نه يې چهټى کوله او هغه کسان چې کار له راتلل. ۹ يهويدع آفسرانو له هغه نېزې او ډالونه ورکړل کوم چې د داؤد بادشاه وُو او چې د مالِک خُدائ په کور کښې ساتلے شوى وُو. ۱۰ هغۀ د مالِک خُدائ د کور په مخکښې ګېرچاپېره سړى مقرر کړل چې تُورې يې د دې دپاره راويستلې وې چې د بادشاه حِفاظت وکړى. ۱۱ بيا يهويدع يوآس بهر بوتلو، تاج يې د هغۀ په سر کېښودو او هغۀ له يې د احکامو کِتاب ورکړو. نو هغه بادشاه شو. يهويدع اِمام او د هغۀ زامنو د مقررولو د نښې په طور د يوآس سر په تېلو غوړ کړو او ټولو چغه ووهله، ”بادشاه زنده‌باد!“ ۱۲ عتلياه د بادشاه دپاره د خوشحالۍ چغې واورېدلې، نو هغه د مالِک خُدائ کور ته تېزه لاړه، چرته چې خلق راغونډ وُو. ۱۳ هغې هلته د مالِک خُدائ د کور د دروازې په خولۀ کښې نوے بادشاه وليدو، چې د هغه ستنو سره ولاړ وو چې د بادشاهانو دپاره مخصوصې وې او ګېرچاپېره ترې نه فوجى آفسران او د بيګلو غږوونکى تاو وُو. ټولو خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او بيګلې يې غږولې، او د مالِک خُدائ د کور موسيقارانو د موسيقۍ د څيزونو سره دا جشن روان کړے وو. هغې د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او چغه يې ووهله، ”غدار! غدار!“ ۱۴ يهويدع دا نۀ غوښتل چې عتلياه دې د مالِک خُدائ په کور کښې ووژلے شى، نو هغۀ خپل فوجى آفسران راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”هغه د څوکيدارانو د قطارونو په مينځ کښې وباسئ او هر څوک چې د هغې د بچ کولو کوشش کوى نو هغه ووژنئ.“ ۱۵ هغوئ هغه ونيوله، محل ته يې بوتله او هلته يې د آسونو د دروازې سره ووژله.

يهويدع د خلقو اصلاح کوى

۱۶ يهويدع اِمام يوآس بادشاه او خلق د ځان سره کړل چې د هغۀ سره يو لوظ وکړى چې هغوئ به د مالِک خُدائ وفادار اوسى. ۱۷ بيا هغوئ ټول د بعل عبادتخانې ته لاړل او هغه يې راوغورزوله. هغوئ هلته قربان‌ګاه او بُتان ټوټې کړل او متان د بعل اِمام يې د قربان‌ګاه په مخکښې ووژلو. ۱۸ يهويدع اِمامان او ليويان د مالِک خُدائ د کور د کار مشران مقرر کړل. د هغوئ کار هغه ذمه وارۍ سر ته رسَول وُو چې کومې ورته داؤد بادشاه حواله کړې وې او چې د موسىٰ د قانون په مطابق هغه نذرانې وسوزوى چې کومې مالِک خُدائ ته د موسيقۍ او خوشحالۍ سره پېش کيږى. ۱۹ يهويدع د مالِک خُدائ د کور په دروازو باندې د دې دپاره هم څوکيداران مقرر کړل چې څوک ناپاک وى نو هغه بهر ايسار کړے شى. ۲۰ فوجى آفسران، مشران خلق، آفسران او نور پاتې ټول خلق د يهويدع سره په هغه عمل کښې ملګرى وُو چې کله بادشاه د مالِک خُدائ کور نه محل ته راوستلے شو. هغوئ په پاسنۍ دروازه راننوتل او بادشاه په خپل تخت کښېناستو. ۲۱ ټول خلق خوشحاله وُو او اوس د عتلياه د وژلو په وجه په ښار کښې خاموشى وه.