د پاچاهانو دوهم کتاب

څلورویشتم فصل

۱ د یهویاقیم د پاچاهۍ په وخت کې د بابل پاچا نبوکدنصر په یهودا باندې حمله وکړه او یهویاقیم درې کاله مجبور ؤ چې د هغه تابع اوسي، وروسته بیا هغه یاغي شو. ۲ لکه څنګه چې څښتن د خپلو خدمتګارو نبیانو په وسیله ویلي وو، نو هغه د یهودا په ضد د بابلیانو، سوریایانو، موآبیانو او عمونیانو څخه وسله والې ډلې ولېږلې، ترڅو یهودا له منځه یوسي. ۳ دا هرڅه په رښتیا سره د څښتن د حکم سره سم په یهودا باندې وشول. دا د دې دپاره وشول چې د یهودا خلک د هغو ګناهونو له امله چې منسي پاچا کړي وو، د څښتن د حضور څخه وشړل شي. ۴ په ځانګړي ډول منسي د اورشلیم کوڅې په وینو ډکې کړې. د هغو بې ګناه خلکو په سبب چې هغه وژلي وو، څښتن نه غوښتل چې هغه وبخښي.

۵ د یهویاقیم د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۶ یهویاقیم مړ شو او د هغه زوی یهویاکین د هغه په ځای پاچا شو. ۷ د مصر فرعون او د هغه لښکر بیا هېڅکله د مصر څخه ونه وتل، ځکه چې د بابل پاچا هغه ټوله سیمه چې په مصر پورې تړلې وه یعنې د فرات د سیند څخه د مصر تر شمالي پولې پورې د خپل واک لاندې راوستې وه.

د یهودا پاچا یهویاکین

(دوهم تواریخ ۳۶: ۹ - ۱۰)

۸ یهویاکین اتلس کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې درې میاشتې پاچاهي وکړه. د هغه مور نحوشطا نومېدله او د الناتان لور وه چې د اورشلیم څخه ؤ. ۹ یهویاکین د خپل پلار لاره غوره کړه او د څښتن په وړاندې یې ګناه وکړه.

۱۰ د هغه د پاچاهۍ په دوران کې د بابلیانو لښکر چې د نبوکدنصر پاچا منصبدارانو یې مشري کوله، اورشلیم ته ورغلل او هغه یې کلابند کړ. ۱۱ د محاصرې په وخت کې خپله نبوکدنصر اورشلیم ته راغی. ۱۲ یهویاکین پاچا د خپلې مور، خپلو خدمتګارانو، خپلو منصبدارانو او د ماڼۍ د درباریانو سره بابلیانو ته تسلیم شو. نبوکدنصر د خپلې پاچاهۍ په اتم کال یهویاکین بندي کړ. ۱۳ نبوکدنصر د څښتن د کور او د ماڼۍ ټولې خزانې بابل ته یووړې. همدارنګه هغه د سرو زرو هغه ټول سامان چې سلیمان پاچا د څښتن د کور دپاره جوړ کړی ؤ، ټوټې ټوټې کړ. دا هرڅه د څښتن د پېشګویۍ سره سم سرته ورسېدل. ۱۴ نبوکدنصر د اورشلیم خلک او ټول منصبداران او جنګیالیان د اسیرانو په توګه بوتلل چې د دې ټولو شمېر لسو زرو تنو ته رسېده. هغه کسبګران هم د اهنګرانو په شمول بوتلل او یوازې ډېر غریب خلک یې په یهودا کې پرېښودل. ۱۵ نبوکدنصر، یهویاکین د هغه د مور، ښځو، درباریانو او د یهودا د مشرانو سره د اسیرانو په توګه بابل ته بوتلل. ۱۶ همدارنګه نبوکدنصر اووه زره جنګي کسان او زر تنه کسبګر چې په هغو کې اهنګران هم شامل وو، بابل ته بوتلل. هغوی ټول په جګړه کې قوي او تکړه وو.

۱۷ نبوکدنصر د یهویاکین کاکا متنیا د یهودا پاچا وټاکه او د هغه نوم یې په زدقیه باندې بدل کړ.

د یهودا پاچا صدقیا

(دوهم تواریخ ۳۶: ۱۱ - ۱۲ او ارمیا ۵۲: ۱ - ۳)

۱۸ صدقیا یوویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه یوولس کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه مور حموطل نومېدله او د ارمیا لور وه چې د لبنه د ښار څخه ؤ. ۱۹ صدقیا پاچا کټ مټ د یهویاقیم پاچا په شان د څښتن په وړاندې ګناه وکړه. ۲۰ څښتن د اورشلیم او یهودا په خلکو باندې دومره په قهر شو چې هغوی یې د خپل حضور څخه وشړل.

نو صدقیا د بابل د پاچا نبوکدنصر په وړاندې یاغي شو.