کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ یوآب د زرویه زوی پوه شو چې داود پاچا ابشالوم ډېر یادوي. ۲ نو یوآب تقوع ته یو کس ولېږه او د هغه ځای څخه یې یوه هوښیاره ښځه راوستله. هغې ته یې وویل: «داسې وښایه چې ته د ویر کولو په حال کې یې. د ویر کالي واغونده او په ځان باندې تېل مه وهه. خپل ځان د هغې ښځې په شان جوړ کړه چې زیات وخت یې ویر کړی وي. ۳ بیا پاچا ته ورشه او هغه څه چې زه یې درته وایم هغه ته ووایه.» نو بیا یوآب هغې ته وویل چې څه ووایي.
۴ کله چې هغه ښځه پاچا ته ورغله، هغه ته د درناوي په خاطر ټیټه شوه او ویې ویل: «ای اعلیحضرته! زما سره مرسته وکړه.»
۵ پاچا د هغې څخه پوښتنه وکړه: «ته څه غواړې؟» هغې ځواب ورکړ: «زه کونډه یمه. زما مېړه مړ شوی دی. ۶ اعلیحضرته! زما دوه زامن وو. یوه ورځ هغوی په پټي کې یو د بله سره جنګ وکړ او هلته هېڅوک نه ؤ چې دوی سره بېل کړي. یوه هغه بل وواژه. ۷ اوس زما ټول خپلوان زما په ضد راپورته شوي دي او زما څخه دا غوښتنه کوي چې خپل زوې هغوی ته وسپارم، ترڅو هغه د خپل ورور د قتل په خاطر ووژني. که چېرې هغوی دا کار وکړي، نو زما اخرنۍ هیله به هم له منځه یوسي او زما مېړه ته به د ځمکې په مخ نه نوم پاتې شي او نه اولاد.»
۸ پاچا هغې ښځې ته وویل: «ته خپل کور ته ستنه شه او زه به ستا په خاطر امر ورکړم.» ۹ هغې وویل: «اعلیحضرته! تاسو چې هرڅه کوئ د هغې ملامتیا دې په ما او زما په کورنۍ باندې وي، تاسو او شاهي کورنۍ دې بې ګناه وي.» ۱۰ پاچا ځواب ورکړ: «که چېرې چا درته څه وویل، هغه ماته راوله، بیا به هېڅکله تا نه ځوروي.» ۱۱ هغې وویل: «اعلیحضرته! مهرباني وکړئ د خپل څښتن خدای په نوم قسم وخورئ، ترڅو زما خپلوان چې زما د زوی د مرګ د بدل اخیستلو مسوول دی زما د بل زوی په وژلو سره یو لوی جرم ونه کړي.» داود ځواب ورکړ: «زه د ژوندي څښتن په نوم قسم خورم چې ستا د زوی د سر یو ویښته به هم کم نه شي.»
۱۲ هغې ښځې وویل: «اعلیحضرته! اجازه راکړئ چې یوه بله خبره هم درته وکړم.» هغه ځواب ورکړ: «ووایه!» ۱۳ هغې ښځې وویل: «ولې مو د خدای د قوم سره داسې غلطي کړې ده؟ تاسو خپل زوی نه پرېږدئ چې د جلاوطنۍ څخه راستون شي، نو تاسو خپل ځان په هغې خبرې باندې چې همدا اوس مو وکړه، ملامتوئ. ۱۴ مونږ ټول مړه کېږو او د اوبو په شان یو چې په ځمکه باندې توییږي او بېرته نه شي راټولېدلی. خدای ژوند نه اخلي بلکې داسې لاره لټوي چې یو شړلی سړی د هغه څخه لېرې پاتې نه شي. ۱۵ نو اوس اعلیحضرته! د دې خبرې دلیل چې زه راغلې یم ستاسو سره خبرې وکړم، دا دی چې خلک ماته ګواښ کوي. نو ما د ځان سره وویل چې زه به ستاسو سره خبرې وکړم او دا هیله مې درلودله چې تاسو به هغه څه وکړئ چې زه یې غواړم. ۱۶ ما فکر کاوه چې تاسو به زما خبرو ته غوږ ونیسئ او ما به د هغه سړي له لاسه وژغورئ چې هڅه کوي ما او زما زوی دواړه د هغه وطن څخه بې برخې کړي چې خدای مونږ ته راکړی دی. ۱۷ اعلیحضرته! نو ما باور درلود چې ستاسو وعده به ماته ارامي راولي، ځکه چې تاسو د ښو او بدو په پېژندلو کې د خدای د فرښتې په شان یئ. ستاسو څښتن خدای دې ستاسو سره وي.»
۱۸ پاچا ځواب ورکړ: «زه ستا څخه یوه پوښتنه کوم او ته باید راته پوره رښتیا ووایې.» هغې ځواب ورکړ: «اعلیحضرته! د هر شي په هکله چې پوښتنه کوئ نو ویې کړئ.» ۱۹ پاچا د هغې څخه پوښتنه وکړه: «ایا په دې ټولو کارونو کې ستا سره د یوآب لاس نه دی؟»
هغې ځواب ورکړ: «اعلیحضرته! زه ستاسو په ژوند باندې قسم خورم چې هېڅوک نه شي کولای چې ستاسو څخه حقیقت پټ کړي. په رښتیا سره دا ستاسو قوماندان یوآب ؤ، هغه ټول څه چې ما تاسو ته وویل، هغه ماته رازده کړل. ۲۰ خو هغه دا کار د دې دپاره وکړ چې دا اوسنی حالت بدل کړي. اعلیحضرته! تاسو د خدای د فرښتې په شان حکمت لرئ، هر هغه څه چې په هېواد کې پېښیږي، تاسو ورباندې پوهېږئ.»
۲۱ وروسته پاچا یوآب ته وویل: «ډېر ښه، ما پرېکړه کړې ده څه چې ته غواړې زه به یې وکړم. لاړ شه او هغه ځوان ابشالوم دلته راوله.» ۲۲ یوآب هغه ته د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت او ویې ویل: «اعلیحضرته! خدای دې تاته برکت درکړي! اوس زه پوه شوم چې تاسو زما څخه خوشحاله یئ، ځکه چې زما غوښتنه مو ومنله.» ۲۳ بیا یوآب جشور ته لاړ او ابشالوم یې بېرته اورشلیم ته راوست. ۲۴ خو بیاهم پاچا حکم وکړ چې ابشالوم دې خپل کور ته لاړ شي. پاچا وویل: «زه نه غواړم چې د هغه مخ ووینم.» نو ابشالوم په خپل کور کې اوسېده او د پاچا سره به نه مخامخ کېده.
۲۵ په ټولو اسراییلو کې د ابشالوم په شان ښکلی او د صفت وړ سړی نه پیدا کېده. په هغه کې د سر څخه نیولې تر پښو پورې هېڅ کوم عیب نه ؤ. ۲۶ د هغه ویښتان ډېر ګڼ وو او په کال کې به یې یوځل کمول. هرکله چې به هغه ډېر اوږده او درانه شول، نو د هغه وزن به د شاهي اندازې د وزن له مخې له دوه کیلو ګرامو څخه زیاتېده. ۲۷ ابشالوم درې زامن او د تامار په نامه یوه لور درلودله چې ډېره ښایسته انجلۍ وه.
۲۸ ابشالوم دوه کاله په اورشلیم کې اوسېده او د پاچا مخ یې ونه لید. ۲۹ نو ابشالوم یوآب د دې دپاره راوغوښت چې پاچا ته یې ورولېږي، خو هغه ونه غوښتل چې ده ته ورشي. نو هغه یې د دوهم ځل دپاره راوغوښت، خو هغه د راتګ څخه انکار وکړ. ۳۰ نو ابشالوم خپلو خدمتګارانو ته وویل: «ګورئ، د یوآب پټی زما د پټي په څنګ کې دی او هلته د هغه اوربشې دي، لاړ شئ او اور ورته واچوئ.» نو هغوی پټي ته اور واچاوه. ۳۱ یوآب د ابشالوم کور ته ورغی او ورڅخه یې پوښتنه وکړه: «ستا خدمتګارانو ولې زما پټي ته اور اچولی دی؟» ۳۲ ابشالوم یوآب ته وویل: «ګوره، ما تاته خبر درولېږه چې دلته راشه. ما غوښتل چې پاچا ته ورشې او زما دپاره ورڅخه دا پوښتنه وکړې چې ولې د جشور څخه دلته راغلم؟ ښه به دا وه چې هلته پاتې شوی وای.» ابشالوم زیاته کړه: «زه ستا څخه غواړم چې ماته داسې لاره جوړه کړې چې پاچا وګورم. که چېرې زه ګناهکار یم، نو پرېږده چې ومې وژني.» ۳۳ نو یوآب پاچا ته ورغی او دا یې ورته وویل. بیا پاچا ابشالوم راوغوښت او هغه راغی او د پاچا په مخکې د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت او پاچا ابشالوم ښکل کړ.