۰:۰۰ / ۰:۰۰

د بادشاهانو دوېم کِتاب

پينځلسم باب

د يهوداه بادشاه عُزياه

۱ د اِسرائيل بادشاه يربعام دوېم د بادشاهۍ په اوويشتم کال، د امصياه زوئ عُزياه د يهوداه بادشاه شو ۲ چې عُمر يې شپاړس کاله وو او هغۀ په يروشلم کښې دوه پنځوس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور يکولياه د يروشلم وه. ۳ هغه د خپل پلار امصياه په مِثالونو باندې روان وو، چې هغه کار يې کولو چې د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ وو. ۴ خو علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه شوى او خلقو هلته قربانۍ پېش کولې او خوشبوئى يې سوزولې. ۵ مالِک خُدائ په عُزياه باندې د جذام بيمارى راوستله، چې د هغه وخت نه دا بيمارى ټول عُمر ورسره وه. هغه په يو جدا کور کښې اوسېدو او د هغۀ زوئ يوتام د محل مشر شو او په هغه مُلک يې حکومت کولو. ۶ نور هر څۀ چې عُزياه کړى وُو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۷ چې عُزياه مړ شو نو د خپل پلار نيکۀ سره د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يوتام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.

د اِسرائيل بادشاه زکرياه

۸ د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په اتۀ دېرشم کال د يربعام دوېم زوئ زکرياه د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې شپږ مياشتې حکومت وکړو. ۹ هغۀ د خپل پلار نيکۀ په شان د مالِک خُدائ په نظر کښې بدى وکړه. هغۀ د نباط زوئ يربعام په بدو مِثالونو باندې عمل وکړو، چا چې اِسرائيل د ګناه طرف ته بوتلى وُو. ۱۰ د يبيس زوئ سلوم د زکرياه بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه او د خلقو په مخکښې يې ووژلو او د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو. ۱۱ نور هر څۀ چې زکرياه کړى وُو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۱۲ نو هغه لوظ پوره شو چې کوم مالِک خُدائ د ياهُو سره کړے وو چې، ”ستا زامن به تر څلورم نسل پورې د اِسرائيل په تخت کښېنى.“ نو هم داسې وشول.

د اِسرائيل بادشاه سلوم

۱۳ د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په يو کم څلوېښتم کال د يبيس زوئ سلوم د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه باندې يوه مياشت حکومت وکړو. ۱۴ د جادى زوئ مناحم د تِرضاه نه سامريه ته لاړو، سلوم يې ووژلو او د هغۀ نه پس په خپله بادشاه شو. ۱۵ نور هر څۀ چې سلوم کړى وُو، سره د هغۀ د منصوبې د حِساب کِتاب، هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۱۶ کله چې مناحم د تِرضاه نه راروان وو، نو هغۀ د تِفسَح ښار ټول تباه کړو، د دې اوسېدونکى او ګېرچاپېره علاقه يې هم تباه کړه، ځکه چې دا ښار هغۀ ته نۀ حواله کېدو. هغۀ د اُميدوارو ښځو خېټې هم وشلولې.

د اِسرائيل بادشاه مناحم

۱۷ د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په يو کم څلوېښتم کال، د جادى زوئ مناحم د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې لس کاله حکومت وکړو. ۱۸ هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د خپلې بادشاهۍ په دوران کښې د هغې ګناه نه منع نۀ شو په کومې چې د نباط زوئ يربعام بادشاه اِسرائيل آخته کړى وُو. ۱۹ د اسور بادشاه تغلت فلاسر په اِسرائيل حمله وکړه او مناحم هغۀ له څلور دېرش زره کلو سپين زر د دې دپاره ورکړل چې د مناحم په هغه مُلک کښې د حکومت په مضبوطولو کښې يې ملګرتيا وکړى. ۲۰ مناحم د اِسرائيل د ټولو مالداره سړو نه په زور پېسې اخستلې. هر يو کس به پنځوس د سپينو زرو سيکې محصُول ورکولو. نو تغلت فلاسر واپس خپل مُلک ته لاړو. ۲۱ مناحم چې نور هر څۀ هم کړى وُو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۲۲ هغه مړ شو او ښخ کړے شو او د هغۀ زوئ فقحياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.

د اِسرائيل بادشاه فقحياه

۲۳ د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په پنځوسم کال د مناحم زوئ فقحياه د اِسرائيل بادشاه جوړ شو او هغۀ په سامريه کښې دوه کاله حکومت وکړو. ۲۴ هغۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې بدى وکړه او د نباط زوئ يربعام په بدو مِثالونو باندې يې عمل وکړو، چا چې په اِسرائيل ګناه کړې وه. ۲۵ د فقحياه د فوج يو آفسر د رملياه زوئ فقح د جِلعاد د پنځوسو سړو سره منصوبه جوړه کړه او په سامريه کښې د محل دنننۍ قلعه کښې يې فقحياه ووژلو او د هغۀ نه پس په خپله بادشاه جوړ شو. ۲۶ نور هر څۀ چې فقحياه کړى وُو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.

د اِسرائيل بادشاه فقح

۲۷ د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په دوه پنځوسم کال د رملياه زوئ فقح د اِسرائيل بادشاه شو او شل کاله يې په سامريه کښې حکومت وکړو. ۲۸ هغۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې بدى وکړه او د نباط زوئ يربعام په بدو مِثالونو يې عمل وکړو، چا چې په اِسرائيل کښې ګناه کړې وه. ۲۹ د فقح د بادشاهۍ په دوران کښې د اسور بادشاه تغلت فلاسر د عيون، ابيل‌بيت‌معکه، ينوحاه، قادِس، حصور او جِلعاد ښارونه، او د ګليل او نفتالى علاقې قبضه کړې او خلق يې اسور ته قېديان بوتلل. ۳۰ د يهوداه بادشاه د عُزياه زوئ يوتام د بادشاهۍ په شلم کال، د ايله زوئ هوسيع د فقح بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه، هغه يې ووژلو او د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو. ۳۱ نور هر څۀ چې فقح کړى وُو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.

د يهوداه بادشاه يوتام

۳۲ د اِسرائيل بادشاه د رملياه زوئ فقح د بادشاهۍ په دوېم کال، د عُزياه زوئ يوتام د يهوداه بادشاه جوړ شو ۳۳ چې عُمر يې پينځويشت کاله وو، هغۀ په يروشلم کښې شپاړس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور يروسا د صدوق لور وه. ۳۴ يوتام د خپل پلار عُزياه په مِثالونو عمل وکړو او هغه کار يې کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو. ۳۵ خو علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه شوى او خلقو هلته قربانۍ پېش کولې او خوشبوئى يې سوزولې. يوتام د مالِک خُدائ د کور شمالى طرف ته دروازه جوړه کړه. ۳۶ يوتام چې نور څۀ هم کړى دى هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۳۷ د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې مالِک خُدائ وړومبے د شام بادشاه رضين او د اِسرائيل بادشاه فقح ورولېږل چې په يهوداه باندې حمله وکړى. ۳۸ يوتام مړ شو او د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ احاز د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.