کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ افسوس ستاسو په حال چې په صهیون کې ارام ژوند تېروئ او تاسو چې په سامره کې په امن کې یئ. ای د اسراییلو د ډېر لوی قوم مشرانو، چې خلک درته د مرستې په خاطر درځي! ۲ لاړ شئ او د کلنه ښار ته وګورئ. بیا د حمات لوی ښار ته لاړ شئ او بیا د فلسطین ښار جت ته لاړ شئ. ایا تاسو د یهودا او اسراییلو د پاچاهیو څخه ښه یئ؟ ایا د هغوی سیمه ستاسو د سیمې څخه لویه ده؟ ۳ تاسو دا نه منله چې د مصیبت هغه ورځ راروانه ده، خو ستاسو د خپلو بدو عملونو له امله به د ظلم او زیاتي حکومت قایم شي.
۴ افسوس ستاسو په حال چې د فیل په غاښونو باندې په ښکلي کړای شویو تختونو او نرمو توشکونو باندې ناست یئ او د چاغو خوسيو او وریو په غوښو باندې مېلې کوئ! ۵ تاسو دا خوښوئ چې د داود په شان سندرې جوړې کړئ او د چنګونو د ساز سره یې ووایئ. ۶ تاسو په جامونو جامونو شراب څښئ او ډېر ښه عطر کاروئ، خو د اسراییلو په تباهۍ باندې ویر نه کوئ. ۷ نو تاسو به لومړني خلک یئ چې په جلاوطنۍ باندې به ځئ. ستاسو اخترونه او مېلمستیاوې به پای ته ورسیږي.
۸ مطلق قادر څښتن تعالی په خپل ذات باندې قسم خوړلی دی او داسې وایي: «زه د اسراییلو د غرور نه کرکه لرم او د هغوی د عیاشۍ کلاګانې مې بدې راځي. زه به د هغوی پایتخت او هرڅه چې په کې دي، هغه به دښمنانو ته ورکړم.»
۹ که په یوې کورنۍ کې لس تنه هم پاتې وي، نو هغوی به مړه شي. ۱۰ د مړ شوي کس کوم خپلوان چې د جنازې د مراسمو مشري کوي، هغه به هغه مړی د کور نه یوسي. نو دا خپلوان به د هغه چا نه چې ژوندی پاتې شوی دی، پوښتنه کوي: «ایا ستاسو په کور کې نور څوک شته؟» نو هغه به ځواب ورکړي: «نه!» نو هغه خپلوان به یې ووایي: «غلی شه! مونږ باید احتیاط وکړو چې د څښتن نوم هم په خوله وانخلو.»
۱۱ نو کله چې څښتن حکم وکړي، لوی او واړه کورونه دواړه دې د خاورو سره خاورې شي. ۱۲ ایا اسونه په ګټانو باندې ځغلېدلی شي؟ ایا څوک په بحر کې په غویانو باندې قلبه کولای شي؟ خو تاسو انصاف په زهرو او د عدالت خوږه مېوه مو ترخه کړې ده.
۱۳ تاسو د لودیبار د ښارګوټي په نیولو خوشحالي کوئ. تاسو لافې وهئ او وایئ: «مونږ دومره تکړه یو چې د کارناییم ښارګوټی هم نیولی شو.»
۱۴ مطلق قادر څښتن خدای په خپله وایي: «ای د اسراییلو خلکو، زه به یو پردی لښکر درولېږم چې ستاسو وطن ونیسي. هغوی به په شمال کې د حمات د غاښي نه نیولې په جنوب کې د عربه تر ویالې پورې په تاسو باندې ظلم کوي.»