کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ ای د سامرې مېرمنو چې د باشان د غواګانو په شان چاغې شوې یئ، د کمزورو خلکو سره بد چلند کوئ، په غریبانو باندې ظلم کوئ او د خپلو مېړونو څخه غواړئ چې تاسو ته شراب راوړي، دې خبرو ته غوږ ونیسئ! ۲ څښتن تعالی چې سپېڅلی ذات دی، قسم خوړلی دی: «هغه وخت راروان دی چې هغوی به په تاسو کې چنګک واچوي او تاسو به لکه د ماهیانو په شان راکاږي. ۳ تاسو هر یو به د دېوال نژدې سوریو کې راښکل کېږئ او دباندې حرمون ته به غورځول کېږئ.» دا هغه څه دي چې څښتن ویلي دي.
۴ ای د اسراییلو خلکو، نو بیا لاړ شئ او په بیتییل کې ګناه وکړئ! جلجال ته لاړ شئ او څومره چې کولای شئ ګناه وکړئ! هر سهار خپلې قربانۍ او په هره درېمه ورځ خپل عشر راوړئ. ۵ لاړ شئ او خدای ته د شکرانې ډوډۍ وړاندې کړئ او تاسو چې د خپلې خوښې کومې اضافي نذرانې راوړئ، نو د هغو په هکله لافې ووهئ! ځکه چې دا کار ستاسو اسراییلیانو خوښ دی. دا هغه څه دي چې څښتن تعالی ویلي دي.
۶ دا زه وم چې ستاسو په ټولو ښارونو باندې مې لوږه راوستله او په هر ځای کې مې قحطي راوستله، خو بیاهم تاسو ماته رجوع ونه کړه. دا هغه څه دي چې څښتن ویلي دي.
۷ کله چې ستاسو فصلونو ته د باران سخته اړتیا وه، نو ما باران بند کړ. په یو ښار باندې مې باران ووراوه او په بل ښار باندې مې بند کړ. په یو پټي باندې باران واورېده او په بل پټی چې باران ونه واورېده وچ شو. ۸ د څو ښارونو تندې وهلي خلک به ښار په ښار د اوبو پیدا کولو په هیله ګرځېدل، خو هلته به د څښلو دپاره زیاتې اوبه نه وې. خو بیاهم تاسو ماته رجوع ونه کړله. دا هغه څه دي چې څښتن ویلي دي.
۹ ما یو سوځوونکی باد او مرض نازل کړ چې ستاسو فصلونه وچ شي. ستاسو ټول باغونه او تاکونه، د انځرو او د زیتونو ونې ملخانو وخوړلې. خو بیاهم تاسو ماته رجوع ونه کړله. دا هغه څه دي چې څښتن ویلي دي.
۱۰ کومه بلا چې ما په مصر باندې راوستې وه، هغه مې په تاسو باندې راوستله. ستاسو ځوانان مې په جنګ کې ووژل او اسونه مې درڅخه واخیستل. ستاسو پوزې مې په خېمو کې د مړو د بوی نه ډکې کړلې. خو بیاهم تاسو ماته رجوع ونه کړله. دا هغه څه دي چې څښتن ویلي دي.
۱۱ ما ستاسو ځینې خلک د سدوم او عموره د خلکو په شان تباه کړل. ستاسو نه چې کوم خلک ژوندي پاتې شوي وو، نو هغوی د سوځېدلي لرګي په شان وو چې د اور نه راویستل شوي وو. خو بیاهم تاسو ماته رجوع ونه کړله. دا هغه څه دي چې څښتن ویلي دي.
۱۲ نو ای د اسراییلو خلکو، زه تاسو ته سزا درکوم. څرنګه چې زه دا کار کوم، نو زما قضاوت ته تیار شئ!
۱۳ دا هغه ذات دی چې جوړ کړي یې دي غرونه
او پیدا کړي یې دي بادونه
هغه خبروي انسانان خپلو خیالونو نه
هغه ورځ بدلوي شپې باندې
هغه ګرځي د ځمکې په اوچتو ځایو
د هغه نوم دی مطلق قادر څښتن خدای