۰:۰۰ / ۰:۰۰

د بادشاهانو دوېم کِتاب

نولسم باب

د بادشاه يشعياه نه مشوره غوښتل

۱ څنګه چې حزقياه بادشاه د هغوئ بيان واورېدو، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې، د ټاټ جامې يې واغوستلې او د مالِک خُدائ کور ته ننوتو. ۲ هغۀ د محل مشر آفسر اِلياقيم، د دربار منشى شبناه، او مشران اِمامان، د آموص زوئ يشعياه پېغمبر له ولېږل، دې ټولو د ټاټ جامې اغوستې وې. ۳ هغوئ ته يې ووئيل چې يشعياه له دا پېغام ورسوئ، ”نن د خفګان، ملامتيا او د شرم ورځ ده. مونږ د هغه ښځې په شان يُو چې ماشوم يې پېدا کيږى، خو د پېدا کېدو طاقت نۀ لرى. ۴ د اسور بادشاه خپل مشر آفسر د ژوندى خُدائ د بې‌عزتۍ کولو دپاره رالېږلے دے. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دې د دې بې‌عزتۍ نه خبر شى او چې چا دا بې‌عزتى کړې وى نو هغوئ له دې سزا ورکړى. زمونږ د ژوندو پاتې خلقو دپاره خُدائ پاک ته سوال وکړئ.“ ۵ کله چې يشعياه ته د حزقياه بادشاه پېغام مِلاو شو، ۶ نو يشعياه هغوئ ته وفرمائيل، ”خپل نېک ته ووايئ چې مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کومې خبرې تا اورېدلې دى د هغې په وجه مۀ يرېږه، چې د اسور بادشاه نوکرانو په هغې کښې زما ګستاخى کړې ده. ۷ غوږ ونيسه، مالِک خُدائ به په بادشاه باندې يوه افواه واوروى نو هغه به واپس خپل مُلک ته لاړ شى او مالِک خُدائ به يې هلته په چا ووژنى.“

د اسوريانو بله دهمکى ورلېږل

۸ د اسور آفسر خبر شو چې بادشاه د لکيس نه تلے دے او د نزدې ښار لِبناه خِلاف جنګ کوى، نو هغه ورَغلو چې مشوره ورسره وکړى. ۹ اسوريانو له دا خبر ورورسېدو چې د ايتهوپيا بادشاه ترهاقه د مشرۍ لاندې مِصرے لښکر په هغوئ باندې د حملې دپاره راروان دے. کله چې بادشاه د دې نه خبر شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه حزقياه له دا پېغام ولېږلو ۱۰ چې هغۀ ته داسې ووائى، ”په کوم خُدائ چې تاسو يقين کوئ هغۀ تاسو ته فرمائيلى دى چې تاسو به زما په قبضه کښې نۀ راځئ، خو چې په هغۀ باندې دوکه نۀ شئ. ۱۱ ګورئ چې د اسور بادشاه د کوم مُلک تباه کولو فېصله وکړى نو په هغې باندې څۀ کوى، ستاسو خيال دے چې خلاص به شئ؟ ۱۲ زما پلار نيکۀ د جوزان، حاران او رصف ښارونه تباه کړل، د بيت‌عدن خلق يې ووژل چې کوم په تلسار کښې اوسېدل او د هغوئ يو خُدائ هم هغوئ بچ نۀ کړل. ۱۳ د حمات، ارفاد، سفروائم، هينع او د عِواه ښارونو بادشاهان چرته دى؟“ ۱۴ حزقياه بادشاه د پېغام وړونکو نه خط واخستلو او وې لوستلو. بيا هغه د مالِک خُدائ کور ته لاړو او خط يې هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودو، ۱۵ او دُعا يې وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، د اِسرائيل خُدايه پاکه، تۀ د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست يې، يواځې تۀ خُدائ پاک يې، چې د دُنيا په ټولو بادشاهانو باندې حکومت کوې. تا زمکه او آسمان پېدا کړى دى. ۱۶ نو مالِکه خُدايه، چې په مونږ څۀ کيږى هغې ته وګوره. هغه ټولې خبرې واوره چې سينحرب يې تا يعنې ژوندى خُدائ پاک ته د بې‌عزتۍ دپاره کوى. ۱۷ مالِکه خُدايه، دا رښتيا دى چې د اسور بادشاهانو ډېر قومونه تباه کړى دى او د هغوئ زمکې يې شاړې کړې دى. ۱۸ او د هغوئ خُدايان يې اور ته اچولى دى او سوزولى يې دى، اسوريانو دا ځکه تباه کړے شول، چې په حقيقت کښې دا خُدايان نۀ وُو او تش د لرګو او کاڼو نه انسانانو جوړ کړى وُو. ۱۹ نو زمونږ مالِکه خُدايه پاکه، مونږ د اسوريانو نه بچ کړه او اے مالِکه خُدايه، د دُنيا ټولو قومونو ته به پته ولګى چې صرف تۀ رښتونے خُدائ پاک يې.“

بادشاه ته د يشعياه پېغام

۲۰ بيا د آموص زوئ يشعياه حزقياه له دا پېغام ولېږلو، ”مالِک خُدائ د اِسرائيل خُدائ پاک فرمائى چې، ما د اسوريانو بادشاه سينحرب په حقله ستا دُعا اورېدلې ده. ۲۱ مالِک خُدائ په دې حقله فرمائيلى دى چې، پېغله لور صيون تا پورې خاندى او تا ته سپک ګورى. ۲۲ دا تۀ په چا پورې خندا کوې او د چا بې‌عزتى کوې؟ تۀ زما يعنې د اِسرائيلو مقدس خُدائ پاک بې‌عزتى کوې. ۲۳ تا ما له ستا پېغام وړُونکى راولېږل چې ما ته دا لافې ووهى چې تا د خپلو ټولو جنګى ګاډو سره د لبنان اوچت غرونه فتح کړى دى، هلته دې د دِيار لوړې ونې او د نختر ښې ونې راوغورزولې او چې تۀ د ځنګلو هغه ګڼو برخو ته ورسېدلې. ۲۴ تا لافې وهلې چې تا کوهى وکنستل او په پردو مُلکونو کښې دې اوبۀ وڅښلې او ستا فوجيانو د پښو سره د نيل درياب اوچ کړو. ۲۵ تۀ خبر نۀ يې چې ما د دې هر څۀ ډېر د مخکښې نه منصوبه جوړه کړې وه؟ او اوس مې داسې وکړل او تا له مې دا طاقت درکړو چې د پَخو دېوالونو ښارونه د خاورو په ډېرو بدل کړې. ۲۶ د هغه ځائ خلق کمزورى وُو، هغوئ يرېدلى او شرمېدلى وُو. هغوئ په پټى کښې د بوټو په شان وُو يا لکه چې په چت باندې واښۀ شوى وى چې د نمرخاتۀ ګرمې هوا وهلى وى. ۲۷ خو ما ته پته ده چې تۀ څۀ کوې او چرته ځې او چې تۀ ما ته څومره غصه يې. ۲۸ ما ته ستا د غضب او غرور خبر رارسېدلے دے، نو زۀ به ستا په پوزه کښې کُنډه او ستا په خولۀ کښې واګې اچوم او چې په کومه لار راغلے يې نو په هغې به دې واپس ولېږم.“ ۲۹ نو يشعياه حزقياه بادشاه ته وفرمائيل، ”څۀ چې کېدونکى دى نو د هغې په حقله به درته ووايم. په دې کال او په بل کال به تۀ قدرتى شوے خوراک خورې، خو په ورپسې کال به غله وکرې او وبه يې رېبې او د انګورو باغونه به وکرې او انګور به وخورې. ۳۰ په يهوداه کښې چې کوم کسان ژوندى پاتې دى، نو هغوئ به د هغه بوټو په شان آباد شى چې جرړې يې په زمکه کښې ژورې ځى او مېوه کوى. ۳۱ په يروشلم کښې او د صيون په غرۀ باندې به خلق ژوندى پاتې شى، ځکه چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به داسې وکړى. ۳۲ مالِک خُدائ د اسور بادشاه په حقله فرمائيلى دى، هغه به دې ښار ته نۀ ننوځى او نۀ به د دې خِلاف يو غشے وولى. يو فوجى به هم د ډال سره دې ښار ته نزدې رانۀ شى او د دې محاصرې دپاره به د خاورو ډېرے جوړ نۀ کړے شى. ۳۳ هغه چې په کومه لار راغلے وى نو په هغې به واپس لاړ شى او ښار ته به دننه لاړ نۀ شى. ما، يعنې مالِک خُدائ داسې فرمائيلى دى. ۳۴ د خپل عزت او د خپل خِدمت کوونکى داؤد د خاطره به زۀ د دې ښار ساتنه او حِفاظت کوم.“ ۳۵ په هغه شپه د اسوريانو خېمو ته د مالِک خُدائ يوه فرښته ننوتله او يو لاک پينځۀ اتيا زره فوجيان يې ووژل. په ورپسې سحر وختى هغوئ ټول هلته مړۀ پراتۀ وُو. ۳۶ بيا د اسور بادشاه سينحرب راواپس شو او نينوه ته لاړو. ۳۷ يوه ورځ چې هغۀ د خپل معبود نِسروک په عبادتخانه کښې عبادت کولو، نو د هغۀ دوو زامنو ادرمُلِک او شراضر هغه د خپلو تُورو سره ووژلو او بيا هغوئ د اراراط مُلک ته وتښتېدل. د هغۀ يو بل زوئ اسرحدون د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.