۰:۰۰ / ۰:۰۰

اَعمال دَ رسُولانو

څوارلسم باب

په اِکونيوم کښے پولوس اَؤ برنبا

۱اَؤ په اِکونيوم کښے هم پولوس اَؤ برنبا دَ يهُوديانو عبادت خانو ته لاړل اَؤ داسے خبرے ئے وکړلے چه ډيرو يهُوديانو اَؤ غير يهُوديانو ايمان راؤړو. ۲خو نۀ منُونکو يهُوديانو دَ غير يهُوديانو په زړُونو کښے دَ عيسىٰ دَ منُونکو خلاف نفرت پيدا کړو. ۳اَؤ دَ ډيرے مودے دَ پاره پولوس اَؤ برنبا هلته پاتے شول اَؤ دَ خُدائے په توکل ئے په ډاګه اَؤ په زړه ورتيا کلام واؤرولو، اَؤ دَ مالِک په خپل فضل ئے دَ پيغام داسے مُظاهره وکړه چه دَ هغوئ دَ لاسه ئے ډيرے مُعجزے اَؤ نخښے ښکاره کړلے. ۴اَؤ دَ ښار خلق دوه ډلے شول، ځنے دَ يهُوديانو په طرف شول اَؤ ځنے دَ رسُولانو.

۵خو چه غيرو يهُوديانو اَؤ يهُوديانو په يو ځائے دَ ښار دَ حاکمانو سره داسے سازباز وکړو چه هغوئ بے عزته کړى اَؤ سنګسار ئے کړى. ۶نو هغوئ خبر شول اَؤ دَ لوکاونيه ښارُونو لستره اَؤ دِربے ته اَؤ ګير چاپير وطن ته ئے هجرت وکړو. ۷اَؤ هلته ئے بدستور زيرے آورولو.

برنبا اَؤ پولوس په لستره کښے

۸په لستره کښے يو شل سړے وو چه پيدائشى ګوډ وو اَؤ هيچرے دَ ګرزيدلو جوګه نۀ وو. ۹دغه سړى دَ پولوس خبرے واؤريدلے اَؤ چه پولوس ورته ځير وکتل اَؤ پوهه شو چه هغه دَ جوړيدو دَ پاره ايمان لرى، ۱۰نو هغۀ ورته په زوره ووئيل، ”په خپلو پښو نيغ ودريږه!“ نو هغه په ټوپ وهلو سره پاڅيدلو اَؤ روان شو. ۱۱کله چه خلقو دَ پولوس دا کار وليدلو نو هغوئ چغے کړے اَؤ په خپله مقامى لوکائونيه ژبه کښے ئے ووئيل چه ”خُدايان دَ اِنسانانو په شکل کښے مُونږ ته راکُوز شوى دى!“ ۱۲اَؤ هغوئ برنبا ته زيُوس اَؤ پولوس ته هِرميس ووئيل ځکه چه هغۀ کلام آؤرولو. ۱۳اَؤ دَ زيُوس کاهن چه مناره ئے دَ ښار مخامخ وه، هغه دروازے ته غويئ اَؤ هارُونه راؤړل اَؤ هغه اَؤ ټول خلق قُربانئ کولو ته تيار وُو.

۱۴خو هر کله چه رسُولانو يعنے برنبا اَؤ پولوس دا خبره واؤريده نو خپلے جامے ئے څيرے کړلے اَؤ خلقو ته ئے ورمنډے کړے، ۱۵اَؤ چغے ئے کړے چه ”اَئے سړو! دا تاسو څۀ کوئ؟ مُونږ خو ستاسو په شان بنى آدم يُو! کُوم زيرے چه مُونږ تاسو ته آؤروُو دا تاسو ته وائى چه دَ دے فضُولو څيزُونو نه ژوندى خُدائے ته راوګرزئ چا چه آسمان اَؤ مزکه اَؤ سمندر اَؤ هر څۀ چه په کښے دى، پيدا کړل. ۱۶يعنے په تيرو پيړيو کښے هغه ټول قومُونه ئے په خپله لار چلند ته پريښودل. ۱۷خو بيا هم هغۀ تاسو دَ خپل ځان په حقله ناخبره نۀ يئ ساتلى، هغه چه درباندے دا مهربانى کوى چه دَ آسمان نه درباندے باران ورَوى اَؤ دَ موسم دَ فصلُونو نه خوراک درکوى اَؤ ستاسو زړُونه خوشحالوى.“ ۱۸په دے خبرو رسُولانو ډير په مُشکله خلق دَ ځان دَ پاره دَ قُربانئ کولو نه منع کړل.

۱۹بيا له اَنطاکيه اَؤ اِکونيوم نه يهُوديان هغه ځائے ته راغلل اَؤ خلق ئے ځان ته راواړول. هغوئ پولوس سنګسار کړو اَؤ خيال ئے دا وو چه مړ دے، نو دَ ښار نه بهر ئے راکښلو. ۲۰خو عيسىٰ منُونکى دَ هغۀ نه راتاؤ شول، نو هغه پاڅيدو اَؤ ښار ته دَ ننه لاړو اَؤ په بله ورځ دَ برنبا سره دِربے ته لاړو.

دَ شام اَنطاکيه ته واپس تلل

۲۱په دِربے کښے ئے چه زيرے واؤرولو اَؤ ډيرو خلقو ايمان راؤړو نو هغوئ لستره ته، بيا اِکونيوم ته اَؤ بيا اَنطاکيه ته بيرته لاړل. ۲۲چا چه ايمان راؤړے وو، دَ هغو زړۀ ئے مظبُوطولو. زړۀ ور کول ئے چه په خپل ايمان ټينګ پاتے شى اَؤ هغوئ ته ئے خبردارے ورکړو چه دَ خُدائے بادشاهئ ته دَ داخليدو دَ پاره به مُونږ ډير تکليفُونه زغمُو. ۲۳هغوئ په هر جماعت کښے مشران ورته مُقرر کړل، نو په روژه اَؤ دُعا ئے هغوئ هغه مالِک ته وسپارل په چا چه ئے ايمان راوړے وو.

۲۴بيا پولوس اَؤ برنبا له پيسيديه نه تير شول اَؤ پمفوليه ته راغلل. ۲۵اَؤ چه هغوئ په پرګه کښے کلام واؤرولو نو لاندے اِټاليه ته لاړل. ۲۶اَؤ له دے ځائے نه انَطاکيه ته دَ اوبو په جهاز کښے لاړل چرته چه هغوئ دَ خُدائے فضل ته وسپارلے شول چه هغه کار وکړى کُوم چه ئے اوس کړے وو.

۲۷کله چه هغوئ راورسيدل اَؤ جماعت ئے جمع کړلو، نو دَ هغه هر څۀ نه ئے خبر کړل چه خُدائے دَ دوئ په وسيله کړى وُو، اَؤ چه څنګه هغۀ غير يهُوديانو ته دَ ايمان دَ راړو دروازے خلاصے کړے وے. ۲۸اَؤ هغوئ هلته تر ډير وخت پورے دَ عيسىٰ منُونکو سره پاتے شول.