د پاچاهانو دوهم کتاب

دوه ویشتم فصل

د یهودا پاچا یوشیا

(دوهم تواریخ ۳۴: ۱ - ۲)

۱ یوشیا اته کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې یودېرش کاله پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم یدیده وه، هغه د عدایه لور وه چې د بصقت د ښارګوټي څخه ؤ. ۲ یوشیا هغه کار کاوه چې د څښتن په نظر کې ښه ؤ. هغه د خپل نیکه داود لاره غوره کړه او په ټینګه یې د څښتن د ټولو قوانینو اطاعت کاوه.

د موسی د شریعت د یو کتاب پیدا کېدل

(دوهم تواریخ ۳۴: ۸ - ۲۸)

۳ د یوشیا د پاچاهۍ په اتلسم کال هغه د اصلیا زوی شافان چې د مشلام لمسی ؤ او د دربار منشي ؤ د دغه حکم سره د څښتن کور ته ولېږه: ۴ «لوی کاهن حلقیا ته ورشه او د هغو پیسو اندازه معلومه کړه چې د څښتن د کور د دروازې ساتونکو د خلکو څخه راټولې کړې دي. ۵ هغوی ته ووایه چې دا پیسې هغو ټېکدارانو ته ورکړي چې د څښتن د کور د بیا جوړونې مسوولیت لري. دوی باید هغه ۶ نجارانو او ګلکارانو ته ورکړي او همدارنګه هغه لرګي او توږل شوې تیږې دې واخلي چې په بیا جوړونه کې ورڅخه کار اخیستل کیږي. ۷ هغه خلک چې د کار مسوولیت په غاړه لري هغوی صادق خلک دي، نو دې ته اړتیا نشته چې د هغوی څخه د پیسو حساب وغواړو.»

۸ حلقیا شافان منشي ته وویل: «ما د څښتن په کور کې د شریعت کتاب موندلی دی.» هغه دا کتاب شافان ته ورکړ او هغه ولوست. ۹ نو شافان بېرته پاچا ته ورغی او هغه ته یې خبر ورکړ: «هغه پیسې چې د څښتن په کور کې وې هغه ستاسو خدمتګارانو واخیستلې او هغو ټېکادارانو ته یې وروسپارلې چې د بیا جوړونې مسوولیت یې په غاړه دی.» ۱۰ شافان زیاته کړه: «حلقیا ماته یو کتاب راکړی دی» او هغه یې پاچا ته په لوړ اواز ولوست.

۱۱ کله چې پاچا د شریعت د کتاب خبرې واورېدلې، له غمه یې خپل کالي وشکول. ۱۲ هغه حلقیا کاهن، د شافان زوی اخیقام، د میکایا زوی عکبور، شافان د دربار منشي او د پاچا خدمتګار عسایا ته دغه امر ورکړ: ۱۳ «لاړ شئ او د څښتن سره زما او د یهودا د ټولو خلکو دپاره د دې کتاب د خبرو په اړه مشوره وکړئ. څښتن په مونږ باندې ډېر په قهر دی، ځکه څه چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي، زمونږ نیکونو په هغو باندې عمل نه دی کړی.»

۱۴ حلقیا، اخیقام، عکبور، شافان او عسایا لاړل چې د یوې پیغمبرې سره چې حلده نومېدله، مشوره وکړي. هغه د اورشلیم د ښار په نوې سیمه کې اوسېدله (د هغې مېړه شلوم نومېده چې د تقوه زوی او د حرحس لمسی ؤ. هغه د خدای د کور د کالیو د ساتلو مسوولیت په غاړه درلود). نو څه چې پېښ شوي وو هغې ته یې بیان کړل. ۱۵ هغې ورته وویل چې پاچا ته بېرته لاړ شي او هغه ته د اسراییلو د څښتن خدای دغه پیغام ورکړي: ۱۶ «څښتن داسې وایي: د دې کتاب د لیکنې له مخې چې د یهودا پاچا لوستلی دی، زه به په دې ځای او د دې ځای په خلکو باندې بلا راولم. ۱۷ هغوی زه پرېښودم او نورو خدایانو ته یې قربانۍ وړاندې کړلې او په خپلو ټولو کارونو یې زما قهر راپارولی دی. نو زما قهر به د اورشلیم په وړاندې سوړ نه شي. ۱۸ خو د یهودا پاچا په اړه چې تاسو یې د څښتن د مشورې دپاره رالېږلي یئ هغه ته ووایئ چې د اسراییلو څښتن خدای وایي: څه چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي هغه تا اورېدلي دي. ۱۹ کله چې تا واورېدل چې ما د دې ځای او د هغه د اوسېدونکو په ضد داسې خبرې وکړې چې هغه به ویجاړ او لعنتي شي، تا توبه وویستله، د عاجزۍ سر دې زما په وړاندې ټیټ کړ، خپل کالي دې وشکول او زما په مخکې دې وژړل، نو ما ستا دعا قبوله کړه. ۲۰ په دې خاطر زه به تا پرېږدم چې په ارامۍ سره مړ شې. ستا د مرګ څخه وروسته به اورشلیم په بلا اخته کړم.» نو هغوی یوشیا پاچا ته دا پیغام ورورساوه.