کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ د وخت په تېرېدلو سره د داود زوی امنون په تامار باندې چې د داود د بل زوی ابشالوم خور وه او ډېره ښکلې وه، مین شو. ۲ د امنون زړه د خپلې ناسکه خور تامار په سبب داسې پرېشانه شو چې هغه ناروغ شو، ځکه چې تامار پېغله وه او د امنون دپاره دا ناشونی کار ؤ چې د هغې سره اړیکې ولري. ۳ د امنون یو ملګری ؤ چې یوناداب نومېده او د داود د ورور شمعي زوی ؤ. یوناداب ډېر مکرجن سړی ؤ. ۴ هغه د امنون څخه پوښتنه وکړه: «ای د پاچا زویه! ولې ورځ په ورځ ډنګرېږې؟ څه خبره ده؟» امنون ځواب ورکړ: «زه د خپل ورور ابشالوم په خور تامار باندې مین شوی یم.» ۵ یوناداب وویل: «په خپله بستره کې څمله او دا بهانه وکړه چې ناروغ یې. کله چې پلار دې پوښتنې ته راغی هغه ته ووایه: مهرباني وکړه زما خور تامار پرېږده چې راشي او ماته یو څه راکړي چې ویې خورم. هغه دې زما په مخکې ډوډۍ تیاره کړي چې زه هغه ولیدلی شم او بیا یې ماته په خپل لاس راکړي.» ۶ نو امنون بهانه وکړه چې ناروغ دی او هغه څملاست. کله چې پاچا د هغه پوښتنې ته راغی، امنون ورته وویل: «مهرباني وکړئ تامار ته اجازه ورکړئ چې راشي، دلته زما په مخکې یو څه ځانګړې ډوډۍ پخه کړي او هغه دې ماته په خپل لاس راکړي.»
۷ داود تامار ته چې په ماڼۍ کې وه، خبر ورولېږه: «د خپل ورور امنون کور ته ورشه او د هغه دپاره یو څه خواړه تیار کړه.» ۸ نو تامار هلته لاړه او ویې لیدل چې امنون په بستره کې پروت دی. هغې یو څه خمیره کړي اوړه راواخیستل، د هغه په مخکې یې ډوډۍ جوړه کړه او هغه یې پخه کړه. ۹ بیا یې تبۍ راواخیستله او امنون ته یې ډوډۍ کېښودله، خو هغه د خوړلو څخه انکار وکړ. امنون وویل: «تاسو ټول له دې ځای نه دباندې ووځئ!» نو ټول ووتل. ۱۰ له هغې وروسته امنون تامار ته وویل: «دلته زما د خوب کوټې ته ډوډۍ راوړه چې ستا د لاس څخه یې وخورم.» هغې ډوډۍ راواخیستله او د هغه د خوب کوټې ته ورغله. ۱۱ خو هغه وخت چې تامار ډوډۍ وروړله چې ویې خوري، امنون هغې ته لاس ورواچاوه او ورته ویې ویل: «ای زما خورې، راشه او راسره څمله.» ۱۲ تامار هغه ته وویل: «ای زما وروره! دا کار مه کوه، ما مه مجبوروه! داسې کار په اسراییلو کې یو جرم دی. داسې بې عقل کار مه کوه! ۱۳ زه به بیا په خلکو کې سر څنګه اوچتوم؟ او ته به په اسراییلو کې د بدکاره احمقانو په شان بې عزته شې. مهرباني وکړه د پاچا سره خبرې وکړه، هغه به تا زما سره د واده کولو څخه منع نه کړي.» ۱۴ خو امنون د هغې خبرو ته غوږ ونه نیوه او څرنګه چې هغه د تامار څخه ډېر قوي ؤ، نو هغه یې په زوره بې عزته کړه.
۱۵ بیا امنون د هغې څخه ډېره سخته کرکه وکړه. د هغه کرکه د هغې مینې څخه چې مخکې یې د هغې سره کوله، ډېره زیاته وه. امنون هغې ته وویل چې «پاڅه او ورکه شه!» ۱۶ هغې ورته وویل: «نه! زما شړل به د هغه کار څخه هم لوی جرم وي چې مخکې دې زما سره وکړ.» خو امنون د هغې خبرو ته غوږ ونه نیوه. ۱۷ هغه خپل شخصي خدمتګار راوغوښت او ورته ویې ویل: «دغه ښځه د دې ځای نه دباندې وباسه او دروازه ورپسې وتړه.» ۱۸ نو د هغه خدمتګار هغه دباندې وویستله او دروازه یې ورپسې وتړله. تامار د اوږدو لستوڼو چپنه اغوستله، ځکه چې دا د پېغلو شاهزادګیو رواجي لباس ؤ. ۱۹ تامار په خپل سر باندې ایرې واچولې او خپله چپنه یې وشکوله. لاسونه یې په سر باندې کېښودل، په چیغو چیغو یې ژړل او روانه شوه. ۲۰ کله چې د هغې ورور ابشالوم هغه ولیدله، پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا امنون تاته لاس دراچولی دی؟ خورې، په دې باندې دومره ډېره مه خفه کېږه. هغه ستا ورور دی، په دې هکله هېچا ته څه ونه وایې.» نو تامار د خپل ورور ابشالوم په کور کې پرېشانه او یوازې اوسېدله. ۲۱ کله چې داود پاچا واورېدل چې څه پېښ شوي دي، هغه ډېر په قهر شو. ۲۲ ابشالوم د امنون سره هېڅ یوه ښه یا بده خبره نه کوله. خو ابشالوم د هغه سره کینه درلودله، ځکه چې د هغه خور تامار یې په زوره بې عزته کړې وه.
۲۳ پوره دوه کاله وروسته ابشالوم افرایم ته نژدې په بعل حاصور کې خپل پسونه سکولول او هغه د پاچا ټول زامن هلته راوغوښتل. ۲۴ هغه داود پاچا ته ورغی او ویې ویل: «ای اعلیحضرته! زه خپل پسونه سکولم. ایا تاسو او ستاسو درباریان به راشئ او په جشن کې به برخه واخلئ؟» ۲۵ خو پاچا ځواب ورکړ: «نه، ای زویه، مونږ ټول به لاړ نه شو، ځکه چې په تا باندې به بار شو.» که څه هم ابشالوم په هغه باندې ډېر ټینګار وکړ خو هغه نه غوښتل چې ورسره لاړ شي، خو د هغه دپاره یې برکت وغوښت. ۲۶ بیا ابشالوم وویل: «که تاسو نه شئ کولای لاړ شئ، لږ تر لږه پرېږدئ چې زما ورور امنون زمونږ سره لاړ شي.» پاچا د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ولې هغه درسره لاړ شي؟» ۲۷ خو ابشالوم دومره ټینګار وکړ، ترڅو چې داود امنون او د هغه نورو ټولو زامنو ته اجازه ورکړه چې د ابشالوم سره لاړ شي. ۲۸ ابشالوم خپلو خدمتګارانو ته حکم وکړ: «ګورئ! کله چې امنون د شرابو په څښلو لږ نشه شو او زه تاسو ته ووایم چې هغه ووژنئ، نو مه وېرېږئ، زه به دا مسوولیت په خپله غاړه واخلم. زړور اوسئ او زړه نازړه کېږئ مه.» ۲۹ نو د ابشالوم خدمتګارانو د هغه د حکم څخه پیروي وکړه او امنون یې وواژه. د داود نور ټول زامن په خپلو قچرو باندې سپاره شول او وتښتېدل.
۳۰ هغوی لا په هغه وخت کې کور ته په لاره وو چې داود ته خبر ورسېده: «ابشالوم ستاسو ټول زامن ووژل او یو هم ورڅخه ژوندی پاتې نه دی!» ۳۱ نو پاچا پاڅېد، خپل کالي یې له غمه وشکول او په ځمکه باندې یې ځان وغورځاوه. د هغه ټول خدمتګاران د شلېدلو کالیو سره د هغه تر څنګ ولاړ وو. ۳۲ خو یوناداب د داود وراره یعنې د شمعي زوی وویل: «اعلیحضرته! هغوی ستاسو ټول زامن نه دي وژلي، یوازې امنون وژل شوی دی. له هغې ورځې راهیسې چې امنون د هغه خور تامار بې عزته کړې وه، دا د ابشالوم ښکاره اراده وه. ۳۳ نو په دې خبرو باندې باور مه کوئ چې ستاسو ټول زامن وژل شوي دي، یوازې امنون وژل شوی دی.»
۳۴ خو ابشالوم وتښتېده. نو بیا هغه کس چې پهره داري یې کوله، ویې لیدل چې زیات خلک د حورونایم په لاره کې د غره تر څنګه راروان دي. پهره دار پاچا ته ورغی او څه چې هغه لیدلي وو ورته ویې ویل. ۳۵ یوناداب داود پاچا ته وویل: «هغه دي ستاسو زامن راروان دي لکه څنګه چې مې ویلي وو، هغوی راغلل.» ۳۶ څنګه چې هغه خپلې خبرې پای ته ورسولې، د داود زامن راننوتل او په لوړ اواز یې په ژړا پیل وکړ. پاچا هم وژړل او د هغه ټولو خدمتګارانو ډېر سخت وژړل.
۳۷-۳۸ ابشالوم وتښتېده او د عمیهود زوی تلمای ته چې د جشور پاچا ؤ ورغی او درې کاله هلته پاتې شو. داود د خپل زوی امنون دپاره ډېره موده ویر کاوه. ۳۹ خو کله چې هغه د امنون د مړینې څخه وروسته تسلي وموندله، د خپل زوی ابشالوم دپاره یې په زړه کې هیله پیدا شوه.