۰:۰۰ / ۰:۰۰

د عاموس نبي کتاب

درېم فصل

۱ ای د اسراییلو خلکو، دې خبرو ته غوږ ونیسئ چې څښتن ستاسو د ټول قوم په خلاف چې د مصر څخه یې راوویستلئ، کړي دي: ۲ «د ځمکې په مخ ټولو قومونو کې تاسې یوازېنی قوم یئ چې ما غوره کړي یئ، نو ستاسو د ډېرو ګناهونو په خاطر باید تاسو ته سزا درکړم.»

د پیغمبرانو کار

۳ ایا دوه کسان کولای شي سفر یوځای

بې له دې چې موافق وي داسې وکړي؟

۴ ایا غړمبیږي کوم زمری ځنګل کې

چې ترڅو یې ښکار نه وي لیدلی؟

ایا غوریږي د زمري بچي خپل غار کې

ترڅو چې نه یې وي نیولی کوم شی؟

۵ ایا تیلک کې راګېریږي مرغۍ

که چېرې نه وي په کې ایښی د خوراک کوم شی؟

ایا بېرته راټولیږي یو دام؟

که چېرې نه وي نیول شوی په کې کوم شی؟

۶ چې کله ووهل شي د جنګ سرنی

ایا نه وېریږي خلک؟

ایا په ښار باندې راتلی شي مصیبت

ترڅو نه وي نازل کړی څښتن یو افت؟

۷ څښتن تعالی هېڅکله نه کوي کوم کار

ترڅو یې ښودلی نه وي خپل پلان

خپلو خادمانو یعنې پیغمبرانو ته

۸ چې یو زمری کله غړمبیږي

نو داسې به وي کوم څوک چې ونه وېریږي؟

کله چې کړي څښتن تعالی خبرې

نو څوک کولای شي چې اعلان نه کړي پیغام د هغه؟

د سامرې په هکله قضاوت او تباهي

۹ د اشدود د کلاګانو خلکو ته او د مصر د کلاګانو خلکو ته اعلان وکړئ: «د سامرې په شاوخوا غونډیو باندې سره راټول شئ او هلته یوه لویه ګډوډي او هغه ظلمونه چې په هغه ځای کې کیږي، وګورئ.»

۱۰ څښتن وایي: «د سامرې خلک په دې نه پوهیږي چې څنګه سم کار وکړي. خلکو خپلې کلاګانې د هغو شیانو څخه ډکې کړې دي چې په غلا او ظلم او زیاتي باندې یې لاسته راوړي دي.»

۱۱ نو څښتن تعالی داسې وایي: «دښمن به د هغوی وطن کلابند کړي او د هغوی دفاعي قدرت به له منځه یوسي او د هغوی کلاګانې به لوټ کړي.»

۱۲ څښتن داسې وایي: «لکه څنګه چې یو شپون د زمري د خولې نه د پسه یوازې دوه پښې او د غوږ یوه ټوټه به بېرته لاسته راوړي، نو د سامرې د خلکو نه به چې اوس د عیاشۍ په کټونو او کوچونو باندې پراته دي، یوازې څو تنه ژوندي پاتې شي.»

۱۳ مطلق قادر څښتن خدای وایي: «اوس غوږ ونیسئ او د یعقوب اولادې ته خبرداری ورکړئ. ۱۴ په کومه ورځ چې زه د اسراییلو خلکو ته د هغوی د ګناهونو په سبب سزا ورکوم، نو زه به د بیت‌ییل د قربانۍ ځایونه وران کړم. د قربانۍ د ځای ښکرونه به ټوټې ټوټې شي او په ځمکه به راوغورځیږي. ۱۵ زه به د اوړي او ژمي تېرولو کورونه وران کړم. هغه کورونه چې د فیل په غاښونو باندې ښکلي کړای شوي دي، هغه به په کنډوالو باندې بدل شي او هر لوی کور به وران شي.» دا هغه څه دي چې څښتن ویلي دي.