د عاموس نبي کتاب

دوهم فصل

موآب

۱ څښتن داسې وایي: «د موآب خلکو په پرله پسې توګه ګناه کړې ده، نو له دې امله به زه هغوی ته خامخا سزا ورکړم. هغوی د ادوم د پاچا هډوکي وسوځول او هغه یې په ایرو باندې بدل کړل. ۲ نو زه به د موآب په خلکو باندې اور نازل کړم او د قریوت د ښار قوي کلاګانې به وسوځوم. کله چې عسکر چیغې وهي او سرني وهل کیږي، نو د موآب خلک به د جنګ په شورماشور کې مړه شي. ۳ زه به د موآب حاکم له منځه یوسم او د وطن ټول مشران به وژنم.»

دا هغه څه دي چې څښتن ویلي دي.

یهودا

۴ څښتن داسې وایي: «د یهودا خلکو په پرله پسې توګه ګناه کړې ده، نو له دې امله به زه هغوی ته خامخا سزا ورکړم، ځکه چې هغوی زما د شریعت سپکاوی کړی او زما په حکمونو باندې یې عمل نه دی کړی. هغوی د هماغو غلطو خدایانو په وسیله بې‌لارې شوي دي چې د هغوی نیکونو یې خدمت کاوه. ۵ نو زه به په یهودا باندې اور نازل کړم او د اورشلیم قوي کلاګانې به وسوځول شي.»

د اسراییلو په هکله د خدای قضاوت

۶ څښتن داسې وایي: «د اسراییلو خلکو په پرله پسې توګه ګناه کړې ده، نو له دې امله به زه هغوی ته خامخا سزا ورکړم. هغوی هغه نېکان خلک په غلامۍ باندې خرڅوي چې خپل پورونه نه شي ورکولای او غریبان خلک چې حتی د یوې جوړې څپلیو بیه هم بېرته نه شي ورکولی، خرڅوي. ۷ هغوی کمزوري او بې‌وسه خلک تر‌پښو لاندې کوي او غریبان په ټېل وهلو باندې د لارې څخه اخوا کوي. پلار او زوی دواړه د هماغې یوې انجلۍ سره څملي او زما د پاک نامه سپکاوی کوي. ۸ خلک د هر عبادتځای په خوا کې په هغو کالیو باندې څملي چې د غریبانو نه یې د پور په ضمانت کې اخیستي دي. هغوی د خپل خدای په کور کې په هغو پیسو باندې شراب څښي چې د خلکو څخه یې د جریمې په توګه اخیستي دي.

۹ خو بیاهم ای زما قومه، هغه زه وم چې ستاسو په خاطر مې هغه اموریان نابود کړل چې د سبر د ونو په شان لوړ قدي وو او د څېړیو د ونو په شان قوي وو. ما له څانګو نه مېوه تباه کړله او د هغو ریښې مې راووېستلې. ۱۰ همدارنګه زه وم چې تاسو مې د مصر نه راوویستلئ او څلوېښت کاله مې په دښته کې ستاسو لارښوونه وکړه او ما د اموریانو ځمکه درکړه چې ستاسو شي. ۱۱ ستاسو د زامنو څخه مې ځینې غوره کړل چې پیغمبران شي او ځینې ځانګړي ځوانان د نذر شویو په توګه وقف کړل. ای د اسراییلو خلکو، ایا دا رښتیا نه دي؟

دا هغه څه دي چې څښتن ویلي دي.

۱۲ خو تاسو په هغو نذر شویو باندې شراب وڅښل او پیغمبرانو ته مو حکم وکړ چې پېشګویي ونه کړي. ۱۳ نو ګورئ زه به تاسو په ځمکه راوولم او داسې زګېروي به کوئ لکه ګاډۍ چې د غلو دانو د بار لاندې شي. ۱۴ حتی هغه څوک چې تېزې منډې وهي، هغه هم نه شي تښتېدلی. قوي خلک به خپل قوت بایلي او عسکر به د دې توان نه لري چې خپل ژوند وژغوري. ۱۵ غشي ویشتونکي به ټینګېدلی نه شي، تېز منډه وهونکي به ونه تښتي او په اسونو باندې سپاره خلک به خپل ځانونه خلاصولی نه شي.»

۱۶ په هغه ورځ به ډېر زړور عسکر هم خپلې وسلې په ځمکه وغورځوي او وبه تښتي.

دا هغه څه دي چې څښتن ویلي دي.