دَ يوحنا رسُول دويم خط

اول باب

سلام

۱دا خط دَ مشر له طرف نه دے، اَؤ هغه ميرمنے اَؤ دَ هغے بچو په نُوم ليکلے کيږى چا سره چه زَۀ رښتينى مينه لرم، يواځے زَۀ نه، بلکه ټول هغه څوک چه دَ حق نه خبر دى، ۲اَؤ دَ حق دَ خاطره چه په مُونږ کښے دے اَؤ تل تر تله به په مُونږ کښے پاتے وى.

۳دَ خُدائے پلار اَؤ دَ هغۀ دَ زوئے عيسىٰ مسيح فضل، رحم اَؤ سلامتى دِ په حقيقت اَؤ مينے سره په مُونږ کښے پاتے وى.

حقيقت اَؤ مينه

۴زَۀ په دے ډير خوشحاله شوم چه مے واؤريدل چه ستاسو ځنى بچى دَ حق په لار روان دى څنګه چه پلار مُونږ ته حُکم کړے وو. ۵اَئے خوږے ميرمنے! اوس زَۀ درته يو عرض کوم چه راځئ چه دَ يو بل سره مينه لرُو. دا خيال مه کوئ چه نوے حُکم درکوم بلکه هغه يو دوباره دريادوم کُوم چه مُونږ ته دَ اول نه راکړے شوے وو. ۶اَؤ دَ مينے نه زما مطلب دا دے چه مُونږ دَ خُدائے په حُکمُونو عمل وکړُو. دا هم هغه حُکم دے چه تاسو له اول نه آؤريدلے دے چه تاسو ته پکار دى چه په مينه کښے ژوند تير کړئ.

۷ډير فريبيان دُنيا ته راغلى دى چه دَ عيسىٰ مسيح په جسم کښے دُنيا ته راتلل نۀ منى، داسے کسان لوئے ټګماران اَؤ خردَجالان دى. ۸تاسو خبردار شئ چه کُومه خوارى چه مُونږ په تاسو کړے ده، هغه دِ ستاسو په سبب ضائع نۀ شى بلکه تاسو دِ دَ هغے پُوره اجر بيا مُومئ.

۹هر هغه څوک چه دَ مسيح په تعليم قائم پاتے نۀ وى بلکه هغه پريږدئ، دَ هغۀ سره خُدائے نِشته، څوک چه دَ مسيح په تعليم عمل کوى نو دَ هغۀ سره پلار اَؤ زوئے دواړه شته. ۱۰که څوک درته راشى اَؤ دا تعليم درنۀ کړى نو هغه خپل کورته مه پريږدئ اَؤ مه ورته سلام وايئ. ۱۱ځکه چه هر هغه څوک چه هغۀ ته سلام وائى، هغه دَ هغۀ په بدو کارُونو کښے شريک دے.

آخرى سلام

۱۲ډيرے خبرے داسے دى چه زَۀ ئے تاسو ته ليکل غواړم خو دَ هغے زَۀ په ليک کښے راوستل نۀ غواړم، خو زَۀ دا اُميد لرم چه دربه شم اَؤ درسره به مخامخ خبرے وکړم دَ دے دَ پاره چه زمُونږ خوشحالى پُوره شى.

۱۳هغه خور چه خُدائے غوره کړے ده دَ هغے بچى تا ته سلام وائى.