کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د سموییل دوهم کتاب
اووم فصل
د داود سره د خدای وعده
(لومړی تواریخ ۱۷:۱-۱۵)
۱ کله چې داود پاچا په خپله ماڼۍ کې اوسېده او څښتن هغه ته د خپلو ټولو دښمنانو څخه ارامي ورکړه، ۲ نو پاچا ناتان نبي ته وویل: «ګوره، زه دلته په دې ماڼۍ کې اوسېږم چې د سبر د ونې د لرګیو څخه جوړه شوې ده، خو د خدای د لوظ صندوق په خېمه کې ایښودل شوی دی.» ۳ ناتان ځواب ورکړ: «هر څه چې ستا په زړه کې دي هغه وکړه، ځکه چې څښتن ستا سره مل دی.»
۴ خو په هماغه شپه څښتن ناتان ته وویل: ۵ «لاړ شه او زما خدمتګار داود ته ووایه چې څښتن داسې وایي: ‹ته هغه څوک نه یې چې زما د اوسېدلو دپاره کور جوړ کړې. ۶ د هغه وخت نه چې ما د اسراییلو قوم د مصر څخه راخلاص کړ، تر نن ورځې پورې زه په کور کې نه یم اوسېدلی. زه یو ځای او بل ځای ګرځېدلی یم او په خېمه کې اوسېدلی یم. ۷ ما د قوم مشران غوره کړل او ورته مې وویل چې د شپنو په شان زما د قوم اسراییلو لارښوونه وکړي. خو ایا کله مې د هغوی څخه چا ته په ټول سفر کې ویلي دي چې د سبر د ونې د لرګیو څخه دې ولې زما دپاره کور نه دی جوړ کړی؟› ۸ نو په دې خاطر زما خدمتګار داود ته ووایه چې مطلق قادر څښتن درته داسې وایي: ‹ما ته د پسونو د ساتلو د څړځای څخه راواخیستلې او د خپل قوم اسراییلو مشر مې وټاکلې. ۹ هرچېرته چې ته تللې، زه به درسره وم. څنګه به چې ته پرمخ تللې، ما به ستا ټول دښمنان له منځه وړل. اوس به زه تا د نړۍ د ډېرو لویو مشرانو په شان مشهور کړم. ۱۰-۱۱ ما د خپل قوم اسراییلو دپاره ځای وټاکه او هغوی مې هلته ځای په ځای کړل، ترڅو هلته واوسیږي او نور ورباندې ظلم ونه شي. د هغه وخت نه چې مې قاضیان یعنې مشران د اسراییلو دپاره ټاکلي دي په هغوی باندې د بدکاره خلکو له خوا تېری شوی دی. بیا به داسې ونه شي. همدارنګه به تا د خپلو ټولو دښمنانو څخه په امن کې وساتم. زه به تا ته یوه شاهي کورنۍ درکړم. ۱۲ هغه ورځ چې ستا سترګې د دې نړۍ څخه پټې شوې او د خپلو نیکونو سره ښخ شوې، زه به ستا د زامنو څخه یو پاچا کړم او د هغه پاچاهي به ټینګه وساتم. ۱۳ هغه به هغه څوک وي چې زما د نوم د سرلوړۍ دپاره به یو کور جوړ کړي او د هغه پاچاهي به زه د تل دپاره ټینګه کړم. ۱۴ زه به د هغه پلار یم او هغه به زما زوی وي. کله چې هغه کومه غلطي وکړي، نو زه به هغه ته داسې سزا ورکړم لکه څنګه چې پلار خپل زوی ته په لښتې باندې سزا ورکوي. ۱۵ خو زه به د هغه سره د خپلې تلپاتې مینې لاس وانخلم، لکه څنګه چې مې د شاوول څخه اخیستی ؤ، یعنې هغه څوک چې ما لېرې کړ، ترڅو ته پاچا شې. ۱۶ ته به تل اولاده ولرې او زه به ستا پاچاهي تل ترتله ټینګه کړم. ستا شاهي کورنۍ به هېڅکله پای ته ونه رسیږي.›» ۱۷ نو ناتان بېرته داود ته ورغی او هر هغه څه یې بیان کړل چې څښتن ورته په رویا کې ویلي وو.
د داود د شکرګزارۍ دعا
(لومړی تواریخ ۱۷:۱۶-۲۷)
۱۸ بیا داود پاچا د لوظ د صندوق خېمې ته ورننوت، هلته د څښتن په حضور کې کښېناست او دعا یې وکړه: «ای څښتن تعالی! هغه څه چې تا پخوا زما سره کړي دي زه او زما کورنۍ د هغې وړ نه یو. ۱۹ خو بیاهم دا ستا په نظر بس نه وو، ای څښتن تعالی! تا د راتلونکو کلونو دپاره هم زما د اولادې په هکله وعدې کړې دي. ای څښتن تعالی! ایا ته تل د انسان سره همداسې چلند کوې؟ ۲۰ ای څښتن تعالی! زه تا ته نور څه ویلی شم؟ ځکه چې ته ما یعنې خپل خدمتګار پېژنې. ۲۱ دا ستا وعده وه او ستا مقصد ؤ چې دا کار دې وکړ. تا دا لوی کارونه وکړل او هغه دې ما ته ښکاره کړل. ۲۲ ای څښتن تعالی! ته څومره لوی یې. لکه څنګه چې مونږ تل اورېدلي دي، ستا په شان څوک نشته او بې له تا بل خدای نشته. ۲۳ د ځمکې په مخ د اسراییلو په شان بل قوم نشته، هغه قوم چې تا د مصر د غلامۍ څخه وژغوره، د دې دپاره چې هغه ستا خپل قوم شي. د هغوی دپاره دې لوی او حیرانوونکي کارونه وکړل او خپل نوم دې په ټوله نړۍ کې مشهور او لوړ کړ. تا نور قومونه او د هغوی خدایان د خپل قوم د وړاندې تګ سره سم وشړل. ۲۴ اسراییل دې د تل دپاره خپل قوم غوره کړ او ای څښتنه، ته د هغوی خدای شوې.
۲۵ ای څښتن خدایه! اوس هغه وعده د تل دپاره سرته ورسوه چې زما او زما د کورنۍ سره دې کړې ده. هغه څه چې دې ویلي وو، هماغسې وکړه. ۲۶ ستا نوم به لوی وي او خلک به د تل دپاره وایي: ‹مطلق قادر څښتن د اسراییلو خدای دی.› بیا به زما د اولادې پاچاهي د تل دپاره ټینګه کړې.
۲۷ ای مطلق قادر څښتنه، د اسراییلو خدایه! دا ټول تا ما ته ښکاره کړي دي او ما ته دې وویل چې زما د اولادې څخه به ته پاچاهان جوړ کړې، نو ځکه مې دا جرات وکړ چې تا ته دا دعا وکړم. ۲۸ اوس ای څښتن تعالی، ته په رښتیا خدای یې! ستا وعدې د باور وړ دي او تا د خپل خدمتګار سره د دې ښو شیانو وعده کړې ده. ۲۹ مهرباني وکړه زما کورنۍ ته برکت ورکړه او پرېږده چې هغوی تل ستا غوره شوي پاچاهان وي. ای څښتن خدایه، تا پخوا وعده کړې ده او زه یقین لرم چې ته به زما کورنۍ ته د تل دپاره برکت ورکړې.»