کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د پاچاهانو دوهم کتاب
شلم فصل
د حزقیا ناروغي او بېرته روغېدل
(دوهم تواریخ ۳۲:۲۴-۲۶ او اشعیا ۳۸:۱-۸، ۳۸:۲۱-۲۲)
۱ په هغو ورځو کې حزقیا پاچا ناروغ شو او مرګ ته نژدې ؤ. د آموص زوی اشعیا نبي ورغی چې هغه وویني او هغه ته یې وویل: «څښتن داسې وایي چې خپل ټول کارونه دې سم او برابر کړه، ځکه چې ته مړ کېږې او روغ به نه شې.» ۲ حزقیا خپل مخ دېوال ته واړاوه او دعا یې وکړه: ۳ «ای څښتنه، دا در په یاد کړه چې ما د زړه له کومي ستا خدمت کړی دی، تا ته وفادار وم او تل مې دا کوښښ کړی دی چې هغه کار وکړم چې تا راڅخه غوښتنه کړې ده.» بیا یې ډېر سخت وژړل. ۴ اشعیا د پاچا څخه لاړ، خو مخکې له دې چې هغه د ماڼۍ د منځنۍ حوېلۍ څخه تېر شي، څښتن هغه ته وویل: ۵ «بېرته لاړ شه او زما د قوم مشر حزقیا ته ووایه: ‹ستا د نیکه داود څښتن خدای داسې وایي: ما ستا دعا قبوله کړه او ستا اوښکې مې ولیدلې، زه به تا ته شفا درکړم. په درېمه ورځ به ته زما په کور کې عبادت وکړې. ۶ زه به ستا ژوند پنځلس کاله نور هم زیات کړم. زه به تا او دغه ښار د آشور د پاچا له لاسه وژغورم. زه به د دې ښار څخه د خپل ځان او خپل خدمتګار داود په خاطر دفاع وکړم.›» ۷ بیا اشعیا د حزقیا خدمتګارانو ته وویل: «د انځرو مرهم تیاره کړئ.» هغوی همداسې وکړل او هغه یې د هغه په دانه باندې کېښودل او هغه روغ شو.
۸ حزقیا د اشعیا څخه پوښتنه وکړه: «هغه به کومه نښه وي چې څښتن به ما روغ کړي او زه به په درېمه ورځ د څښتن کور ته لاړ شم؟» ۹ اشعیا ځواب ورکړ: «څښتن به تا ته یوه داسې نښه درکړي چې دا ثابته کړي چې هغه په خپلې وعدې باندې ولاړ دی. نو اوس ووایه چې په زینه باندې دې د لمر سیوری لس پوړۍ مخکې لاړ شي یا لس پوړۍ وروسته؟» ۱۰ حزقیا ورته وویل: «سیوری تل مخکې ځي او دا اسانه کار دی. زه غواړم چې سیوری دې لس پوړۍ شاته لاړ شي.» ۱۱ نو اشعیا نبي په څښتن باندې غږ وکړ او څښتن هغه سیوری چې د آحاز په زینه باندې راښکته شوی ؤ، لس پوړۍ وروسته کړ.
د بابل استازي
(اشعیا ۳۹:۱-۸)
۱۲ په همدې وخت کې د بابل پاچا د بلدان زوی مرودک بلدان خبر شو چې حزقیا پاچا ناروغ ؤ، نو هغه د خپلو استازو په لاس حزقیا ته لیکونه او سوغات ورولېږل. ۱۳ حزقیا استازو ته تود هرکلی ووایه او هغوی ته یې د خپلو شتمنیو تحویلخانې، یعنې خپل سپین او سره زر، خپلې خوشبویه مسالې، عطرونه او خپل ټول عسکري سامان وروښودل. د هغه په ماڼۍ يا پاچاهۍ کې داسې شی نه ؤ چې هغوی ته یې نه وي ښودلی. ۱۴ بیا اشعیا نبي حزقیا پاچا ته ورغی او پوښتنه یې ترې وکړه: «دا خلک د کوم ځای څخه راغلي وو او تا ته یې څه وویل؟» حزقیا ځواب ورکړ: «هغوی د یو ډېر لېرې وطن یعنې د بابل څخه راغلي وو.» ۱۵ اشعیا پوښتنه وکړه: «ستا په ماڼۍ کې هغوی څه ولیدل؟» حزقیا ځواب ورکړ: «هغوی هر څه ولیدل. په تحویلخانو کې داسې شی نه ؤ چې هغوی ته مې نه وي ښودلی.»
۱۶ بیا اشعیا حزقیا پاچا ته وویل: «د څښتن خبرو ته غوږ ونیسه: ۱۷ داسې وخت راتلونکی دی چې هر څه چې ستا په ماڼۍ کې دي او هر څه چې ستا نیکونو تر نن ورځې پورې ذخیره کړي دي، هغه به بابل ته یووړل شي. هېڅ شی به پاتې نه شي. ۱۸ ستا د خپلې اولادې څخه به ځینې په اسارت بوتلل شي او هغوی به خصیان شي چې د بابل د پاچا په ماڼۍ کې خدمت وکړي.» ۱۹ حزقیا پاچا فکر وکړ چې دا خبره دا معنی لري چې د هغه په ژوند کې به سوله او امن وي، نو هغه ځواب ورکړ: «هغه پیغام چې تا د څښتن له خوا ما ته راکړ، ښه پیغام دی.»
د حزقیا د پاچاهۍ پای
(دوهم تواریخ ۳۲:۳۲-۳۳)
۲۰ نور ټول هغه کارونه چې حزقیا پاچا کړي وو، هغه د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. په هغو کې د هغه د زړورتوب کارونه او دا چې هغه څنګه حوض او کارېز جوړ کړ چې اورشلیم ته په کې اوبه راوړل کېدلې، هم شامل دي. ۲۱ حزقیا مړ شو او د هغه زوی منسي د هغه په ځای پاچا شو.