د دوهم سموییل کتاب

شپاړسم فصل

داود او صیبا

۱ کله چې داود د غره د سر څخه لږ څه تېر شو، د مفیبوشت د خدمتګار صیبا سره مخامخ شو. هغه په دوو خرو باندې دوه سوه ډوډۍ، د ممیزو سل کلچې، د اوړي د مېوو سل موټي او د شرابو ډک ژی بار کړي وو. ۲ پاچا د صیبا څخه پوښتنه وکړه: «دا دې ولې راوړي دي؟» صیبا ځواب ورکړ: «خره د پاچا د کورنۍ دپاره دي چې ورباندې سپاره شي. ډوډۍ او مېوې د کسانو د خوړلو دپاره دي. شراب د هغو کسانو دپاره دي چې په دښته کې ستومانه شوي دي.» ۳ پاچا بیا پوښتنه کړه: «ستا د بادار شاوول لمسی مفیبوشت چېرې دی؟» صیبا هغه ته وویل: «هغه په اورشلیم کې پاتې دی، ځکه چې هغه فکر کوي چې اسراییلیان به نن ورځ زما د نیکه شاوول پاچاهي بېرته ماته راکوي.» ۴ پاچا صیبا ته وویل: «هرڅه چې د مفیبوشت وو اوس هغه ستا دي.» صیبا ځواب ورکړ: «اعلیحضرته! زه د ستاسو په وړاندې د درناوي په خاطر ټیټېږم. تاسو دې تل زما څخه خوشحاله اوسئ.»

شمعي داود ته ښکنځلې کوي

۵ څنګه چې داود پاچا بحوریم ته ورسېده، د شاوول د طایفې څخه د جیرا زوی شمعي د هغه ځای څخه د هغه لیدلو ته راووت. څنګه چې هغه راروان ؤ، ښکنځلې یې کولې. ۶ که څه هم ټول لښکر او ځانګړي ساتونکي د داود څخه ګردچاپېر ولاړ وو، هغه داود او د هغه ټول درباریان په تیږو باندې ویشتل. ۷ شمعي هغه ته ښکنځلې وکړې، ویې ویل: «ورک شه! ورک شه! ای قاتله! ای رذیله! ۸ تا د شاوول څخه پاچاهي واخیستله او اوس څښتن د شاوول د کورنۍ د ډېرو خلکو د قتلولو په خاطر ستا څخه بدل اخلي. څښتن ستا زوی ابشالوم ته پاچاهي ورکړه او ته له منځه تللی یې، ځکه چې ته قاتل یې!»

۹ نو د زرویه زوی ابیشای پاچا ته وویل: «اعلیحضرته! تاسو ولې دې مړ سپي ته اجازه ورکوئ چې تاسو ته ښکنځل وکړي؟ پرېږدئ چې ورشم او سر یې پرې کړم!» ۱۰ پاچا ابیشای او د هغه ورور یوآب ته وویل: «زه ستاسو په شان نه یم. که هغه ماته د څښتن په وینا ښکنځلې کوي، نو څوک دا حق لري چې پوښتنه وکړي، ولې هغه داسې کوي؟» ۱۱ بیا داود ابیشای او خپلو ټولو درباریانو ته وویل: «زما خپل زوی هڅه کوي چې ما ووژني، نو تاسو ولې دې بنیامیني ته حیران یئ؟ نو هغه پرېږدئ چې ښکنځلې وکړي، ځکه چې څښتن ورته ویلي دي. ۱۲ کېدای شي چې څښتن زما مصیبت وویني او د هغو ښکنځلو په بدل کې چې نن ماته وشوې راسره نېکي وکړي.» ۱۳ نو داود او د هغه سړي خپل تګ ته دوام ورکړ. په هغه وخت کې شمعي هم هغوی ته مخامخ د نژدې غره په څنګ کې روان ؤ. هغه ښکنځلې کولې، داود یې په تیږو باندې ویشته او خاورې یې ورباندې شیندلې. ۱۴ پاچا د خپلو ټولو کسانو سره د اردن سیند ته ورسېده او هلته یې استراحت وکړ.

ابشالوم په اورشلیم کې

۱۵ ابشالوم او هغه اسراییلیان چې د هغه سره وو، اورشلیم ته ورننوتل او اخیتوفل هم د هغوی سره ؤ. ۱۶ کله چې د داود اعتباري ملګري حوشای ابشالوم ولیده، هغه چیغې ووهلې: «ژوندی دې وي پاچا! ژوندی دې وي پاچا!» ۱۷ ابشالوم د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ستا په وفادارۍ باندې څه وشو چې د خپل ملګري داود سره دې درلودله؟ ولې د هغه سره لاړ نه شوې؟» ۱۸ حوشای ځواب ورکړ: «نه، داسې نه شي کېدای، زه به د هغه چا ملاتړ کوم او زه به د هغه سره اوسم چې د څښتن او د دې قوم او ټولو اسراییلیانو له خوا غوره شوی دی. ۱۹ برسېره پردې، زه چې د خپل بادار د زوی خدمت ونه کړم، نو د چا خدمت وکړم؟ لکه څنګه چې مې ستاسو د پلار خدمت کاوه، نو اوس به ستاسو خدمت کوم.»

۲۰ نو ابشالوم اخیتوفل ته وویل: «مونږ ته مشوره راکړه چې څه باید وکړو.» ۲۱ اخیتوفل ځواب ورکړ: «لاړ شه او د خپل پلار د وینځو سره چې د ماڼۍ د ساتلو دپاره یې پریښې دي، څمله. نو ټول اسراییل به پوه شي چې ستا پلار تاته د خپل دښمن په شان ګوري او ستا ملاتړي به ډېر زیات زړور شي.» ۲۲ نو هغوی ابشالوم ته د ماڼۍ په بام باندې خېمه ودروله او ابشالوم د ټولو اسراییلیانو په مخکې هغې ته ورننوت او د خپل پلار د وینځو سره څملاست. ۲۳ په هغو ورځو کې هره مشوره چې اخیتوفل ابشالوم ته ورکوله، هغه به هم د خپل پلار داود په شان هغه قبلوله، ځکه چې د هغو دواړو په نظر کې دا مشورې دومره عاقلانه وې چې ګوندې د خدای کلام دی.