۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ دوېم کِتاب

څليريشتم باب

د يهوداه بادشاه يوآس

۱ يوآس د اوو کالو په عُمر کښې د يهوداه بادشاه شو او څلوېښت کاله يې په يروشلم باندې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور د بيرسبع د ښار ضِبياه وه. ۲ ترڅو پورې چې يهويدع اِمام ژوندے وو نو يوآس هم هغه کار کولو چې مالِک خُدائ ورباندې خوشحالېدو. ۳ يهويدع د يوآس بادشاه دپاره دوه ښځې خوښې کړې او د هغۀ زامن او لوڼه پېدا شول. ۴ کله چې يوآس بادشاه وو نو هغۀ دا فېصله وکړه چې د مالِک خُدائ د کور مرمت دې وشى. ۵ هغۀ اِمامانو او ليويانو له حُکم ورکړو چې د يهوداه ښارونو ته لاړ شى او د ټولو خلقو نه دومره پېسې راغونډې کړى چې د مالِک خُدائ په کور کښې کلنے مرمت ورباندې وکړى. هغۀ ورته ووئيل چې دا کار سمدستى وکړئ، خو ليويانو دا کار سمدستى ونۀ کړو، ۶ نو هغۀ د هغوئ مشر يهويدع راوغوښتلو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تاسو دې ته پام ولې نۀ کولو چې ليويانو د يهوداه او يروشلم نه هغه محصُول راغونډولو کوم چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د خلقو نه دا غوښتل چې دا محصُول د مالِک خُدائ د حضور د خېمې دپاره ورکړى؟“ ۷ د عتلياه يعنې د هغه بدکارې ښځې منونکو د مالِک خُدائ د کور نه د ډېر وخت نه غلا کوله او ټول مقدس څيزونه يې هم د بعل په عبادت کښې استعمالول. ۸ بادشاه ليويانو له حُکم ورکړو چې د چندې دپاره يو صندوق جوړ کړى او د مالِک خُدائ د کور په دروازه کښې يې کېږدى. ۹ هغۀ په ټول يروشلم او يهوداه کښې هر يو کس له دا خبر ورولېږلو چې مالِک خُدائ له هغه محصُول راوړى کوم چې په وړومبى ځل د خُدائ پاک خِدمت کوونکى موسىٰ په صحرا کښې راغونډ کړے وو. ۱۰ په دې باندې خلق او د هغوئ مشران خوشحاله شول او خپلې د محصُول پېسې يې راوړې او صندوق يې ډک کړو. ۱۱ ليويانو به هره ورځ هغه صندوق شاهى آفسر له وړلو کوم آفسر چې د دې ذمه وار وو. کله به هم چې دا ډک وو، نو شاهى منشى او د مشر اِمام کس به پېسې راويستلې او صندوق به يې واپس خپل ځائ ته وړلو. نو داسې هغوئ ډېرې پسې راغونډې کړې. ۱۲ بادشاه او يهويدع به پېسې هغه چا له ورکولې کوم چې د مالِک خُدائ د کور د مرمت کولو مشران وُو او هغوئ د کاڼو ګِلکاران، ترکاڼان او لوهاران د مرمت دپاره په مزدورۍ ونيول. ۱۳ هغوئ ټولو سخت محنت کولو او د مالِک خُدائ کور يې خپل اصلى حالت ته بيا راوستلو، هم هغه شان مضبوط لکه څنګه چې مخکښې وو. ۱۴ کله چې مرمت ختم شو، نو هغه پاتې شوى سرۀ زر او سپين زر بادشاه او يهويدع له ورکړے شول، چې هغوئ دا د مالِک خُدائ د کور د جامونو او نور سامان جوړولو دپاره استعمال کړل.

د يوآس د مالِک خُدائ نه اوړېدل

چې ترڅو پورې يهويدع ژوندے وو، نو نذرانې به مسلسل د مالِک خُدائ په کور کښې پېش کېدلې. ۱۵ کله چې يهويدع د يو سل او دېرشو کالو ښۀ پوخ عُمر ته ورسېدو، نو هغه مړ شو. ۱۶ هغه د داؤد په شاهى اديره کښې ښخ شو ځکه چې هغۀ په اِسرائيل کښې د خُدائ پاک او د هغۀ د کور ډېر خِدمت کړے وو. ۱۷ خو چې کله يهويدع مړ شو، نو د يهوداه مشرانو يوآس بادشاه دې ته جوړ کړو چې هغوئ ته غوږ ونيسى. ۱۸ نو خلقو د مالِک خُدائ په کور کښې د هغۀ عبادت پرېښودو، دا هغه ځائ وو چرته چې د هغوئ پلار نيکۀ عبادت کولو او د دې په ځائ يې د بُتانو او د اشيرې بُت د نښو عبادت شروع کړو. د دې ګناهونو د جرم په وجه هغوئ په يهوداه او يروشلم باندې د مالِک خُدائ غصه راوستله. ۱۹ مالِک خُدائ هغوئ له پېغمبران ورولېږل چې خلق هغه واپس راوګرځوى، پېغمبرانو به هغوئ له خبردارے ورکولو خو خلقو ورته غوږ ونۀ نيولو. ۲۰ بيا د خُدائ پاک روح د يهويدع اِمام په زوئ زکرياه باندې راغلو. هغه په يو اوچت ځائ باندې ودرېدو او آواز يې وکړو، ”مالِک خُدائ، خُدائ پاک دا تپوس کوى چې تاسو د هغۀ د حُکمونو نافرمانى ولې کوئ او په خپل ځان باندې تباهى ولې راولئ. تاسو هغه پرېښودو، نو په دې وجه هغۀ تاسو هم پرېښودئ.“ ۲۱ يوآس بادشاه د زکرياه خِلاف په يو سازش کښې ملګرتيا وکړه او د بادشاه په حُکم يې د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې زکرياه سنګسار کړو. ۲۲ بادشاه هغه د وفادارۍ خِدمت هېر کړو چې د زکرياه پلار يهويدع د هغۀ دپاره کړے وو او هغۀ زکرياه ووژلو. کله چې زکرياه مړ کېدو، نو هغۀ چغه ووهله، ”مالِک خُدائ دې زما په حال نظر وکړى او زما بدل دې تا نه واخلى.“

د يوآس د بادشاهۍ ختمېدل

۲۳ کله چې په هغه کال خزان راغلو، نو د شام لښکر په يهوداه او يروشلم باندې حمله وکړه او ټول مشران يې ووژل او ټول مال غنيمت يې د دمشق بادشاه له يوړو. ۲۴ اګر چې شامى لښکر وړوکے وو، خو مالِک خُدائ د هغوئ مدد وکړو چې د يهوداه دومره لوئ لښکر له شکست ورکړى ځکه چې د يهوداه خلقو مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک پرېښے وو. نو داسې يوآس بادشاه ته سزا مِلاو شوه. ۲۵ کله چې شامى لښکر واپس لاړو نو يوآس سخت زخمى پاتې وو، نو وروستو بيا د هغۀ دوو آفسرانو د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او هغه يې په خپل کټ کښې ووژلو د دې دپاره چې د يهويدع اِمام د زوئ د قتل بدله ترې نه واخلى. هغه د داؤد په ښار کښې ښخ شو، خو په شاهى اديره کښې ښخ نۀ شو. ۲۶ د هغۀ خِلاف چې چا منصوبه جوړه کړې وه هغه يو زاباد وو، چې هغه د يوې عمونى ښځې زوئ وو چې د هغې نوم سماعت وو، او بل يهوزبد وو چې دے د يوې موآبۍ ښځې زوئ وو چې د هغې نوم سِمريت وو. ۲۷ د بادشاهانو د کِتاب په تفسير کښې د يوآس د زامنو قيصې، هغه پېغامونه چې د هغۀ خِلاف شوى دى، او د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړولو په حقله قيصه شامله ده. د هغۀ زوئ امصياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.