کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ په اسراییلو کې د یهوآحاز د زوی یهوآش د پاچاهۍ په دوهم کال، د یوآش زوی امصیا د یهودا پاچا شو. ۲ امصیا د پنځه ویشت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې نهه ویشت کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور یهوعدان نومېدله چې د اورشلیم څخه وه. ۳ امصیا داسې کارونه کول چې د څښتن په نظر کې ښه وو، خو هغه د خپل نیکه داود په شان وفادار نه ؤ. د دې په ځای یې د خپل پلار یوآش لاره غوره کړه. ۴ امصیا سیمه ییز عبادتځایونه وران نه کړل او خلکو لا هم هلته قرباني کولو ته او خوشبویي سوځولو ته دوام ورکړ. ۵ څنګه چې امصیا د یهودا واک تر لاسه کړ، نو هغه درباریان چې پاچا یعنې د ده پلار یې په قتل رسولی ؤ، ویې وژل. ۶ خو د هغو قاتلانو اولادونه یې ونه وژل. دا ځکه چې هغه په دې اړه د موسی د شریعت پیروي وکړه، لکه څنګه چې څښتن حکم کړی ؤ: «پلرونه دې د هغو جرمونو په خاطر نه وژل کیږي چې د هغوی اولادونو کړي وي او اولادونه دې د هغو جرمونو په خاطر نه وژل کیږي چې د هغوی پلرونو کړي وي. هرڅوک دې یوازې د هغو جرمونو دپاره ووژل شي چې هغوی په خپله کړي وي.»
۷ امصیا د خپلې پاچاهۍ په وخت کې لس زره ادومي عسکر د مالګې په دره کې ووژل. هغه په جګړه کې د سالع ښارګوټی ونیوه او د هغه ځای نوم یې په یقتییل بدل کړ چې تر اوسه پورې په همدې نوم یادیږي.
۸ یوه ورځ امصیا د اسراییلو پاچا د ییهو لمسي او د یهواخاز زوی یهوآش ته داسې پیغام ورولېږه: «راووځه او په جګړه کې زما سره مخامخ شه!» ۹ خو یهوآش بېرته دا ځواب ورولېږه: «یوځل په لبنان کې د اغزیو یو بوټي د سبر یوې ونې ته پیغام ورولېږه: ستا لور باید زما د زوی سره واده وکړي. خو یو وحشي ځناور راغی او هغه بوټی یې تر پښو لاندې کړ. ۱۰ امصیا! په دې خاطر چې ادومیانو ته دې ماتې ورکړې ده، ډېر مغرور شوی یې. خو دغه شهرت دې بس دی، اوس په کور کې پاتې شه. که کومه ستونزه دې رامنځته کړه، ته او ستا د یهودا پاچاهي به له منځه لاړه شي.»
۱۱ خو امصیا ورته غوږ ونه نیوه. نو د اسراییلو پاچا یهوآش د یهودا د پاچا امصیا په ضد جګړې ته لاړ. هغوی د یهودا په بیت شمس کې سره مخامخ شول، ۱۲ او د یهودا لښکرو ماتې وخوړله. د یهودا ټول عسکر بېرته خپلو کورونو ته وتښتېدل ۱۳ او یهوآش، د یوآش زوی او د اخزیا لمسی امصیا، ونیوه. بیا یهوآش اورشلیم ته روان شو او د ښار دېوال یې د افرایم د دروازې څخه نیولې د کنج تر دروازې پورې وران کړ. د دېوال دا برخه نژدې دوه سوه متره اوږده وه. ۱۴ هغه ټول سره او سپین زر یووړل او د څښتن په کور او د پاچا په خزانه کې چې هر قیمتي شی ؤ، هغه یې هم د ځان سره یووړ. ځینې خلک یې یرغمل ونیول او بیا سامریې ته راستون شو.
۱۵ د یهوآش د پاچاهۍ نورې ټولې پېښې، د هغه د زړورتوب کارونه او دا چې څنګه یې د امصیا په ضد جګړه وکړه، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۱۶ یهوآش مړ شو او د سامرې په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی یروبعام د هغه په ځای پاچا شو.
۱۷ د یهوآش د مړینې څخه وروسته امصیا پنځلس کاله ژوند وکړ. ۱۸ د امصیا د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۱۹ په اورشلیم کې د امصیا د وژلو دپاره دسیسه جوړه شوه، نو هغه د لاخیش ښار ته وتښتېده. خو دښمنانو یې د امصیا پسې نور خلک ورولېږل او هغه یې هلته وواژه. ۲۰ د هغه مړی په اس باندې بېرته اورشلیم ته یووړل شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. ۲۱ د یهودا ټولو خلکو د امصیا شپاړس کلن زوی عزیا د هغه د پلار په ځای د پاچا په توګه غوره کړ. ۲۲ عزیا د خپل پلار تر مړینې وروسته د ایلوت ښارګوټی د یهودا دپاره بېرته ونیوه او بیا یې ودان کړ.
۲۳ په یهودا کې د امصیا د پاچاهۍ په پنځلسم کال د یهوآش زوی دوهم یروبعام د اسراییلو پاچا شو. هغه په سامره کې یوڅلوېښت کاله پاچاهي وکړه. ۲۴ هغه د څښتن په وړاندې ګناه وکړه او د نباط د زوی یروبعام له ناوړو کارونو څخه یې پیروي وکړه چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ. ۲۵ یروبعام د اسراییلو سیمه د حمات څخه چې په شمال کې ؤ د مړې بحیرې پورې چې په جنوب کې ؤ وغزوله، لکه څنګه چې څښتن د خپل خدمتګار د امتای زوی یونس سره وعده کړې وه. نوموړی نبي ؤ او د جت حافر څخه ؤ. ۲۶ په دې کار کې څښتن د یروبعام سره مرسته وکړه، ځکه چې هغه لیدلي وو چې اسراییلیان بې له دې چې هغوی ازاد وو یا غلامان، څومره په تکلیف کې وو او هېڅوک نه ؤ چې د هغوی سره مرسته وکړي. ۲۷ څنګه چې څښتن وعده کړې وه پرې به نږدې چې اسراییل بیخي له منځه لاړ شي، نو په دې خاطر څښتن د یروبعام په وسیله هغوی وژغورل.
۲۸ د یروبعام د پاچاهۍ نورې ټولې پېښې او د هغه کارونه، قدرت، جګړې او دا چې څنګه هغه دمشق او حمات چې په یهودا پورې اړه درلودله بېرته ونیول، دا ټول د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۲۹ یروبعام مړ شو او په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی زکریا د هغه په ځای پاچا شو.