کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ ای د اسراییلو خلکو، دې خبرو ته چې څښتن په کې ستاسو یعنې د ټول قوم په خلاف چې د مصر څخه یې راوویستلئ، غوږ ونیسئ: ۲ «د ځمکې په مخ ټولو قومونو کې تاسې یوازېنی قوم یئ چې ما غوره کړي یئ، نو ستاسو د ډېرو ګناهونو په خاطر باید جزا درکړم.»
۳ ایا دوه کسان سفر کولی شي یوځای
بې له دې چې موافق وي چې داسې وکړي؟
۴ ایا کوم زمری غړمبیږي په ځنګل کې
چې ترڅو یې ښکار نه وي لیدلی؟
ایا د زمري بچي غوریږي په خپل غار کې
ترڅو یې چې کوم شی نه وي نیولی؟
۵ ایا په تیلک کې راګېریږي مرغۍ
که چېرې نه وي ایښی په کې د خوراک کوم شی؟
ایا بېرته راټولیږي یو دام؟
که چېرې په کې نه وي نیول شوی کوم شی؟
۶ کله چې ووهل شي د جنګ سرنی
ایا خلک نه وېریږي؟
ایا په ښار باندې راتلی شي مصیبت
ترڅو نه وي نازل کړی څښتن یو افت؟
۷ څښتن تعالی هېڅکله کوم کار نه کوي
ترڅو خپلو خادمانو یعنې پیغمبرانو ته
یې خپل پلان ښودلی نه وي
۸ چې یو زمری کله غړمبیږي
نو داسې به وي کوم څوک چې ونه وېریږي؟
کله چې کړي څښتن تعالی خبرې
نو څوک کولی شي چې اعلان نه کړي پیغام د هغه؟
۹ د اشدود د کلاګانو خلکو ته او د مصر د کلاګانو خلکو ته اعلان وکړئ: «د سامرې په شاوخوا غونډیو باندې سره راټول شئ. او هلته یوه لویه ګډوډي او هغه ظلمونه چې په هغه ځای کې کیږي، وګورئ.»
۱۰ څښتن وایي: «د سامرې خلک په دې نه پوهیږي چې څنګه سم کار وکړي. خلکو خپلې کلاګانې د هغو شیانو څخه ډکې کړې دي چې په غلا او ظلم زیاتي باندې یې لاسته راوړي دي.»
۱۱ نو څښتن تعالی داسې وایي: «دښمن به د هغوی وطن کلابند کړي او د هغوی دفاعي قدرت به له منځه یوسي او د هغوی کلاګانې به لوټ کړي.»
۱۲ څښتن داسې وایي: «لکه څنګه چې یو شپون د زمري د خولې نه د پسه یوازې دوه پښې او د غوږ یوه ټوټه به بېرته لاسته راوړي، نو د سامرې د خلکو نه به چې اوس د عیاشۍ په کټونو او کوچونو باندې پراته دي، یوازې څو تنه ژوندي پاتې شي.»
۱۳ مطلق قادر څښتن خدای وایي: «اوس غوږ ونیسئ او د یعقوب اولادې ته خبرداری ورکړئ. ۱۴ په کومه ورځ چې زه د اسراییلو خلکو ته د هغوی د ګناهونو په سبب سزا ورکوم، نو زه به د بیتییل د قربانۍ ځایونه وران کړم. د قربانۍ د ځای ښکرونه به ټوټې ټوټې شي او په ځمکه به راوغورځیږي. ۱۵ زه به د اوړي او ژمي تېرولو کورونه وران کړم. هغه کورونه چې د فیل په غاښونو باندې ښکلي کړای شوي دي، هغه به په کنډوالو باندې بدل شي او هر لوی کور به وران شي.»
دا هغه څه دي چې څښتن ویلي دي.