د دوهم سموییل کتاب

اتم فصل

د داود بریالیتوبونه

(لومړی تواریخ ۱۸‏: ۱ ‏- ۱۳)

۱ څه موده وروسته داود بیا فلسطینیانو ته ماتې ورکړه، هغوی یې کمزوري کړل او په هغه سیمه باندې یې د هغوی واکمني پای ته ورسوله.

۲ همدارنګه داود موآبیانو ته هم ماتې ورکړه. داود په هغوی باندې امر وکړ چې د ځمکې په مخ څنګ په څنګ په یوه قطار څملي. بیا یې د یوې اندازه اخیستونکې رسۍ په وسیله په درې برخو ووېشل. هرې دوه برخې یې ووژلې او هره درېمه برخه یې ژوندې پرېښودله. نو موآبیان د هغه رعیت شول او باج به یې ورکاوه.

۳ برسېره پردې داود د صوبې د پاچا د رحوب زوې هددعزر ته ماتې ورکړه. هددعزر د فرات د سیند پورتنۍ سیمې ته روان ؤ، ترڅو د هغه ځای واکمني بېرته تر لاسه کړي. ۴ داود د هغه څخه یو زر او اووه سوه سپاره او شل زره پیاده عسکر ونیول. هغه د سلو جنګي ګاډیو دپاره اسونه وساتل او نور ټول یې ګوډ کړل. ۵ کله چې د دمشق سوریایانو د هددعزر پاچا د مرستې دپاره لښکر ورولېږه، داود په هغوی باندې حمله وکړه او دوه ویشت زره سوریایان یې ووژل. ۶ بیا هغه د دمشق د سوریې په پاچاهۍ کې عسکري قرارګاوې جوړې کړې او سوریایان د هغه رعیت شول او باج یې ورکاوه. هر چېرته چې به داود لاړ، څښتن هغه ته بری ورکاوه. ۷ داود د هددعزر د عسکري منصبدارانو د سرو زرو سپرونه واخیستل او هغه یې اورشلیم ته راوړل. ۸ داود پاچا د باته او بیروتای څخه چې د هددعزر ښارونه وو په زیاته اندازه برنجي فلز لاسته راوړل.

۹ د حمات پاچا توعي واورېدل چې داود د هددعزر ټول لښکر ته ماتې ورکړې ده. ۱۰ نو هغه خپل زوی یورام داود پاچا ته ورولېږه چې هغه ته سلام ووایي او په جګړه کې په هددعزر باندې د هغه د بریالیتوب مبارکي ووایي. هددعزر ډېر ځلې د توعي سره جنګېدلی ؤ. یورام داود ته سوغاتونه یعنې د سرو زرو، سپینو زرو او برنجي شیان د ځان سره راوړل. ۱۱ داود پاچا هغه شیان د هغو سپینو او سرو زرو سره یوځای څښتن ته وقف کړل چې د هغو قومونو څخه یې لاسته راوړي وو چې په هغو باندې یې بری تر لاسه کړی ؤ، ۱۲ یعنې د ادومیانو، موآبیانو، عمونیانو، فلسطینیانو او عمالیقیانو څخه. همدارنګه هغه غنیمت چې د هددعزر د صوبې د پاچا څخه یې نیولی ؤ، یوه برخه یې څښتن ته وقف کړله.

۱۳ کله چې داود د مالګې په دره کې د اتلسو زرو ادومیانو د وژلو څخه راستون شو، هغه نور هم مشهور شو. ۱۴ هغه په ټول ادوم کې عسکري قرارګاوې جوړې کړې او ټول ادومیان د داود رعیت شول. داود به چې هر چېرته لاړ، څښتن به ورته بری ورکاوه.

د داود درباریان

(لومړی تواریخ ۱۸‏: ۱۴ ‏- ۱۷)

۱۵ داود په ټولو اسراییلو باندې پاچاهي کوله او خپلو ټولو خلکو دپاره یې په عدل او انصاف سره کارونه کول. ۱۶ یوآب د زرویه زوی د لښکرو عمومي قوماندان ؤ. یهوشافاط د اخیلود زوی د پېښو د ثبتولو مسوول ؤ. ۱۷ صادوق د اخیطوب زوی او اخیملک د ابیاتار زوی کاهنان وو. سرایا د دربار منشي ؤ. ۱۸ بنایاه د یهویاداع زوی د داود د ساتونکو یعنې د کریتیانو او د فلیتیانو قوماندان ؤ او د داود زامن کاهنان وو.